تاند (سې شنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۰ مه) د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د سالنګونو لویه لاره د وروستیو ورځو د واورې د اوریدو له امله د لویو بار وړونکو او پوځي موټرو پر مخ تړل شوې ده.
دغه وزارت ویلي چې فرعي لارې د یخنۍ له امله د زیات ترافیک لپاره مساعدې نه دي.
د ټولګټو وزارت د دوشنبې په ورځ، د لیندۍ ۱۹مه، په یوه خبرپاڼه کې لیکلي:
“د سالنګونو لویه لاره د مسافر وړونکو لویو وسایطو لکه ۲۰۲، ۳۰۳، ۵۸۰، مرسدیس، فلاینکوچ، تونس، لویو نظامي وسایطو او نورو لویو وسایطو لپاره د مرغومي تر ۴مې نیټې پورې تړل شوې ده.”
دغه وزارت زیاته کړې چې د مرغومي په ۴مه نیټه به د سالنګ لویه لاره د موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شي او له هغو موټر چلوونکو چې په کوچنیو موټرو کې سفر کوي غوښتنه کوي چې له دې لارې څخه د تېرېدو پر مهال د خوندیتوب وسایل له ځان سره ولري.