Homeخبرونهریال مادرید د اروپا د اتلانو، اتل شو

ریال مادرید د اروپا د اتلانو، اتل شو

تاند (یکشنبه، د جوزا ۱۳ مه) د اروپا د فوټبال د اتلانو لیګ په پایلوبه کې د هسپانیا ريال ماډریډ د جرمني د ډورټمومونډ بوروسیا لوبډلې ته ۲ـ۰ ماتې ورکړه.

دا سیالي چې د شنبې په ماښام د جون په لومړۍ نېټه د لندن په وېمبلي لوبغالي کې وشوه، په لومړۍ نیمايي کې دواړه لوبډلې د ګول په وهلو بریالۍ نشوې.

د لوبې د دوهمې نیمايي تر اویایمې دقیقې پورې هم د دواړو طرفونو بریدونه روان و، خو دواړو لوبډلو ته د ګول وهلو چانس په لاس نه ورتو.

د لوبې ۷۴یمه دقیقه وه چې د ریال ماډریډ لوبډلې ډني کارواهال ګول وواهه. د لومړي ګول له وهلو لا څلور دقیقې نه وې تېرې چې ریال ماډریډ ته دا ځل وینیکېس جونیر ګول وواهه.

دا پینځلسم ځل دی چې ریال ماډریډ د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبه ګټي.

د ویلو ده چې په دې لیګ کې د اروپايي هېوادونو د فوټبال ۳۲ لوبډلو په ۸ ګروپونو کې سره سیالۍ وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

رشمیكا مندانا: ژبه راته هېڅکله د فلمي مسلک خنډ شوې نه ده

تاند (شنبه، دوږي/ سنبلې ۲۸ مه) د هند مشهوره اداکاره رشمیكا مندانا وايي، د بېلابېلو ژبو په فلمونو کې د کار کولو لپاره یې...