دوشنبه, جولای 8, 2024
Homeخبرونهملاکنډ کې د رباب غږونکي محصل مړینه او د پوهنتون د چارواکو...

ملاکنډ کې د رباب غږونکي محصل مړینه او د پوهنتون د چارواکو خلاف اعتراضونه

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) د پښتونخوا په ملاکنډ پوهنتون کې د موسی خان په نوم د یوه محصل د مړینې پر ضد احتجانونه پيل شوي.

موسی خان، چې له لیلیې څخه د رباب وړلو له امله شړل شوی و، چې د وتو پر وخت یې موټر سایکل ترافیکي پېښه کړې او دی پکې مړ شوی.

د پښتونخوا یو شمېر هنري فعالانو د دې پېښې په غبرګون کې د پوهنتون د مسوولانو خلاف اعتراضونه پيل کړي او ویلي، چې که هغه سره د هنري ذوق لپاره یې ناوړه چلند نه وای شوی، ښایي د مړینې پېښه یې نه وه رامنځته شوې.

پېښور کې شاعر او سندرغاړي امجد شهزاد او د مفکورې په نوم هنري مرکز د دې پېښې خلاف د اعتراضونو غږ کړی او ویلي، چې پښتنو سیمو کې باید د هنر خلاف له سخت دریځۍ لاس واخیستل شي.

د پښتونخوا والي د پېښې د څېړنې امر کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب