Homeخبرونهننګرهار کې د کښتۍ ډوبیدو ۲۰ تنه مړه کړي

ننګرهار کې د کښتۍ ډوبیدو ۲۰ تنه مړه کړي

تاند (شنبه، د جوزا ۱۲ مه) د ننګرهار د مومند ولسوالۍ اړوند باسول ساحه کی نن سهار اووه نیمې بجې یوه کښتۍ چې مېرمنې او ماشومان هم په کې سپاره وو، سیند کې ډوبه شوې ده.

د ځایي طالب چارواکو د معلوماتو له مخې، یادې کښتۍ کې ۲۵ تنه سپاره وو، چې ۲۰ تنو ترې ژوند بایللی او پنځه نور ژوندي ژغورل شوي دي.

د چارواکو په وینا تر دا مهاله د پنځو شهیدانو جسدونه پیدا شوي او د نورو جسدونو د موندلو هڅې جریان لري.

د ځایي چارواکو په خبره، په مړو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

په مومند دره ولسوالۍ کې د مواصلاتي ستونزو له امله له ډېره وخته ځایي خلک د کښتۍ په وسیله تګ راتګ کوي.

تر دې مخکې هم دغو کښتو یو شمېر کسان ډوب کړي وو، خو دا پېښه تر ټولو خونړۍ ګڼل شوې ده.

2 COMMENTS

  1. د افغانستان هیڅ حکومت مواصلاتي لارو ته پام ندی کړی، د کابل هر حکومت نالایقه او بې کفایته دی. که اسلامي امارت واقعا خدمت کولای شي، نو د افغانستان ټولې لارې سرکونه دې پاخه او پراخه او جوړ کړي.

  2. د افغانستان پخواني حکومتونه زمونږ د سیمې د هېوادونو په شان د اقتصادي توان له امله کمزوري وو، له بلې خوا دا نژدې 50 کاله زمونږ د هېواد خلکو ته دا دنده سپارل شوې وه ، چې اوبو بندونه ، پلونه ، ښوونځي ، دولتي او شخصي فابریکې ، د برق او برښنا پروژې ، روغتونونه ، لويې لارې او سرکونه وران کړي . ولس هم په ډېر صداقت او ایماندارې سره خپله دنده سرته ورسوله . نژدې ټول اقتصادي تاسیسات یې ویجاړ کړل ، د پخوانیو دولتونو نظامي تجهیزات لکه ټانکونه ، شوبلې ، توپونه ، الوتکې ، د لونا ، سکات ، بې ام 40 او نور توغندي ويشتونکې دستګاوې یې کباړ او له پنجابه ځار کړې .
    بنا زمونږ هېوادوال نن د خپلو کړنو ثمره اخلي ، ښوونځي تړلي دي ، لارې اوپلونه ويجاړ ، روغتونونه مو له داکترانو او نرسانو نه تش ، او تقریبا ټول مسلکي هېوادوال له هېواد نه په وتو دي .
    اوس د پنجابي داعشیانو ترڅنګ ، د احمد مسعود په مشرۍ یوه نوې تروریستي ډله د پنجاب او د سیمې د نورو هېوادونو له خوا ګمارل شوېده ، ترڅو د وروستیو شلو کلونو یوه نیمه اقتصادي موسسه که پاته وي ، هغه هم له منځه یوسي .
    افغانستانه الله د مل شه .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...