پنجشنبه, دسمبر 12, 2024
Homeخبرونهپاکستان یو وار بیا افغانستان ته ځانګړی استازی وګوماره

پاکستان یو وار بیا افغانستان ته ځانګړی استازی وګوماره

تاند (پنجشنبه، د لیندۍ/ عقرب ۱۵ مه) د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په یوه حکم کې په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر او استازی محمد صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه وګوماره.

محمد صادق خان د دې تر څنګ چې په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده اجرا کړې، د پاکستان د صدراعظم د ځانګړي یاور، د باندنیو چارو وزارت د ویاند، د پاکستان د ملي امنیت شورا د غړي او د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه هم کار کړی دی.

ده همداراز په پیکینګ او واشنګټن کې د پاکستان په سفارتونو کې د دیپلومات او په متحده عربي اماراتو کې د مرستیال سفیر په حیث دنده لرلې ده.

تر دې وړاندې اصف درانی د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی و خو درانی تېر کال (د ۱۴۰۲ د جوزا په لومړیو کې) له دې دندې لېرې کړای شو.

صادق خان چې د خیبرپښتونخوا د صوابۍ اوسیدونکی دی، په درو پوهنتونونو کې په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې زده کړې کړي دي.

دی د ۲۰۰۸ له دسمبر څخه د ۲۰۱۴ تر اپریل پورې په افغانستان کې د پاکستان سفیر و. په ۲۰۲۰ کال کې نوموړی د پاکستان له لوري د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وګومارل شو، او د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته یې هم دې دندې ته دوام ورکړ خو په ۲۰۲۳ کې یې له دې دندې لاس واخیست. او ظاهراً یې د کار د پرېښودو دلیل شخصي او کورني مسایل وبلل.

وروسته له دې چې له طالبانو سره د ټي ټي پی پر سر د پاکستان اړیکې سړې شوي، افغانستان ته یې سفیر نه دی ګومارلی او دغه راز یې ظاهراً درانی هم د دې لپاره له افغانستان څخه وروباله چې د طالبانو د حکومت پر پالیسي اعتراض وښيي خو په وروستیو ورځو کې راپورونه وايي چې طالبانو په خوست او ځینو نورو ولایتونو کې د ټي ټي پي ځینې پلوي قوماندانان نیولي او د یو شمېر نورو د تګ راتګ مخه نیولې ده. ښايي د صادق خان ګومارنه د طالبانو د دې ډول اقداماتو په وړاندې د پاکستان د هرکلي یوه نښه وي.

1 COMMENT

  1. دا پنجابی شکله هیڅکله دورانیانو سره مشابهت نلری دا چی افغانستان خاوری باندی د غلیسی امریکا له برکته پنجابیان حکمران شوی دی نو دداسی لعنتی پنجابی مقرریدل د افغانستان لپاره یوازی سمبولیک شکل لری !!!

    پنجابیانو افغانستان د خپلو قاتلو قادیانیو جاهلو وحشیانو چړیانو وسیله سره تر کنترول لاندی دی او افغان ملت ئی د اسلام شعار باندی خاموشه ساتلی دی دا قادیانی چړیان نه مسلمانان دی او نه پښتانه دا قادیانی د پنجاب له خوا د غلیسی امریکا په ډالرو روزل شوی دی او پنجاب غواړی چی ددی چړیانو په وسیله افغان ملت قادیانی کړی او هم افغانستان د پنجابیانو یوه برخه شی، افغان ملت باید د پنجاب دی پنجابیرزالت باندی پوه شی او افغان ملت د پنجاب تربیه شوی غلام چړیان له مینځه وړلو لپاره راپورته کړۍ شی تر څو ددی قادیانیو پلیتو کفارو څخه افغانستان پاک کړۍ شی او اسلام وژغورل شی !!!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب