وږمې په لوی کوچ کې ډډه وهلې وه،سترګې یې د تلویزیون پردې ته ځېر وې. نیم ساعت کېده چې د خپلې خوښې د یوه فلم په لیدلو بوخته وه.
شریف په کرار کوټې ته ورننوت. دئ یې په داخلېدو هېڅ غبرګون ونه ښود. شريف پښه ونیوله، په شونډو یې شیطاني مسکا وغوړېده، خو چې پام یې شو، مېرمن یې د فلم لیدلو نشې وړې ده، تر مخ یې خوېه تېر شو، د مخامخ کړکۍ تر شاه ودرېد، د لوی اپارتمان له لسم پوړ لاندې یې نظر واچاوه. ډله، ډله لارویان یې له نظر تېر کړل، پرانېستې کړکۍ یې په رېږدېدلي لاس وتړله، له ځان سره یې وویل:
– که غالمغال مو پورته شي ټول لارویان به ودرېږي!
مخ یې را وګرځاوه مېرمن یې له ځان سره وخندل، لکه د فلم کومه په زړۀ پورې او خندونکي صحنه
چې یې لیدلې وي، له ځان سره یې کرار وویل:
– باید یې ورته ووایم.
غوښتل یې چې په لوړ اواز ورغږ کړي؛ وږمې!
خو ژر پښېمانه شو:
_ پرېږده چې فلم تر پایه وګوري.
لکه په زړه یې چې درد شي، په زړه یې لاس کېښود، بهر ووت.په دهلیز کې له ځان سره وبنګېد:
-اه، دا خو به سم بم وي، چې په کوټه کې به وچوي.
مخامخ تشناب ته ننوت، څوشړپه پر له پسې یخې اوبه یې مخ ته وغورځولې. له تشنابه چې راووت ، سده پخلنځي ننوت ، یخچال ته ور وګرځېد، د اوبو بوتل ته یې لاس ور اوږد کړ، په یوه ساه یې بوتل تش کړ، بوتل یې ټینګ کړ، کړپا یې پورته شوه، لاس یې مړ پرېښود، لاندې یې وکتل، له پښو سره چيت بوتل پروت و.
د خوړو خالي مېز ته کېناست، څنګلې یې په لرګین مېز ولګولې، سر یې د دواړو لاسونو منځ ته ننویست، ښه شېبه یې له ځان سره وکرل او ورېبل، په بېړه پورته شو.د لویې کوټې د دروازې تر شاه ودرېد، له ځان سره وبونږېده:
– نور یې نه ځنډوم، دا ځل چې هر څه کېږي ورته وایم.
دروازه یې پورې وهله، مېرمن یې لا هم د فلم په ننداره بوخته وه، لومړی یې مېرمنې ته او بیا یې د هغې مخ ته پر مېزايښی ریموټ او د اوبو جک ته وکتل، ورېږدېده:
– اوف! که ډز شي او تلوېزون باندې وار وکړي.
بېرته له ناستي خونې ووت، اوږد اوسویلی یې دهلیز کې وکېښ، د دواړو لاسونو ګوتې ېې سره بندې کړې، د هډوکو خرپا پورته شوه، په ګډو وډو قدمونو کوټې ته بېرته راننوت.لکه چا چې په ستوني کې نیولی وي:
_ وږمې!
غږ یې دومره کرار و، لکه په کوټه کې چې څوک ویده وي او دی نه غواړي مزاحمت ورته وکړي.مېرمن یې مخ ور واړو:
_څه خبره ده؟
ژبه به ېې نښتې وه او که خبره به ترې هېره وه، خپلې تنې ته یې کتل، په بنده، بنده ژبه یې وویل:
_ هي.. هېڅ!
مېرمن یې ور بړچ وهل:
_څنګه هېڅ؟ دا دی څوم ځل دی چې وځې او ننوځې.
هغه وخندل، خو بېرته یې ېې وېره پر وجود واکمنه شوه ، په تړتړۍ ژبه یې وویل:
_هڅې ما دا ویل…..
ښځې خپلې شخې وروځې پورته کش کړې:
_ څه دې ویل؟
هغه چې د خپل زړۀ غوټه سپړله. مېرمن ترې وار ړومبی کړ:
_پوهېږم چې څه به راته وایې!
د هغه پر شونډو تمثیلي خندا منډه کړه، په خندا یې ورغبرګه کړه:
_ پوهېږې! څه غواړم درته ووایم؟
_ ولې به نه پوهېږم!
شریف فکر پسې واخیست، لاندنۍ شونډه یې تر غاښونو لاندې کړه:
_ چې پوهېږې ووایه! څه شوي دي؟
وږمه په کوچ کې نېغه را کېناسته، د ریموت کنترول د ګلولو بټن ېې ووهله ، پرته له هر ډول اندېښنې یې بې ځنډه وویل:
_ واده دې کړی!
شریف ټکان وخوړ، شاته لاړ، ځای پر ځای ودرېده، بلا پوښتنو یې ذهن ونیو:
چا به ورته ویلي وي؟ څنګه به دا پټ رازددې تر غوږونو را رسېدلی وي؟
پوښتنې یې باید په سر کې را ټوکېدلې وای، ګرم نه و، ځکه ده خپل نوی واده، نه یوازې له نږدې خپلوانو پټ ساتلی و، بلکې ډېرو خپلو ښو دوستانوته یې هم دا خبره نه وه کړې.
اوس نه یوازې دې خبرې ته اندېښمن شو، چې د پټ واده د راز خبره یې څنګه د مېرمنې تر غوږونو را رسېدلی ده، له دې ډېر دې ته فکر یوړ، چې مېرمنې یې دهغې لپاره په داسې یو زړۀ بوږنونکي تغیر تراوسه ولې کوم غبرګون نه دی ښودلی، نه پوهېده له کومه ځایه یې پیل کړي!؟
مېرمن ېې له کوچ پورته شوه، شریف نور هم په شاه لاړ، داسې لکه په غلا کې چې لاس په لاس نیول شوی وي.پرته له دې چې د هغې عکس العمل وویني، هم ېې په زارېو او ننواتو خوله پرانېسته او هم د خپل عمل په توجیه شو.:
ـ زما د ډېرو خوږو بچیانو مورې! ډېرې تودې او سړې دې راسره ګاللې دي، و مې بخښه! درته پړ یم.
نېږدې ورغی ، تر خوا ېې ودرېد:
_ دا دی که مې غاړه پرې کوې هم اجازه ده درته!اخر ما څه کړي وای؟ څوک پوهېدل چې ته به داسې زر زړه او له کاره لوېږې.
وږمې ته خندا ورغله، لکه په وړاندې یې چې د تیاتر کومه ننداره روانه وي:
_ خدای دې وشرموه! په دې کړشوپه خوله، په دې سپین سر او په دې کړوپه ملا.
هغه وخت چې ځوان وې، له څو ښځو سره مې په وطن کې په یارانه ونیوې او څو ځله دلته په اروپا کې لاس په لاس له څومره ډمو او فاحشو سره خلکو ولیدلې.
شریف له خجالتۍ ژېړ واوښت، خو ځان یې ونه بایلود:
_ خو دا مه هېروه! ما که هر غول خوړل، هېڅ وخت مې د بل واده خبره په زړۀ کې تېره نه کړه، ځکه چې ته را باندې ګرانه وې.
وږمه دوه قدمه را وړاندې شوه ،چیغه یې کړه :
_دا لا درباندې ګرانه وم؟
بیا ېې ووېل :
-خو ځه شکر چې په خپلو غول خوړلو خو قانع یې!
مخ ېې ترې واړو، وېې ګواښه:
_ خو دا ځل یاد لره! چې لږ موده وروسته به په دې غول خوړلو هم پښېمانه یې.
شریف اوږې پورته وغورځولې، لاس یې پورته ونیو، په خپلې پرېکړې یې نه یوازې پښېماني ونه ښوده، بلکې په ننګه یې هم ودرېده:
_ داسې مه وایه، دوهم واده نه ګناه ده او نه خطا.او که نه خپه کېږې په دې نن سبا کې چې په هر کور کې د نجونو قطارونه جوړ دي، بل واده ثواب هم دی.
خو وږمې په خبرو کې راونیو، په ملنډو ېې ورغبرګه کړه:
_چې داسې په نجونو ثواب ګټې، نو ولې د مجردو هلکانو لپاره د ودونو صندوق نه جوړوې؟
شریف چې نور پوی شو، چې نه یې د مېرمن غوسه سړېږې او نه یې خپل استدلال او منطق کوم ځای نیسي، خبره واړوله، اخر یې سپینه مامدینه ورته وویل:
_ څنګه کوې، ما خو اوس دا تېروتنه کړې ده. څه راسره کوې، پرېږدې مې او که راسره پاتې کېږې؟
وږمې هم د ده په څېرور لنډه کړه:
_ ما لا پخوا پرېښی یې!
شریف ټکان وخوړ:
_یعنې څه، طلاق درکړم؟
غلی شو، شونډه ېې په غاښونو کې ونیوه، وږمې هم هیڅ ځواب ورنه کړ، غوښتل ېې د هغې په ولی لاس کیږي ، هغه را شاته شوه ، نه ېې غوښتل دده لاس ېې پر ځان ولګیږي ،دی ورنیږدې شو:
ـ په دې به نوڅه لاسته راوړې، ټول بچیان مو په ودونو دي او په خپله مخه تللي دي.
وږمې لاسونه پورته واچول، لکه د جګړې تیاری چې ونیسي:
_ زما غم مه خوره! که داسې زما غم درسره وای دا غول به دې نه خوړل.
شریف په برېتو لاس تېر کړ:
_ ستا غم باید وخورم، دا زما مسولیت دی! ته زما ناموس یې، پوهېږم چې دا اروپا ده، خو ماته د ټولو هغو ښځو برخلیک معلوم دی، چې له خاوندانو جلا شوې دي، مېړونو یې زما په رقم د نر غوندې ودونه کړي دي او میرمنې ېې د خدای په قهر ککړې دي.ته وا ښځې به دا چانس و لري، چې بل واده وکړي؟
وږمې لاس پورته ونیو، په لوړ غږ یې وویل:
_وایم زما غم مه خوره!
_ ستا غم باېد و خورم، زه دې یوازې نه پرېږدم، وعده درکوم چې یوازې یوه میاشت به له هغې سره یم، نور به ټول له تاسره یم.
یوه شېبه دواړه غلي شول. له لږ ځنډوروسته وږمې وویل:
_ چې یوه ورځ هم له هغې سره یې، نه درسره اوسېږم.
_ ته خو پاکه لېونۍ یې، نو څه کوې، بل مېړه کوې؟
وږمې د ژبې په سر ځواب ورکړ:
_کوم یې نه، ما کړی دی!
د شریف زړۀ ته د وږمې خبره ونه لوېده، هېڅ باور یې ونه کړ:
_ټوکې مه کوه!
_ دا ټوکې نه دي.
ـ ته رښتیا وایې؟
_ زه ستا غوندې درواغجنه نه یم.
شریف وخندل:
_دا شهزاده څوک دی؟
وږمې د خپل ګاونډي کور ته لاس ونیو.
شریف ورلنډ شو، د وږمې اوږو ته یې ټکان ورکړ:
_ ووایه! چې دروغ وایم.
وږمې هغه له ځانه ټېل واهه، کرار یې وویل:
_ولې به درواغ وایم!
دشریف تندي ګونځي وکړې:
_ نو هغه خو دې د پلار په عمر دی!
وږمې بې ځنډه وویل:
_ هغه له ما لس کلونه مشر دی، خو ته وشرمېږه چې د خپلې نوې ښځې د نیکه په عمر یې!
دشریف زړه ته بیا هم نه ولیده، وې وویل:
_ داسې ټوکې مې نه خوښېږي!
وږمې خلاصو وېښتو کې نرۍ ګوتې تېرې کړې:
_ ولې به ټوکې کوم، زه ستا غوندې هم نه یم چې هر څه په پټه وکړم، ما د خپلو اولادونو په وړاندیز او خوښه دا کار کړی دی.
شریف تور او شین واوښت، چغه یې کړه:
_ د اولادونو نوم مه راته اخله، دا اولادونه نه دي حرموني دي!چې داسې مشوره ېې درکړې ده.
وږمې پرته له هر ډول ډاره ځواب ورکړ:
_ ځکه حرموني دي چې د پلارواکۍ په ضد یې قیام کړی دی.
شریف ټيټ شو، درب شو، مېز یې کلک په سوک وواهه، ریموټ یې پورته کړ، مخامخ د تلوېزون سکرین ته یې کش کړ، د تلویزون په پرده نری درز ښکاره شو، په لوړ اواز یې وویل:
_ چې داسې ده، زه له یوې فاحشې سره په یوه کور کې نه اوسېږم او په منډه له کور څخه ووت.