جمعه, جولای 5, 2024
Homeخبرونهد کرکټ نړیوال ۲۰ اوره جام د امریکا او کاناډا په سیالۍ...

د کرکټ نړیوال ۲۰ اوره جام د امریکا او کاناډا په سیالۍ پیلیږي

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) د کرکټ د ۲۰۲۴ نړیوال شل اوره جام سیالۍ به نن د امریکا او کاناډا په مسابقه پیل شي.

دا دوه هیوادونه د کرکټ په لوبه کې پخواني سیالان دي.

دواړو ګاونډیو هیوادونو لومړی پلا په ۱۸۴۴ م کال کې په لومړني نړیوال جام کې ګډون کړی وو. خو وروسته په شمالي امریکا کې د کرکټ لوبه پیک شوه او پر ځای یې په نورو هیوادونو کې زیاته دود شوه.

د متحدو ایالتونو او کاناډا سیالي د ټکساس ایالت په ډبلیس ښار کې کېږي.

امریکا او ویسټ انډیز په ګډه د نړیوال شل اوره جام سیالیو کوربانه دي.

د کرکټ په سږنی نړیوال جام سیالیو کې ۲۰ هیوادونه په څلورو ګروپونو کې لوبیږي. افغانستان په سي ګروپ کې له کوربه ویسټ انډیز، نیوزیلنډ، یوګنډا او پاپوا نیوګینې سره یوځای دی.

تراوسه پورې د جام د ګټلو په اړه د هیڅ لوبډلې په اړه وړاندوینه نه کېږي.

د دې جام بل کوربه ویسټ انډیز تراوسه پورې دوه ځلې نړیوال جام ګټلی دی.

د دې نړیوال شل اوره جام پایلوبه به د جون په ۲۹ نېټه په ویسټ انډیز کې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب