شنبه, سپتمبر 28, 2024
Home+په نړیواله کچه د اعدام د مجازاتو زیاتوالې

په نړیواله کچه د اعدام د مجازاتو زیاتوالې

پوهاند نصرالله ستانکزی

   د تاریخ په اوږدو کي اعدام د بدني مجازاتو د تطبیق یوه شدیده بڼه ده، چی تاریخ یي د دولتونو او د جزایي قوانینو له رامنځ ته کیدو سره هم مهاله دی.

      اعدام هغه سزا ده چي په ټولنو کي په دې منطق اجرا کیږی چې ګواکي د مجرم د اصلاح لپاره نور ‌د اصلاح او تجدید تربیت چانس نه شته او له بلې خوا د مجرم ارتکابي جرم دومره دروند دی چې د نورو مجازاتو د تطبیق له لارې د ټولنې له لاسه وتلی نظم پرې بیرته نه شي اعاده کیدای او د عامه ذهنیت کرارول چې په شدت سره نا ارامه شوی؛  د دې جزا له تطبیق څخه پرته په بله لاره عادي حالت نه شي موندلی. پورتنی استدلال د اعدام د مجازاتو د تطبیق د پلویانو له خوا وړاندي کیږي. خو دې سره سره،  د اعدام د حکم او تطبیق لپاره وایي چې باید له لازمو  اقداماتو او له ډیر احتیاط څخه کار واخبستل شي.

      له بلې خوا د اعدام د مجازاتو مخالفین د نورو دلایلو تر څنګ بیا وایي چې د جزا د حقوقو تاریخ ته په ‌پاملرنې سره داسي بریښي چې هغه لازم اقدامات چي باید د دغه درانه جزایي اقدام په وړاندي ترسره شي، په پام کې نه دی نیول شوي.

     دغو ټکو ته په پام د اعدام د مجازاتو د تطبیق د پلویانو ترڅنګ په اوسنۍ نړۍ کې د دې مجازاتو د لغو کیدو ګڼ شمیر پلویان هم شته چې په دې ډله کې اکثر د بشري حقوقو ملاتړ‌ نړیوال او ملي بنسټونه، د ټولنیزو علومو ګڼ شمیر پوهان، نړیوال سازمانونه او ګڼ دولتونه چې شمیر یي اوس مهال ۱۱۳ هیوادونو ته رسیږي، شامل دي. په دی منځ کې ۷ داسي هیوادونه هم شته چې د اعدام مجازات یوازې په جنگي حالاتو کې پلی کوي، همداراز ۳۲ داسې هیوادونه هم دي چې په قوانینو کې یې د اعدام مجازات درج شوي؛ خو په عملي ډول دا مجازات نه پلې کوي؛ چې په دي ډله کې وروستنی هیواد مالیزیا دی چې تیر کال يې د اعدام مجازات لغو کړ.

    خو لا تر اوسه هم د گڼ شمیر دولتونو  له خوا چې شمیر یې ۵۵ (د افغانستان په شمول) ته رسیږي د اعدام مجازات پلی کوي.

      په دې لړ کې که چیري تیرو څو ‌کلونو (له ۲۱۰۶ راپه دې خوا) د اعدام شمیرو ته پاملرنه وشي په تیر کال (۲۰۲۳ زیږدیز کال) کې، د اعدام کچه لوړه شوي ده، ځکه په دې کال کې د ۲۰۲۲ په پرتله په دې برخه کې۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

   د هغو شمیرو له مخې چې د عفوې نړیوال سازمان (Amnesty International) خپاره کړي په تیرکال کي ۱۱۵۳ اعدامونه شوي، دا په داسې حال کې دي چې په ۲۰۲۲ کال کې دا شمیره ۸۸۳ وه.

     په دې لړ کې د دغه سازمان د رپورټ پر بنسټ چین، ایران او سعودی عربستان د اعدام کوونکو هیوادونو د لیست په سر کې دي. له یاده و نه باسو چې په امریکا کې هم د اعدامونه شمیر زیات شوی په ۲۰۲۳ کې ۲۲ تنه اعدام شوي، دا شمیر په ۲۰۲۲ کی ۱۸ تنه ؤ.

     همدا شان دا سازمان وايي چی په چین، ویتنام او شمالی کوریا کي په زرگونه کسان د مختلفو جرایمو له کبله په پټه اعدام شوي، چې د عفوې نړیوال سازمان نه دی بریالی شوی چې د هغو دقیقه شمیره او د اعدام د تطبیق څرنگوالۍ تثبیت کړي.

   هغه څه چي په نړیوالوله کچه یې په دې اړه اندیښنې پارولي، لاندیني ټکي دي:

 – په پټه د اعدام د مجازاتو تطبیق،

– غیر قضایي او په خپل سر د اعدامونو شتون؛

– د عادلانه محاکمې موازینو ته په اعدام د محکوم شویو کسانو نه لاس رسی؛ او

–  د سیاسي جرایمو په تورنو کسانو باندي د اعدام د جزا تطبیق چې اکثر ‌په دیکتاتورو دولتونو کې ترسره کیږي، او له دې لارې ځیني دولتونه خپل مخالفین په علني او غیر علني توگه او حتي له قضایي اجرأتو پرته اعداموي.

تکنالوژي او حقوق | پوهاند نصرالله ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی