Homeخبرونهکابلوف: د افغانستان د تجزیې پر ځای د طالبانو د قاطع واکمنۍ...

کابلوف: د افغانستان د تجزیې پر ځای د طالبانو د قاطع واکمنۍ پلوي یوو

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) د افغانستان او واکمن رژیم په اړه یې د روسیې د ضدو نقیضو دریځونو په دوام، نن د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې روسیې ته پر افغانستان د طالبانو « قاطع واکمني» ارزښتناکه ده.

د کابلوف په وینا، د افغانستان هر ډول تجزیه به تر هر چا زیات سیمې ته بدې پایلې ولري.

هغه نه دي ویلي، چې د افغانستان د تجزیې خبره له کومه شوې او ولې یې داسې بحث مطرح کړی؟

روسیه له پخوا څخه په افغانستان کې د تجزیه غوښتنې په دسیسو تورنه شوې وه او په خاص ډول یې د دې اجنډا له تعقیبونکې شمال ټلوالې سره د څرګند ملاتړ په اړه توندې نیوکې شوې وې.

پرون د روسیې دفاع وزیر په قزاقستان کې د یوې سیمه ییزې غونډې پر مهال ادعا وکړه، چې د افغانستان خاوره د منځنۍ اسیا د بې ثباتۍ اصلي سرچینه ده.

په وروستیو کې روسي او د نورو ګڼو هېوادونو چارواکي د افغانستان او واکمن طالب رژیم په اړه یې ورته ضدو نقیضې څرګندونې کوي.

څارونکي باور لري، چې ټول هېوادونه د خپلو لوبو او ګټو په اساس طالب رژیم او مخالفانو سره یې مخته ځي، دواړه لوري په ښکاره او پټه پالي، خو په واقعیت کې یو هېواد هم د هیڅ کومې ډلې او افغانستان په اړه ښه نیت نه لري.

د دوی په باور، طالبان او مخالفان یې د خپلو ګټو په محور څرخي او د افغانستان د راتلونکي په اړه د سیمه ییزو او نړیوالو لوبو څخه یا ناخبره دي، یا یې د مخنیوي او ورسره د نه همکارۍ په برخه کې بې تفاوته دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...