دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهپه پاکستان کې د ویتنام د سفیر مېرمن بې درکه شوې

په پاکستان کې د ویتنام د سفیر مېرمن بې درکه شوې

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) د پاکستان  ډان انګلیسي ژبې ورځپاڼې خبر وړکړ چې په اسلام اباد کې د ویتنام د سفیر مېرمن نن (شنبې) بې درکه شوې ده.

د ویتنام سفارت او د پاکستان د باندینیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو ډان ورځپاڼې ویلي چې د ویتنام د سفیر کورنۍ پولیسو ته خبر ورکړی چې هغه بې درکه شوې ده.

راپور زیاتوي، پولیس له څو ساعتونو راهیسي د امنیتي کمرو او نورو سرچینو له لارې د ویتنام د سفیر د مېرمنې د څرک لګولو هڅه پیل کړې ده.

تر دې پخوا په ۲۰۲۱ م کال د افغانستان د سفیر نجیب الله علي خېل لور په اسلام اباد کې تښتول شوې وه.

پاکستان د نړۍ یو له ناامنو هیوادونو څخه دی او عموماً هغه کسان تښتول کېږي چې پر سر یې برمته ګر پیسې ترلاسه کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب