شنبه, جنوري 18, 2025
Home+د اسلامي تصوف د بشر پالنې احساس او د عبدالقادر خټک شاعري

د اسلامي تصوف د بشر پالنې احساس او د عبدالقادر خټک شاعري

لیکوال: سراج احمد حبیبي

تصوف د نړۍ په ټولو دینونو او مذهبونو کې موجود دی، هر دین او مذهب د خپل فطرت سره سم هغه خپل کړی دی؛ خو د اسلام مبارک دین چې په کومه بڼه هغه د خپل وجود برخه ګرځولی او نړۍ ته یې ورپېژندلی، ساری به یې په بل هیڅ یوه دین او مذهب کې ونه لیدل شي؛ ځکه په نورو ټولو دینونو کې تصوف یا د فلسفې او مادي افکارو تر سیوري لاندې پالل شوی او یا د وچ زهد او رهبانیت خوا ته سوق شوی دی؛ خو د اسلام په مبارک دین کې چې د هغه کوم تصویر وړاندې شوی دی، هغه له دې دواړو څخه پاک او سپېڅلی دی.

په اسلامي تصوف کې د اسلام د مبارک دین سوله ییز او ټولمنلی تصویر وړاندې شوی دی، هغه تصویر چې په صدر اسلام کې ټول اصحاب کرام(رض) تابعینو(رح)او تبع تابعین(رح) ورباندې کلکه عقیده درلوده، خو تر دوی مبارکانو وروسته په یوه او بل شکل د اسلام دا ټولمنلي او سوله ییز تصویر ورو ورو پیکه شو او اوس دا دی تقریباً چورلټ له منځه تللی دی. ځکه اوس په ډېره سپین سترګۍ سره یو څوک چې د اسلام تر ټولو سرسخت ګروهمن هم ځان ښيي، درته وایي به چې: ” اسلام د تورو تر چتر لاندې تر دې ځایه را رسېدلی دی.” او خپلې همدغه عقیدې ته به بیا دلایل هم تراشي او حتی د عمل په ډګر کې به یې د پلي کولو هڅه هم کوي.

دوی د الهي ستر کلام قران عظیم الشان د دې ایت پر سپېڅلي مفهوم سترګې پټوي چې : ” … ان الله لا یحب المعتدین” یعنې … الله سبحانه وتعالی زیاتي کوونکي او ظالمان کسان نه خوښوي.

دوی د حضرت رسول اکرم(صلی الله علیه وسلم) د حدیبې په سوله ییز تړون او د هغه مبارک(صلی الله علیه وسلم) پر هغه وینا سترګې پټوي چې کله به یې د جهاد لپاره اصحاب کرام(رض) چېرته لېږل، نو تر هر څه وړاندې به یې ورته دا وصیت کاوه چې ګورئ: ” ماشومان ، ښځې او سپین ږیري به نه وژنئ او آبادۍ به نه ورانوئ!” دغه راز د هغه مبارک(صلی الله علیه وسلم) پر هغه سپېڅلې وینا هم چې همدغه خپلو رښتینو یارانو او اصحابو کرامو(رض) ته به یې ویل: ” د نورو ادیانو د پیروانو خدایانو ته بد مه ویاست! ځکه هغوی به بیا ستاسو خدای ته بد وایي.”

صحابه و کرامو(رض) د خپل ژوند په هر دم او قدم کې د الله سبحانه وتعالی او د هغه د رسول(صلی الله علیه وسلم) پورتني ارشادات په نظر کې نیول، حضرت علي(کرم الله وجه) په یوه غزا کې خپل حریف څملولی ؤ، خو هغه يې پر مخ لاړې ور تف کړې، ده سم له واره هغه پرېښوده او ورته ویې ویل چې ته ما د خدای(ج) لپاره وژلې، خو اوس خبره خدایي نه، بلکې شخصي شوه، ځکه ستا پر دې عمل زما د انتقام حس را وپارېده.

رسول الله(صلی الله علیه وسلم)  پخپله د دومره نرم زړه څښتن ؤ، چې د “احد” په غزا کې یې سره د دې چې خپله هم ټپي شوی ؤ او ملګري یې شهیدان شوي وو، خو نورو ملګرو یې چې کله له ده نه د دې غوښتنه وکړه چې مشرکینو ته ښېرا وکړي. نو ده مبارک(صلی الله علیه وسلم) و فرمایل: ” الهم اهد قومی فانهم لایعلمون” یعنې: اې خدایه! زما قوم ته هدایت وکړې، ځکه دوی نه پوهېږي.

د پښتو ادب د منځنۍ دورې لوی عارف او صوفي شاعر حضرت عبدالقادر خان خټک همدغې موضوع ته ورته داسې بیتونه لري:

هم له بدو سره ښه کړه هم له ښو

د ښو بدو له غمونو شه په څښو

خاکساري لرې کول دي د خوۍ یې

نه چې کېږي خاکساري په خاورو مښو

دغه ځای دی چې د اسلامي شریعت همدغه سپېڅلو فرامینو ته په کتو سره اسلامي تصوف او عرفان نړیوالو ته د خواخوږۍ او بشر دوستۍ درس ورکوي؛ نه د دل ازارۍ او ظلم زیاتي. د عبدالقادر خان خټک بیت دی:

چې پېشه یې همېشه دل ازاري وي

د هغو مخونه نه دي د کتلو

او یا:

بنګ شراب، سرود کوه عبدالقادره!

خو یو مه کړه ازارده د مسلمان زړه

یعنې اسلامي تصوف او عرفان د اسلام د مبارک دین هغه اړخونه نورو ته ورښيي چې د ډېرو په ذهنونو کې یې په اړه هیڅ فکر موجود نه دی.

په اسلامي تصوف او عرفان کې مسلمانان او کافران ټول د یوه بدن غړي ګڼل کېږي، کله چې د بدن یو غړی په درد شي، ټول بدن ورسره په درد کېږي. لکه سعدی شیرازی چې فرمايي:

بني آدم اعضای یک دیگر اند

که در آفرینش ز یک جوهر اند

لوی پښتون عارف او صوفي عبدالرحمان بابا(رح) هم فرمايي:

واړه د خپل ځان په نظر ګوره که دانا یې

ای عبدالرحمانه جهان ټول عبدالرحمان دی

ځکه “الخلق عیال الله” نو هغه پلار چې په مراتبو مراتبو یې له خدای تعالی څخه رحم کم دی، د خپلو اولادونو ترمنځ توپیر نه شي زغملی، هغوی که پر ناسمه لاره روان هم وي، درد او کړاو نه شي ورکولای؛ نو هغه خدای به څرنګه پر خپل مخلوق درد او کړاو وزغملای شي، چې له مسلمان او کافر، شیعه او سني او بل هر ډول ژبني، مذهبي او دیني توپیر پرته ټول یو ډول د ده “عیال” ګڼل کېږي؛ نو ځکه باید یو رښتینی مؤمن هم پورتني توپیرونه په نظر کې ونه نیسي او پرته له کوم توپیره پر کافر باندې هم شفقت وکړي.

بندهء عشق از خدا ګیرد طریق

میشود بر کافر و مؤمن شفیق

ځکه کافر هم چې په بتخانه یا اتشکده کې د څه په لټه کې دی، هغه لاره هم په یو ډول نه یو ډول تر خدای تعالی پورې رسېدلې او د هماغه واحد او لایزال خدای(ج) له عذاب څخه د خلاصون هڅې په کې کېږي. نو ځکه زموږ د موضوع اتل حضرت عبدالقادر خان خټک فرمايي، چې عارف ته کفر او ایمان دواړه یو دي.

کفر که ایمان دی و عارف وته یکسان دی

واوره که پوهېږې دا وینا زما مجمله

او یا:

چا موندلی دی نارې وهي هُو هُو

څوک طالب ځنې پوښتنه کا کُو کُو

عرشیان یې پرستش کا له فرشیانو

فرشیان پسې هم ګرځي په سُو سُو

د دویۍ خبرې مه کوه مطربه!

په نغمه کې یو یو وایه نه دُو دُو

چې راغلی له عدمه دی وجود ته

اواز یو تر بل کوي چې به ځُو ځُو

د ځوانۍ شاهین یاغي شو رابه نه شي

که فریاد عبدالقادر کاندي قُو قُو

د انسانانو تر څنګ باید پر حیواناتو هم همداسې مشفق و اوسي، ځکه حیوانات هم د خدای تعالی مخلوق دی او د هغه تبارک وتعالی پر هغوی هم همداسې زړه بدېږي، لکه څرنګه یې چې پر انسانانو بدېږي، حضرت ابوهریره(رض) د خپل کمیس لمن هغې پيشکې ته ور غوڅه کړه، کومه چې د ده پر لمن ویده شوې وه او حضرت  مولانای روم (رح) ویده سپي ته تر هغې پورې په لاره کې د خپلو مریدان سره یو ځای ولاړ ؤ، چې تر څو هغه سپی په خپله راويښ شو. داسې ډېرې د خواخوږۍ او شفقت بېلګې په اسلامي شریعت او طریقت کې موندل کېږي، چې د اسلام سوله ییز روح او فلسفه ترې په ښه شکل سره په ډاګه کېږي.

د اسلامي تصوف او عرفان د همدې خواخوږۍ او ایثار پر فلسفې باندې عبدالقادر خان خټک هم ډېر ښکلي او په زړه پورې بیتونه لري، هغه په دې اړه فرمايي:

دا خویونه که دانا سړی اختیار کا

په دنیا په دین به جوړ پرې کاروبار کا

عبادت د حق په صدق په اخلاص کا

تل له خپله نفسه جنګ کوي کار ذار کا

په فقراوو سخاوت کا بې منته

په حاجت کې استغنا له دنیا دار کا

و دوستانو ته تل پند نصیحت وايي

له دښمن سره په حلم زیست روزګار کا

شفقت، مهرباني کا په خوارانو

د بزرګانو په خدمت حاصل وقار کا

جاهلانو سره زیست په خاموشۍ کا

که هر څو په بد ویل یې زړه ازار کا

همېشه عبدالقادر غوندې ازار وړي

چې نه څوک ازاروي نه له چا زار کا

او یا:

د چا مه اخله ازار عبدالقادره

تر دا نشته دی بد کار عبدالقادره

چه لاس نه نیسي له ظلمه وړاندې وروستو

عاقبت شي هغه خوار عبدالقادره

څوک چې خوري په ظلم مال د یتیمانو

ډکوي ګېډه په نار عبدالقادره

یا:

چې سبب یې د دوزخ زما کوشتن دی

بیا به نه مومم دا هسې شهادت

او یا:

غم د نورو واخله په چا مه ږده خپل غمونه

پاتو به دې نوم شي په جهان د فتوت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب