کلونه وړاندې په یوه کلي کې د یوه سړي ښځه د زېږون پر وخت له سخت حالت سره مخ شوه، د کلي داعیې (قابله) د ښځې مېړه ته وویل: ماشوم د مور په نس کې اوښتی، زېږون یې سخت دی، ژر یې روغتون ته ورسوه، ښځه دې مړه کېږي، د ښځې مېړه په ځواب کې وویل: « په روغتون کې ټول ډاکتران نران دي هغوی به ولادت ورکوي؟ نه، نه روغتون ته یې نه وړم، پرېږده چې مړه شي ښځه نو چیشی ده، بله به وکړم.»
د طالبانو د اسلامي امارت د غایب امیر د وروستي فرمان په اورېدو ماته د هغه سړي خبره را یاده شوه او د طبي زده کړو د بندېدو د وروستي امر ثاني فرمان قطعي امر هم همدا خبره څرګندوي چې د ښځو ژوند دومره مهم نه دی پرېږده چې مړې شي.
په اسلامي امارت کې ښځې که په ولادت مري او که په بل رنځ مري په طالبانو یې څه، ځکه دوی دولت لري، قدرت لري، زور لري، وحشت لري، بله ښځه به وکړي، یوه نه پوره څلور به وکړي او که څلور ښځې یې هم په ولادت مړې شي، څلور نورې به وکړي ځکه اوس مهال د افغانستان د نجونو خالق او مالک همدا رژیم، د رژیم چارواکي او جنګیالي دي.
په اسلامي امارت کې هره ورځ د دویمو او څلورمو ودونو ډولونه وهل کېږي، ښځې دي، عیاشي ده، د جنت د عشقونو خیالونه دي او د شرابو په حوضونو کې غسلونه دي، ملا دی او واده دی نور هېڅ نه شته.
په افغانه ټولنه کې یوه اصلاح ده چې ملا ته ښځه او حلوا ورکړه نور هېڅ نه غواړي، هو، ملا ښځه غواړي ځکه د ملا فطرت عیاش دی او ښځه یوازې عیاشي ته غواړي، ملا ښځو ته نه ښوونځی غواړي او نه کار، نه مدرسه او نه شریعت، دوی غواړي ښځه وچه نالوستې وي، یوازې دوی ته سینګار کړې وګرځي، فرمانبردارې وکړي او دوی په بستره کې خوښ وساتي، تر دې ورها خوا بل هېڅ فکر، قانون او شریعت نه شته او که شریعت شته یوازې د شخصي مزاج پرستۍ شریعت دی چې په ښځو پلی کېږي.
د نجونو د طبي زده کړو د بندیز په اړه مې د حاکم رژیم د ملاتړو نظرونه په ټولنیزو رسنیو کې ولوسته. یو نظر ډېر جالب او خندونکی و: « ښه وشو چې دا زده کړې هم بندې شوې ځکه په روغتونو کې نرسانې او ډاکترانې له یو بل سره خبرې او ټوکې کوي. په روغتون کې زما عملیات کېده، ډېر نشه نه وم (بې هوش نه وم). د عملیات پر وخت، ما د ډاکترانو او نرسانو خنداګانې او ټوکې اورېدلې چې ډېر غیر شرعي کار و.»
د دې نظر په لوستلو د انسان زړه غواړي ښه په زوره وخاندي خو د خندا نه د ویر ځای دی ځکه د نیمه بې هوش ناروغ شخصي مزاج د ډاکترانو او نرسانو په خبرو دردېدلی او د همدې درد د کمولو له پاره یې د طبي زده کړو پر بندیز خوښي کړې وه.
د ۱۴۰۳ ل کال د لېندۍ میاشت نیمه شوې او لېندۍ هغه میاشت ده چې د هېواد د اکثرو ولایتونو د ښوونځیو او پوهنتونونو کلنۍ ازموینې به اخیستل کېدې، دې میاشتې یوه ځانګړې خوښي لرله ځکه دا میاشت د ارتقا میاشت وه، بل ټولګي ته د تګ او یا د فارغت میاشت وه خو سږ کال د لېندۍ په نیمایي کې د جهالت مخ پټې بلا د نجونو اخرنۍ هیلې هم ووژلې. د جهل سرلښکر یو ځل بیا نجونې د بې علمۍ په ګور کې ژوندۍ خښې کړې او د خپل دین له دغه ایت یې هم حیا و نه کړه:« وَ اِذَا الْمَوْؤُدَةُ سُئِلَتْ بِاَیِّ ذَنْبٍ قُتِلَتْ.»
ژباړه: « د قیامت په ورځ به له هغو نجونو پوښتنه وشي، په کوم جرم ژوندۍ خښې شوې وې؟» سوره التکویر، ۸- ۹ ایت.
۱۴ سوه کال مخکې د عربو یوې جاهلې قبیلې له نجونو څخه کرکه کوله او له زېږون څځه وروسته به یې ژوندۍ خښولې. د دې خبرې ثبوت د قرانکریم په دې مبارک ایتونو کې داسې راغلی: « وَ اِذا بُشِّرَ اَحَدُهُمْ بِالْاُنْثی ظَلَّ وَجْهُهُ مُسْوَدًّا وَ هُوَ کَظیمٌ (۵۸) یَتَواری مِنَ الْقَوْمِ مِنْ سُوءِ ما بُشِّرَ بِهِ اَ یُمْسِکُهُ عَلی هُونٍ اَمْ یَدُسُّهُ فِی التُّرابِ اَلا ساءَ ما یَحْکُمُون.» (۵۹)
ژباړه: « هرکله چې دوی ته دا زیری ورکړل شي چې په کور کې یې لور زېږېدلې، د دغه بد زیری په اورېدو یې مخ له ډېرې غصې تور شي، له خپل قوم او قبیلې څخه پټېږي (نه پوهیږي) چې دا شرم ومني او یا یې په خاورو کې پټ کړي؟ دوی څومره بد قضاوت کوي.» سوره النحل، ۸۵ – ۵۹ ایتونه
الله ج په دې ایتونو کې د نجلۍ زېږون ته د زیري کلیمه کارولې ده یعنې د لور زېږون زیری او رحمت دی. د همدې رحمت د ژوغورلو له پاره الله ج د عربو د جاهلې قبیلې په مظلومو نجونو د حضرت محمد ص د راتګ زیری وکړ او د بشر ناجي ته یې د دغه جهالت د ختمولو رسالت وروبښل. هغه شفاعت کوونکې او مهربان ذات عربي نجونې وژغورلې خو ۱۴ سوه کاله وروسته چې د ژوندي خښولو تصور هم سخت دی، په واقعیت کې وینو چې د جهالت سر لښکر یو ځل بیا د نجونو اخري هیلې ژوندۍ خښوي او دا ځل عربې نه افغانې نجونې ژوندۍ ذلیلې کېږي، خرڅېږي، وهل کېږي، جنسي تېري پرې کېږي او د فرض علم دروازې یې پر مخ ټړل کېږي.
په تېرو دریو کالونو کې افغانې نجونې د کور د څلورو دېوالونو بندیوانې دي لکه ژوندۍ چې خښې دي. دوی د قبر عذاب په خپلو سترګو ویني او دا تمه هم نه لري چې بل شفاعت کوونکی پیغمبر به راشي او دوی به وژغوري ځکه د پیغمبر د راتلو سلسله ختمه شوې.
د عربي نجونو له ژوندۍ خښېدو ۱۴ سوه کاله وروسته په ټوله نړۍ او په اسلامي هېوادونو کې ښځینه قشر په خپل مزاج د خپل هېواد د قانون لاندې با عزته ژوند کوي، څوک حجاب کوي څوک یې نه کوي، څوک کار کوي څوک یې نه کوي. د هرې ټولنې وګړې په خپله خوښه ژوند کوی او د خوشحال بابا په خبره «هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه…» خو د اسلامي نړۍ په اسلامي امارت کې دا قانون او قاعده نه شته چې هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه…
د جهالت سر لښکر د خپل شخصي مزاج په شریعت کې د ښځو د وجود منلو ته تیار نه دی او د ښځو وجود یوازې د خوب په بستره کې په یوې نه په څلورو نکاحو کې غواړي. د جنسي لوږې دا مستانه سرلښکر د ښځو په هکله د اسلامي شریعت او قانون بل هېڅ حکم نه مني او د علم د حصول په هکله د دې ایت له تفسیر څخه هم منکر دی:
« ٱقۡرَأۡ بِٱسۡمِ رَبِّكَ ٱلَّذِي خَلَقَ (۱) خَلَقَ ٱلۡإِنسَٰنَ مِنۡ عَلَقٍ (۲) ٱقۡرَأۡ وَرَبُّكَ ٱلۡأَكۡرَمُ (۳) ٱلَّذِي عَلَّمَ بِٱلۡقَلَمِ (۴) عَلَّمَ ٱلۡإِنسَٰنَ مَا لَمۡ يَعۡلَمۡ (۵) … الله ج د قرانکریم په لومړنۍ ایتونو کې د «ولوله» امر کوي او په دې خبره تاکید کوي چې ما انسان ته علم ور زده کړ او دا علم مې په قلم ور زده کړ، هغه انسان ته مې علم ور زده کړ چې په هېڅ نه پوهېده. د قرانکریم د العلق په مبارکې سورې کې مخاطب انسان دی او انسان ښځې او نر دواړو ته ویل کېږي. یعنې الله ج دواړو ته علم ور زده کړی، د دغو ایتونو په ژباړه او تفسیر کې داسې څه نه تر سترګو کېږي چې د جنسیت (مونث او مذکر) یادونه شوې وي، نه د علم نوعیت ښودل شوی او نه دا ویل شوي چې اې نره ولوله یا ما نر ته علم ور زده کړ. همدارنګه په متعددو نبوي حدیثونو کې په زده کړو او د علم په حاصلولو تاکېد شوې دی. په نبوي حدیثونو کې هم د جنس مسله مطرحه نه ده او مخاطب انسان دی خو طالباني شخصي مزاجونه دي چې د الله ج قانون یې تر پوښتنې لاندې راوستی.
د څو لسیزو جګړو افغانستان د شخصي مزاجونو قرباني کړ، هر حاکم چې راغی هغه څه چې د ده نه خوښېده نورو ته یې هم نه خوښوه او له حاکم وروسته ټول ملت په همدې شخصي مزاج خوښونه اخته شو. هر نر ښځې ته هغه څه خوښوي چې د ده خوښ وي، هغه ښځه که خپله وي که پردۍ خو د مجاهد، طالب، خلقي، پرچمي، دیموکرات او د سیکولر د شخصي مزاج په دایره کې به ګرځې او که نه ګرځي بیا یې لکه طالبان په کور کې بندوي یعنې په ګور کې یې ژوندۍ خښوي.
د شخصي مزاج خبره ځکه کوم چې په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو اختلافي نظرونه تر سترګو کېږي، ځیني د غایب امیر فرمانونه سم ګڼي او اطاعت یې کوي، ځیني یې شخصي مزاج ګڼی. د شخصي مزاجونو په دې اختلافاتو کې چې هر څه دي د افغانې نجلۍ تر ستونۍ د زندۍ کولو رسۍ ده چې تاوېږي.
د واک غوښتنې جهادي جګړو پر افغان فرهنګ او ټولنه تر ټولو ډېره منفي اغېزه کړې او افغانه ټولنه یې د شخصي ذوقونو او مزاجونو د منلو او تپلو په زندان اړولې ده. یقینا دا کار په شعوري دول تر سره کېږي چې سر او پای یې هم معلوم دی. د قدرت ساتنې، شخصي ګټې اخیستنې او مزاج پرستي دا امرونه له دین او فرهنګ سره هېڅ تړوا نه لري ځکه د اسلام دین او افغان فرهنګ ټولو ته معلوم دی چې د بیا تشریح کولو اړتیا نه لېدل کېږي.
پر افغانه ټولنه او فرهنګ د شخصي مزاجونو تپل د فرهنګ او ټولنې بربادي ده او په دې فرهنګي بربادۍ کې، فرهنګي، فرهنګي پاتې نه شو، روڼ اندی، روڼ اندی پاتې نه شو، حقوقي مبارزین، مبارزین پاتې نه شول، سیاستمدار، سیاستمدار پاتې نه شو او همدوی وو او دي چې فرهنګ یې په شخصي مزاج دې حده ته راټیت کړ چې د ابوجهل هډونه یې وشرمول. د شخصي مزاج سلیقوي رویې نجونې او ښځې یوه داسې بد حالت ته ورسولې چې د ښځو د حقونو رښتني غږونه هم د پروژیي په پیغور ډب کېږي.
د شخصي مزاج پرستي وروستی فرمان چې امر ثاني هم ورته ویلای شو د ټولنې د نیمې برخې (ښځو) اخرني سا هم وایسته. د نجونو د هیلو مشالونه تت او نازولي وجودونه یې د کور په تیارو کې بند شول، په دې ټولو ناهیلیو کې دا هیله هم نه لري چې د ښځې خلق کوونکی مالک به پیغمبر راولېږي او دوی به وژغوري.
۴۰ میلیونه وګړي چوپ دي، هېڅوک غږ نه کوي ځکه که غږ وکړي، حاکم وحشت یې هدوکي ورماتوي او څرمن ترې باسي. په دې ناهیلۍ کې یو څوک هم نه شته چې تمه ترې وشي، ټول د شخصي مزاج د خرابېدو غم اخیستي او هر یو د سر ساتنې فرض پر ځای کوي. د مبارزې او پاڅون لښکر هم ویده دی، هېڅ هیله نه شته او هېڅوک له ځانه دا پوښتنه نه کوي چې تر کله به سرونه ټیټ ساتي او د خپلو لوڼو سوې سوې اسویلې به اوري؟ ۴۰ میلیونه وګړي ۵۰ زرو داړمارنو یرغمل کړي، د ډار او وحشت په هېواد کې د افغانو نجونو وړې وړې سلګۍ اورېدل کېږي خو دا سلګۍ د هېواد خاموشي نه شي ماتولای .
د ۴۰ میلیونو وګړو هېواد چوپ دی، هېڅوک غږ نه کوي چې تر کله به سرونه ساتو او د نجونو وړې وړې سلګي به اورو. د ملي شهید ګیله من وزیر دا شعر د وطن د خاموشۍ تصویر څومره ښه انځوروي:
په نجونو مو کړې بند د مکتبونو دروازې
په تاسو دې شي بند د جنتونو دروازې
زموږ د خویندو، مېندو، ماشومانو پر بد حال
ګواه دي د پنجاب د زندانونو دروازې
وطن کې بلا ګډه ده، بد حال دی وطنداره!
موږ پورې په ماښام کړو د کورونو دروازې
…
د ډسمبر ۴ مه، ۲۰۲۴ کال، برمتون ښار، کاناډا
محترمې خور پاکیزه آرزو د جاهل بدوی ملا مزاج ښه څیړلی او همداسی ملا په همدی تربیت او ظرفیت د استخباراتی لوبو او ملت وژنی لپاره ښه ارزان مزدور ثابت شو او دا ډول ملا هیڅکله د دین
او انسانیت حق او امانت نشی اداء کولی ځکه مهم اصل د اماناتو د سپارل اهل ته یی له امیر تر عادی ملیشه فوت شوی او دا یی د امیر فرمانونه او هغه یی ملیشه چي پر لار رویانو لکه وحشی داړونکې ورغورزی او د ټوپک په میل خبری کوی او اکثرا ماده یا د انسانیت جوړونکی عناصر ډیر کم او بهیمی اړخ یی غالب ښکاری نو ځکه هر کار تری شړیږی او د مکارم اخلاق او انسانیت په ډګر کی تل قرضداره او غریب راوځی.
پاکيزې جاې،
د مزاج پرستۍ شريعت د نرواکۍ زورازموينې هغه قانون دی چې تر ډېره يوازې پر ښځينه وو عملي شوی او کيږي.
موږ چې لوستې يو، يو څه نا څه به وليکو/ووايو، څه به ولولو اما په مقابل کې به يې په هر رنګه بد نوم محکومې کيږو، ځکه شا ته مو د پوښتنې او نه هم د همدردۍ څوک شته، که واې په درو کالونو کې به يوه لس کسيزه مظاهره کوونکې د نارينو ډله ليدلې واې چې د لوڼو، خويندو د ښوونځيو د پرانيستلو او يا يې د خويندو او ميندو د کار او نورو آزاديو له پاره په کوڅې يا بازار کې غږ پورته کړی واې.
ليکنه دې ډېره زوره او دردمنه ده او هيله لرم چې زموږ د خلګو د سد عمق ته هم ورسيږي او ويده وجدانونه، ننګ او غيرت يې لږ را بيداره شي!
مننه له ښايستې ليکنې نه دې.
راووځي.