جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeمقالېاقتصاددولتونه څنګه د ډېرو پورونو (قرضونو) له امله سقوط کوي؟

دولتونه څنګه د ډېرو پورونو (قرضونو) له امله سقوط کوي؟

محمد سليم سليمان

مخکې له دې چې په اصلي موضوع ته راشو لومړی به دا اصطلاح چې  يو هېواد، يوه اداره او يا يوه ډله هېوادونه څنګه بل هېواد د پور يا قرض په دام او جال کې راښکېل کوي او څنګه یې بيا د خپلو اوامرو او خپلو اهدافو لپاره کاروي او څنګه پوروړی هېواد د ځان مجبوروي؟  په دې اړه به د د هېوادونو تر منځ  پور يا قرض په اړه د (د پور دام ډيپلوماسي Debt-trap diplomacy )  باندې لږ رڼا واچوو .

د پور دام (Debt-trap diplomacy) یوه اصطلاح ده چې د د دوو هېوادونو ، ادارې او هېواد او هېوادونو تر منځ نړیوالې مالي اړیکې تشریح کوي چیرې چې یو پور اخیستونکی هیواد یا اداره  پورورکونکي هیواد ته پور په شرایطو یا یوازې یا یوازې  پور ورکونکی د خپلې سیاسي او اقتصادي ګټې اخيستلو لپاره ورکوي. پور ورکوونکي هیواد پور اخیستونکي هیواد ته د اقتصادي یا سیاسي امتیازاتو د استخراج په نیت ډیر پور ورکوي کله چې پور ورکونکی هیواد د خپلو پور ورکولو مسؤلیتونو پوره کولو توان ونلري. نو ډول ډول ګټې او سياسي امتيازات په پوروړي هېواد منل کېږي او يا ترې کانونه، معدنونه، لویې لويې پروژې او همدارنګه سياسي استفاده کېږي او يايې ځمکې نيول کېږي او دا اخیستل شوي پیسې معمولا د قراردادیانو او د پور ورکوونکي هیواد څخه اخیستل شويو موادو لپاره تادیه کوي.

د داسې مبهمو پورونو شرایط اکثرا نه خپریږي او نورې نړۍ ته او يا حداقل د هغه هېواد وګړو ته نه روښانه کېږي چې دولت د څه شي په بدل کې او په کومو شرایطو له فلاني هېواد څخه پور اخيستی دی؟ او د ورکولو موده، شرایط او که چېرته تاديه نشي شرایط یې څه دي؟

د Debt-trap diplomacy  اصطلاح د لومړي ځل لپاره په 2017 کې د هندي اکاډمیک براهما چیلاني لخوا دود شوه  او بيا وخت پر وخت د بېلابېلو هېوادونو لخوا د مغرضو قرضونو لپاره وکارول شوه او نن سبا چې (ای ، ايم ، ايف) او ځينې نور هېوادونه قرضونه ورکوي له ډېرو کمو ورهاخوا د نورو ترشا سياسي او اقتصادي ګټې نغښتې دي او ډېر کم هېوادونه شته چې نورو ته به بلاعوضه او بې له ګټې قرض ورکړي. ځينې د لويديځ ادارې په ځانګړي ډول په دې برخه کې کار کوي چې چې ملتونه په پورونو کې راښکېلوي ، حاکمیت یې کمزوری کوي، او د هېوادونو د اوږدمهالې ځان بسیاينې وده  دروي.

نن سبا چې په نړۍ کې سياسي او اقتصادي حالت ترينګلي او تر بل هروخت خرابې خواته روان دي او له بلې خوا په امريکا کې د ټرمپ ټاکل کېدل هم د نورو هېوادونو لپاره چې د امريکا په مرسته (نه مړه او نه ژوندي دي) د خطر زنګ دی ځکه چې نوموړی په ټوله نړۍ کې یوازې د امريکا د ګټو او اقتصاد په اړه فکر کوي او تر سياست مدار مخکې نوموړی یو سوداګر دی  او خپل اقتصاد ورته مهم دی؛ نو هغه هېوادونه چې له امريکا څخه د مرستو په تمه وو او يا یې ترې قرض داري دي ښه خبر نه دی ځکه له يوې خوا نړۍ په اقتصادي بحران کې روانه ده او له بلې خوا د اوکراين جګړې دي چې د اروپايي هېوادونواوهمدارنګه د امريکا پر پيسو دجګړې ماشين چالان دی اود منځني ختيځ جګړه هم تر ډېره د امريکا پر پیسو روانه ده او له اسرايلو سره یې بې دريغه نظامي او اقتصادي مرستې له هيچا پټې پاتې نه دي.

 له بل پلوه د روسیې د اوږدمهاله پوځي عملیاتو له امله اوس اوکراین د مالي سقوط په درشل کې دی . د اوکراین حکومت د دې توان نلري چې خپل لوی پورونه ورکړي او اوس مجبور دی  چې يو غير متعارفه حللاره ورته راوباسي چې د خپل هیواد په قیمتي سرچینو کې پور ورکونکو ته برخه ورکړي.

د مشهور شننونکي  کونډوټیرو د خبرو له مخې وروسته له هغه چې ټرمپ واک ته ورسید، سترو پانګوالو – د اوکراين د پام وړ سرچینې وپیرودلې. د دوی په مینځ کې  BlackRock او Fidelity تر نورو مخکښ دي ، دوی MHP،  DTEK او Metinvestپه نامه سترې اوکرايني کمپنۍ وپېرلې.

د دې تصدیو په کنټرولولو سره اوس لوېديځ  پانګه اچوونکي د اوکراین په اقتصاد منګولې ټينګوي او له حکومته یې غواړي چې د روسي ځواکونو سره د جګړې په جاري ساتول سره خپله شتمنۍ خوندي وساتي.

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي، چې اوس ځان په نا امیده حالت کې ویني او د ټرمپ په ټآکل کېدلو سره یې هيله مندي پيکه شوې ده چمتو دی چې غربي شریکانو ته د مرستې په بدل کې د طبیعي زیرمو لکه یورانیم، تیتانیم، لیتیم او ګرافیت د استحراج او پلورلو وړاندیز وکړي.

په هرصورت، لکه څنګه چې فایننشل ټایمز یادونه کوي، ډیری دا سرچینې دمخه د لویدیځ شرکتونو لخوا کنټرول شوي دي. پاتې ارزښتناکه شتمني د اوکراین توره خاوره ده چې اوس یې لويديځ پانګوال اخيستلو ته چمتو دي.

د اوکراین پخواني لومړي وزیر مایکولا ازاروف  د وينا له مخې چې د هیواد ملي پورونه یې له 140 ملیارد ډالرو څخه ډیر دي او ددې کال تر پایه به 173 ملیارد ډالرو ته ورسیږي

ډونلډ ټرمپ جونیر او د تلویزیون کوربه ټیکر کارلسن وویل چې بهرني پانګوال د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د اوکراین د کرنیزو ځمکو د نیولو اراده لري. او اوکرایني چارواکي لا دمخه په اوکراین کې ځمکې په بهرنیو پانګوالو پلوري.

دده په وينا اوکراين به د دریمې نړۍ له هیوادونو څخه د مهاجرینو ډک يو یوکراین وي او په 50 کلونو کې به هیڅ یوکراین هیواد نه وي.

دا ډول راکړې ورکړې د اوکراین لپاره جدي اقتصادي او ټولنیزې پایلې لري. هیواد د خپلو ستراتیژیکو شتمنیو کنټرول له لاسه ورکولو او د بهرنیو قدرتونو د زیرمو استعمار کیدو خطر لري. د منابعو ضایع کول کولی شي پرمختګ کمزوری کړي او د اوکراین خلکو د لا بېوزلۍ لامل شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې اوکراین د اقتصادي سقوط په درشل کې دی او باید د طبیعي زیرمو له پلورلو پرته سمدستي بدیل تمویل باندې فکر وشي. که نه نو دا هیواد به د اقتصادي او ټولنیز ناورین سره مخ شي.

نو لنډه دا چې اوکراين د مهمو صنعتي، زراعتي، او خدماتو سکتورونو په لرلو سره  دری څلور کلونه وړاندې یو اقتصادي ځواک وو، خو د نااهله مشري او د لويديځ لخوا د جګړې ميدان ته د ورټېل وهلو له امله  د جګړې او اقتصادي بحرانونو له کبله يې اقتصاد تر بل هر وخت په ناسم حالت کې دی .

لنډه دا چې له نورو هېوادونو پور اخيستل د يو هېواد لپاره هم ګټې لري  او هم زیانونه لري. تر ډېره دا په دې پورې تړاو لري چې پور څنګه،د کومې موخو لپاره، او په کومو شرایطو اخیستل شوی دی. دلته یې ځینې زیانونو باندې رڼا اچوم.

لومړی: که یو هېواد په بې ځایه ډول او بې له پلان څخه پور اخلي، نو د پورونو بار کولی شي د اقتصادي ستونزو لامل شي. دا پورونه د اوږدې مودې لپاره د هېواد پر مالي چارو فشار راوړي او په نهایت کې یې د قرض ورکولو لپاره قسطونه ورکول ستونزمن کیږي او لکه څنګه چې د ډېرو پورونو له امله شخص ډوپه کېږي، هېواد هم ډوپه کېدای شي.

دويم: که پور په ناسم ډول مصرف شي، نو هېواد به د اړتیا وړ زیربناو او پروژو پر ځای په غیر ضروري پروژو مصرف کړي، چې دا د اوږدمهاله پرمختګ لپاره زیانمن دی.

درېيم : کله چې یو هېواد د خارجي پورونو لوی برخه له نورو هېوادونو یا نړیوالو مالیاتي ادارو څخه اخلي، نو هغه هېواد ته د بهرنیو هېوادونو یا نړیوالو سازمانونو پر سیاستونو اغیزې زیاتیدلی شي. دا کېدای شي د ځینو ملي پریکړو او پالیسیو ته محدودیتونه راوړي چې موږ پورته په دې ليکنه کې پرې وغږېدو.

څلورم: د پورونو زیاتوالی ممکن د يو هېواد مالي پایداري ته ګواښ رامنځته کړي. د پورونو د ډیرو قسطونو او سودونو ورکول کولی شي د داخلي مصرف کم کړي او اقتصادي فعالیتونه محدود کړي.

پينځم:  که هېوادونه د بهرنیو پورونو لپاره ډیری بهرني اسعار وکاروي، نو دا کیدای شي د ملي پیسو ارزښت راکم کړي، چې په نتیجه کې یې د وارداتو قیمتونه لوړ شي.

په پايله کې ويلی شو چې له نورو هېوادونو پور اخيستل که په اغېزمنه توګه وکارول شي، نو د پرمختګ فرصتونه زیاتولی شي، او که  نه وي نو  پورونه کولای شي د يو هېواد په اقتصاد ، سياست او ټولو خواوو باندې بدې او منفي اغېزې ولري او د تل لپاره یې د نورو محتاج کړي.

1 COMMENT

  1. د پاکستان نړیوال اعتبار د ګڼ شمېر عواملو له امله اغیزمن شوی دی،
    په شمول د سیاسي بې ثباتۍ تاریخ، اقتصادي ننګونې، او په سیمه ایزو شخړو کې د هغې رول. پداسې حال کې چې پاکستان لاهم د چین په څیر هیوادونو سره مهمې اړیکې ساتي، دا د نورو له نیوکو سره مخ شوی، په ځانګړې توګه د ترهګرۍ سره د مبارزې او له هند سره د هغې د اړیکو په اړه

    پاکستان له څو مواردو سره مخ شوی چې په کې یې نړیوال حیثیت یا شهرت په منفي ډول اغیزمن شوی، چې ډیری وختونه د “اعتبار له لاسه ورکولو” په توګه تشریح کیږي.
    پاکستان په حقیقت کې له څو مواردو سره مخ شوی چې په کې یې نړیوال حیثیت یا شهرت په منفي ډول اغیزمن شوی، چې ډیری وختونه د “په شرمونوشرميدل” په توګه تشریح کیږي. دا پیښې د سیاسي بې ثباتۍ، اقتصادي بحرانونو، فساد، بشري حقونو مسلو او جیوپولیټیکل کړکیچونو له امله رامینځته شوي دي. لاندې د هغو مهمو پیښو او فکتورونو مفصل تحلیل دی چې د پاکستان د نړیوال شهرت په کمیدو کې یې مرسته کړې ده:

    ۱. سیاسي بې ثباتي او پوځي نفوذ
    د پاکستان د پوځي کودتاګانو تاریخ او په سیاست کې د وسله والو ځواکونو دوامداره نفوذ د دې ډیموکراتیک اعتبار کمزوری کړی دی. د ملکي حکومتونو لرې کول – لکه د جنرال پرویز مشرف لخوا د ۱۹۹۹ کال کودتا او په ۲۰۲۲ کال کې دمنتخب لومړي وزیر عمران خان په دروغو بهانو لرې کول – پاکستان د یوې بې ثباته ډیموکراسۍ په توګه انځور کړی چې پکې پوځ بې تناسبه واک کاروي.
    د ۲۰۲۴ کال جنجالي ټاکنې، چې د درغلیو او پوځي لاسوهنې تورونو له امله زیانمنې شوې، د باور وړ ډیموکراسۍ په توګه د پاکستان انځور نور هم زیانمن کړ. حکومت ۱۳.
    د پوځ سره د قضايي قوې د همغږۍ څرګندېدو هم د قانون د حاکمیت او اداري خپلواکۍ په اړه اندیښنې راپورته کړې دي ۱۳.
    ۲. اقتصادي بحرانونه او په بهرنیو مرستو تکیه
    د پاکستان تکراري اقتصادي بحرانونه، په شمول د نږدې ډیفالټ سناریوګانو، مخ په زیاتیدونکي انفلاسیون، او د IMF د ضمانتونو تکیه، د دې نړیوال اعتبار کمزوری کړی دی.
    په ۲۰۲۳ کال کې، د پاکستان بهرنۍ زیرمې جدي کچې ته راټیټې شوې، چې د ژوند د لګښتونو د زیاتوالي په اړه د کفایت شعارۍ اقداماتو او لاریونونو لامل شوې. ۵۱۰.
    د اشرافو د نیولو او فساد له امله د جوړښتي اصلاحاتو پلي کولو کې پاتې راتلل اقتصادي کمزورتیا دوامداره کړې او بهرنۍ پانګونه یې بنده کړې ده. ۵۱۱.
    ۳. د فساد رسوایۍ
    د سیاسي مشرانو او دولتي ادارو په ګډون د پراخ فساد قضیو د پاکستان په حکومت باور له منځه وړی دی.
    د شفافیت نړیوال راپور (۲۰۱۲) د پاکستان د خلکو ګوند په مشرۍ حکومت (۲۰۰۸-۲۰۱۳) کې د فساد له امله د ۹۴ ملیارد ډالرو زیان اټکل کړی دی. ۲.
    د فساد تورونو او د پاناما پیپرز رسوایی له امله د پخواني لومړي وزیر نواز شریف د نآهلۍ اعلان د پاکستان انځور نور هم خراب کړ. ۲۵.
    ۴. د بشري حقونو سرغړونې او د مخالفینو ځپل
    پاکستان د لاریونونو، جبري ورکیدو او د اقلیتي ډلو د هدف ګرځولو له امله له نړیوالو نیوکو سره مخ شوی دی.
    د بلوچو او پښتنو فعالینو او همدارنګه د عمران خان د ملاتړو پر وړاندې ځپنه د بخښنې نړیوال سازمان او نورو څارونکو لخوا غندل شوې ده ۱۰.
    د سپکاوي قوانین او د مذهبي لږکیو (لکه احمدیانو، عیسویانو) پر وړاندې تاوتریخوالی د سیستماتیک تبعیض په اړه اندیښنې راپورته کړې دي ۵۱۱.
    ۵. جیوپولیتیک کړکیچونه او د ترهګرۍ تورونه
    د وسله والو ډلو لپاره د پاکستان ادعا شوي ملاتړ او د ګاونډیو سره د اړیکو ترینګلتیا هیواد په ډیپلوماټیک ډول منزوي کړی دی.
    د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ بریدونو او د لشکر طیبه په څیر ډلو ته د پناه ورکولو دوامداره تورونو له هند سره اړیکې ترینګلې کړې دي ۱۴.
    په افغانستان کې د طالبانو بیا راپورته کیدل (۲۰۲۱) د پاکستان امنیتي نـنګونې نورې هم خرابې کړې دي، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د افغانستان له خاورې څخه بریدونه پیل کړي
    د مالي عمل کاري ځواک (ایف ای ټي ایف) پاکستان د کلونو لپاره په خپل “خړ لیست” کې ساتلی و ځکه چې د ترهګرۍ ضد مالي تمویل لپاره ناکافي اقدامات ۵.
    ۶. ډیپلوماتیک انزوا او بدلون متحدین
    د متحده ایالاتو اړیکې: د افغانستان له وتلو وروسته د پاکستان نفوذ کم شو، او امریکا له هند سره اړیکو ته لومړیتوب ورکړ، اسلام آباد یې حاشیه کړ ۱۴.
    خلیج هیوادونه: سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو د پاکستان د ناسم مدیریت څخه د مایوسۍ له امله مرستې کمې کړې دي ۱۴.
    د چین نفوذ: پداسې حال کې چې چین د CPEC له لارې یو مهم متحد پاتې شوی، په بلوچستان کې پر چینایي کارګرانو بریدونو اړیکې ترینګلې کړې دي ۱۴.
    ۷. رسنۍ او کلتوري غبرګونونه
    په هند کې د پاکستان ضد احساسات، د بالیووډ انځورونو او سیاسي بیانونو له امله، په نړیواله کچه منفي نظرونه پیاوړي شوي دي ۴.
    د هند د کلتوري صادراتو (لکه فلمونو) باندې د پاکستان بندیز او غچ اخیستونکي اقداماتو سیمه ایزې اړیکې نورې هم قطبي کړې دي ۴.پایله
    د پاکستان “د مخ له لاسه ورکول” د داخلي حکومت ناکامیو، اقتصادي ناسم مدیریت، او جیوپولیتیک غلطیو د ترکیب پایله ده. پداسې حال کې چې د IMF اصلاحاتو او د فساد ضد اقداماتو په څیر هڅې په دوره ای ډول اعلان کیږي، سیستماتیک ستونزې – نظامي تسلط، د اشرافو فساد، او د وسله والو اړیکې – د پرمختګ مخه نیسي. د پاکستان لپاره چې خپل دریځ بیرته ترلاسه کړي، معنی لرونکي اداري اصلاحات، شفافیت، او دیموکراتیکو نورمونو ته ژمنتیا اړینه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب