تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۰ مه) د چټجي پيټي جوړونکي شرکت اوپناېآی د مصنوعي ذهانت خپل نوی ماډل چې متن په ویدیو بدلولی شي، وړاندې کړ.
د “سورا” په نوم دغه پروګرام اوس د چټجيپيټي پلس او پرو د کاروونکو لپاره دی او کولی شي تر ۲۰ ثانیو پورې ویدیوګانې جوړې کړي.
اوپناې آی په لومړي ځل د روان میلادي کال د فبرورۍ په میاشت کې له متن څخه د ویدیو جوړولو ماډل معرفي کړ، خو یوازې محدود شمېر کاروونکو ته یې دا اسانتیا برابره کړې وه.
دغه شرکت په یوه بلاګ کې لیکلي:
“موږ د بېلابېلو کاروونکو لپاره د مناسبې بیې په ټاکلو کار کوو او پلان لرو چې د راتلونکي کال په لومړیو کې دا بیې وړاندې کړو.”
د دې نوي ځیرک ماډل په وسیله کاروونکي کولی شي چې په ۱۰۸۰p کیفیت سره تر ۲۰ ثانیو پورې اوږدې ویدیوګانې جوړې کړي.
اوپناېآی زیاته کړې چې د احتمالي سو استفادې د مخنیوي لپاره یې داسې تدابیر نیولي چې د “سورا” له لارې د زیان رسوونکو موادو لکه د ماشومانو د جنسي ناوړه ګټه اخیستنې او جنسي “ډیپفیک” جوړولو مخه ونیسي.
دغه شرکت، چې د مایکروسافټ ملاتړ ترلاسه کوي، په نوومبر ۲۰۲۲ کې د چټجيپيټي په وړاندې کولو سره د مصنوعي ذهانت په برخه کې یو ستر بدلون رامنځته کړ.