تاند ( سه شنبه د لیندۍ/ قوس ۲۰مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د ډسمبر ۱۰مې د بشر حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت که څه هم ښه شوی،خو د بشر حقونو خوندیتوب لا هم په خطر کې دی او نجونې او ښځې یې لویه بیه پرې کوي.
یوناما په افغانستان کې له کار او زده کړو د نجونو پر محرومېدو هم اندېښنه ښودلې ده.
په خبرپاڼه کې د یوناما مشرې روزا اتونبایوا له قوله ویل شوي، طالب چارواکي باید په خپلو هڅو سره د ګډو ارزښتونو او اصولو د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.
هغې ویلي، له واک سره مسوولیت هم مل وي.
بل لورته د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي،چې طالبان د بشري حقونو تامین ته ژمن دی.
سیف الاسلام خیبر زیاته کړې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت د لسګونه زره کسانو له بشري حقونو د سرغړونې مخنیوی کړی دی.
روزه اوتانبیوا لکه پخوانی داخله وزیر علی احمد جلالی غونډاری ولی
یونا ما تل دافغانستان په هکله دوه ګونی سیاست لوبولی لکه خلیل زاد چې افغانانو سره په هرکور کې پټې اوښکاره مشورې درلودې حتی له حکومتی سیستم سره نابلد طالبان یې دپټو دروازو تر شا تېر وستل .
د یوناما ټول غړۍ ډوډۍ خواره، چاپلوس، کاسه لیس، دوه مخی لکه رکشا چلونکی پاکستانی موقع شناس ول او دی . دیوناما دغه موږکه ددوحې هوکړه لیک کې نه وه ناسته؟