ترجمه: عبدالباري جهاني
زما په آنلاین کتابخانه کي د «زوال غازي امان الله خان یا انقلاب افغانستان ۱۹۲۸ و ۱۹۲۹ یو کتاب پروت دی. دا کتاب د (عزیز هندي) په نوم یوه لوستي هندي مهاجر د سترګو لیدلي حالات دي چي ، د لوستونکي په قول یې، لس کاله په افغانستان کي تېر کړي دي. عزیز هندي د اعلیحضرت امان الله خان د وخت ټول واقعات، د حبیب الله کلکاني قدرت ته رسېدل او د هغه په مقابل کي د اعلیحضرت نادرشاه د مقاومت ټولي پیښي یا په سترګو لیدلي او یا یې په هیواد کي پیښو ته له نیژدې منابعو څخه اورېدلي دي.
په زړه پوري خبره دا ده چي ما، د تاریخ د یوه شاګرد په حیث، د دې کتاب په اړه له هیڅ منبع څخه څه نه دي اورېدلي او که چا څه ورباندي لیکلي وي نو ما نه دي لوستي. دا کتاب په ۱۹۳۴ میلادي کال کي چاپ سوی دی؛ او داسي ښکاري چي ډیرو زیاتو پوهانو به، له هغه څخه، په خپلو لیکنو کي ګټه اخیستې وي. دا خبره ځکه کوم چي دا کتاب تقریباً تر ټولو پخوانی دی او هغه پیښي چي د عزیز هندي په کتاب کي راغلي او ما په نورو منابعو کي لوستي دي نو باید چي هغوی له ده څخه اخیستي وي او یا یې د نورو کسانو د سترګو لیدلو حالاتو له یاداشتونو څخه استفاده کړې وي ځکه، په دغو کلونو کي چي کومي پیښي په افغانستان کي راغلي دي او په نورو وروسته لیکل سویو کتابونو کي یې ذکر سوی دی د ده د کتاب له متن سره لګیږي. دا کتابونه د ده د لیکني په وخت کي نه چاپ سوي او نه چا پېژندل. پخپله عزیز هندي پر خپل کتاب باندي د یوې لنډی مقدمې په ترڅ کي لیکي:
« زه په افغانستان کي د لسو کالو تېرولو څخه وروسته کله چي د ۱۹۳۰ ع د اپرېل په میاشت کي هندوستان ته راستون سوم نو په څلورو میاشتو کي د ۱۸۱۸ کال د دریم لمبر حکم په اساس شاهي بندي سوم. که د افغانستان د انقلاب او د غازي امان الله خان د زوال په باب په لکهاوو سوالونه نه وه نو په زرهاوو خو حتماً زما څخه پوښتل سوي دي. دې ټولو سوالونو ته یو په یو جواب ویل زما لپاره ډېر ستړی کوونکی کار وو. مګر د دې ترڅنګ ماته دا یو حقیقت هم روښانه سو چي زما د وطن خلک تر دغه وخته پوري د افغانستان له اصلي حالاتو څخه بې خبره ول. دغه وجه وه چي ما په هغه وخت کي د زندان په کوټه کي فیصله وکړه چي د دې حالاتو په باره کي به یو څه ولیکم. مګر لوستونکو ته دي دا معلومه وي چي د زندان په کوټه کي د داسی یوه مهم کتاب د لیکلو لپاره ضروري مواد موجود نه وه .ځکه نو زه د کتاب په لیکلو کي یوازي پر خپلو یاداشتونو باندي تکیه کوم او په دې کي د ځینو پیښو په نېټو کي حتماً څه غلطي راځي» عزیز هندي. ملتان سنټرجیل د مې میاشت سنه ۱۹۳۱ ع
عزیز هندي، چي د کتاب په متن کي یو ځل دوه ځله عزیزالله خان هم بلل سوی دی، مشهور لیکوال نه وو او دې خبري ته پخپله هم اشاره کوي. داچي کتاب ته یې چا چنداني توجه نه ده کړې یو علت ښايی دغه وي او بل علت یې دا هم کېدلای سي چي په هغه زمانه کي محققینو زیاتره په انګلیسي ژبه لیکل سویو کتابونو ته توجه کوله او دا کتاب په ډېره محلي اردو ژبه لیکل سوی دی. داسي ښکاری چي لیکوال چندانی شته من هم نه وو؛ ځکه چي کتاب یې یوازي یو ځل چاپ سوی دی او په هغه یو ځل کي هم چا چنداني توجه نه ده ورته کړې. ما غوښتل یا ښايی وغواړم چي دا کتاب ټول ترجمه کړم خو دا ډېر غټ کتاب دی او ټول ۴۵۶ مخه کیږي. د دونه لوی کتاب ترجمه ډېره زیاته حوصله غواړي. بل داچي دا کتاب په اُردو ژبه دی او زه له اردو ژبي څخه د فارسي او انګلیسي په څېر روانه ترجمه نه سم کولای او په ترجمه کي له ستونزي سره مخامخ یم. له بلي خوا دا کتاب په ډېر بېخونده شکل آنلاین سوی دی. ډېر زیات ځایونه یې بیخي لوستل کیږي نه او ځیني مخونه خو یې بیخي نیمايی آنلاین سوي دي.
خو که ژوند وفا راسره وکړه او صحت مي یاري کوله نو انشاءالله ټول به ترجمه کړم او دا زحمت به پرځان تېر کړم.
لیکوال د اعلیحضرت امان الله خان د سلطنت، اروپا ته د سفر او په نتیجه کي د مهمو اصلاحاتو په مقابل کي د ملایانو او عوامو د ښورښونو. د امان الله خان د ماتي او له کابل څخه کندهار ته د تللو او پرکابل باندي د حبیب الله کلکاني د کنټرول اخیستلو، د سقاویانو د ظلمونو، د حبیب الله کلکاني د ورور حمیدالله، د صدارعظم سیدحسن او د کابل د والي ملک
محسن ترمنځ د قدرت د سختو رقابتونو او په منځ کي د خلکو د زورېدلو په باب مفصل معلومات ورکوي او په دې ضمن کي لا یو څه وخت، لیکوال او نور هندي مهاجرین د سقاویانو په بندیخانه کي د شپو تېرولو او هلته د نورو کسانو د شکنجو او عذابونو او اعدامونو په باره کي له معلوماتو ورکولو وروسته د سقاویانو او نادرخان وروستیو جنګونو ته راځي: ص ۴۰۲
« په دې توګه د قندهار مهم د بچه سقاو په فتح او کامیابي پای ته ورسېدی او هرات له جنګه پرته د بچه سقاو لاسته ولوېدی. مګر په ترکستان کي سید حسین د جرنیل غلام نبی خان په مقابل کي ماته وخوړه. کله چي جرنیل غلام نبي خان د روسیې له خاوري څخه مزارشریف ته واوښت نو ډېر زیاد افراد یې جمع کړل او سید حسین ته یې ماته ورکړه او ترکستان یې د هغه له کنټروله وایست. له جرنیل سره څو روسي الوتکي هم وې چي البته له روسیې څخه مخکي پېرودل سوي وې. مګر زه په دقیق صورت سره ویلای نه سم خو په غالب ګمان چي پیلوټان یې روسان ول. دا چي روسانو به له غلام نبی خان سره مرسته کړې وي زه په قاطعیت سره څه نه سم ویلای. البته څرنګه چي خبره د روسي الوتکو ده نو دا اغلباً د امانیه حکومت په وخت کي له روسانو څخه اخیستل سوي او پیسې یې تادیه سوي وې نو څرنګه چي غلام نبی خان په هغه وخت کي په روسیه کي د افغانستان د سفیر حیثیت درلود نو د روسیې حکومت هم افغانستان د تللو په لاره کي د هغه مخه ونه نیوله. مګر که دا خبره ریشتیا وي چي د نړۍ دولتونه له خپلو دوستانو سره پټي او ښکاره مرستي کوي نو دا هم له امکانه لیری خبره نه ده چي ترکستان ته د جرنیل غلام نبی خان داخلېدل هم له دغه ډول مرستو څخه وه او له نښو نښانو څخه هم داسي ښکاري.
ګواکي جرنیل غلام نبي خان، سیدحسین د بامیان تر شاوخوا پوری تعقیب کړ او که غازي امان الله خان په غزني کي له ماتي خوړلو څخه وروسته له افغانستان څخه وتلی نه وای نو په غالب ګمان به غلام نبی خان بریالی سوی وای. مګر څرنګه چي امان الله خان له صحنې څخه خارج سو نو هلته جرنیل غلام نبی خان هم، سره له هغه چي فتح یې په نصیب سوې وه، پرشا سو او د سید حسین پوځ بیرته ترکستان ترلاسه کړ.
اوس نو ګواکي له مشرقي، جنوبي او هزاره جات څخه پرته ټول افغانستان د بچه سقاو تر ولکې لاندي سو. مګر په دې ټولو منطقو کي هغه د خپل منظم پوځ له ساتلو څخه پرته قدرت نه سوای ټینګولای. په دې ټولو جنګونو کي د بچه سقاو ۱۵ یا ۲۰ زره عسکر تلف سوي ول او ۳۰ زره نور پوځ یې د قندهار، هرات او ترکستان خواته د مرستي لپاره واستاوه او د هغو سیمو له فتح کولو څخه وروسته یې د کابل د ساتلو لپاره اړتیا ورته درلوده. په جنوبي کي یې هم درې څلور زره پوځیان اچولی ول مګر دا قوه کافي نه وه ځکه چي پر جنوبي باندي د بشپړ تسلط د ټینګولو لپاره یې لږترلږه اتو یا لسو زرو پوځیانو ته ضرورت درلود. ده باید په کابل کي هم کافی پوځي قوه ساتلې وای او د هغو شمېر تر پنځو شپږو زرو کم نه سوای کېدلای. له دې څخه موږ اټکل کولای سو چي بچه سقاو اتیا نیوي زره پوځیان له شمالی څخه برتۍ کړي وه چي په جنګونو کی یې برخه اخیستله او له هغو څخه تر نیمايی زیات وژل سوي او زخمیان سوي ول او په دې تلفاتو کي هغه قبایل شامل نه دي چي د بچه سقاو په طرفداري جنګېدل. لوستونکي له دې څخه اندازه لګولای سی چي د شینوارو له ښورښ څخه بیا د بچه سقاو تر له منځه وړلو پوری به د افغانستان څومره نفوس برباد سوي وي.
آخري مهم او د کابل فتح:
په هر صورت سقاوي پوځیانو له دې څخه وروسته خپله توجه د جنوبي خواته واړوله. په هغه سیمه کي د غیرت او شجاعت څرګنده مجسمه سپه سالار محمدنادرخان موجود وو چي هیڅ وسایل یې په لاس کي نه لرل. مخکي مو وویل چي د ده یو ورور سردارمحمدهاشم خان په مشرقي کي وو، تر څو چي له خپل ستر ورور سره پر وخت مرسته وکړي. پخپله محمدنادرخان له خپلو دوو وروڼو او څو هندوستاني مهاجرینو سره چي دې خاندان ته یې ډېر ارزښتناک خدمتونه کړی ول په جنوبي کي اوسېدی. د خوست په چوڼۍ کي څه وسله او یو څو توپونه وه چي سپه سالارمحمدنادرخان د خوست د خلکو په اجازه کار ورڅخه اخیست. مګر دلته یوه بدمرغي وه او هغه داچي د منګلو د قوم یوې برخي په پټه له بچه سقاو سره همکاري کوله خو هغه برخه چي د محمدنادرخان لپاره جنګېدل هغوی په شمېر کي زیات ول ځکه نو په هغه سیمه کي سقاوي تبلېغاتو چندانی اثر نه کاوه. او محمدنادرخان دا ضرورت نه محسوساوه چي خپل مرکز دي له خوست څخه نقل کړي او د جنوبي په مرکز کي دي خپله اډه جوړه کړي. د پوځي عملیاتو له نظره ګردیز یو مهم ځای وو مګر هلته محمدصدیق خان فرقه مشر قبضه کړې وه چي د بچه سقاو طرفدار وو.
محمدصدیق خان خپله دغه رتبه او مرتبه د محمدنادرخان د کورنۍ له برکته تر لاسه کړې وه؛ ځکه نو محمدنادرخان هیله درلوده چي هغه به د لیکونو او پیغامونو له لاري د ځان طرفدار کړي. مګر بدبختي دلته وه چي د محمدصدیق خان ورور شیرجان د بچه سقاو په حکومت کي ډېر معتبر او هرکاره وو ځکه نو پر محمدصدیق باندي د نادرخان لیکونو او پیغامونو اثر نه سو کولای.
کله چي محمدنادرخان جنوبی ته ورسېدی په دغه وخت کي په قندهار کي په ډېر شور او زوږ د کابل د بیرته نیولو لپاره تیاري نیول کېدله او ډېر نیژدې وو چي غازی امان الله خان له خپل لښکر سره د کابل پر لور روان سي. ځکه نو د نادرخان لپاره تر هغه پوري چي له وضع څخه په بشپړه توګه خبر سوی نه وای په تلوار فیصله کول خطرناکه وه. نادرخان د حالاتو او وضع د څېړلو او ځان پوهولو لپاره یو ډول خاموشي اختیار کړې وه او دې ته منتظر وو چي غازي امان الله خان د خپل قسمت فیصله پخپله وکړي.
په هندوستان کي په دې باب خورا زیاتي خبري کیږي او تر اوسه پوري اماني او نادري ډلي له یوه بل سره په چټي شخړو او زرګري جنګونو لګیا دي. او وايي چي ولي نادرخان د امان الله خان لپاره ونه جنګېدی او ولی یې د افغانستان د تخت لپاره ځان انتخاب کړ. په دې باره کي زه په راتلونکو صفحو کي یو څه په تفصیل ږغېدلی یم. دلته په لنډ ډول خپلو لوستونکو ته دا ثابتول غواړم چي که نادرخان د اماني اقدام په وخت کي خاموش وو په دې کی د هغه یوه ذره ګناه نه وه. ځکه چي له هغه سره نه دولت او نه وسایل موجود وه چي د هغو په وسیله یې جنوبي ته له رسېدلو سره سم یو لوی پوځ تیار کړی وای او سمدستی یې له جنوبي څخه د کابل پر لور حرکت کړی وای. هغه په جلا وطني کي له وخت تېرولو څخه وروسته د جنوبی حدودو ته داخل سوی وو او هغه هم په داسی وخت کي چي نظم او قانون ګډ وډ سوي وه. داسي شرایط وه چي هرچا خپل ځان یوه اقدام ته تیار کړی وو او هیڅوک چاته د سرټیټولو ته حاضر نه وو. او هغه څوک چي باید د جنوبي د خلکو له زور او قوت څخه یې ګټه اخیستې وای هغه په لاس کي هیڅ نه درلودل. که څه هم چي د هغی سیمی خانانو او مُلایانو له نادرخان سره کوم خاص مخالفت نه درلود؛ خو د هغوی تر منځ داخلي بې اتفاقۍ په داسي حالت کي وې چي له یوه شخص سره د هغوی اتفاق کول او د هغه تربیرغ لاندي تلل غیرممکن ته نیژدې کار وو. پر دې برسېره احمدزي، سلیمان خېل او ځیني نوروقبایلو د بچه سقاو خواته زړونه ښه کول. نادرخان ته په هغو شرایطو کي یوه لاره پاته او هغه دا چي باید د پوهي، صبر او احتیاط په رعایت کولو سره یې قبایل کرار کرار د ځان طرفداران کړي وای. نو ګواکي د هغه خاموشي د مجبوری او بېچارګی له وجهی وه . هغه په دغه حالت کي هم بېکاره ناست نه وو بلکه د جنوبي د اقوامو د یوې جرګې د جوړولو کوښښ یې کاوه څو د هغوی په مخ کي خپل هدف بیان کړي او هڅه پیل کړي. په دغه وخت کي یې شاه ولی خان د ګردیز خواته او شاه محمودخان د جاجي علاقې ته واستاوه. یو ځل خو نیژدې وو چي پخپله نادرخان د احمدزیو په دام کي ولویږي او هغوی یې بچه سقاو ته واستوي. مګر هر وخت یې ځان له وضع څخه خبر ساتی او ځکه به له دام څخه بچ سو. دې حالت هغه بیخي نېستمن کړ او د شخصي سرمایی څخه چی د دوو لکو روپیو په ارزښت قیمتي ډبري وې په دغه وخت کي ختمی سوې.
پر اوسني پاچا محمدنادرخان باندي که څوک دا تور لګوي چي هغه د خپلو شخصي اهدافو لپاره خاموشي اختیار کړې وه دا له انصافه لیري خبره ده او له یوه انسان څخه تر هغه بشري طاقت زیاته تمه درلودل دي. سره له هغه هم محمدنادرخان، په خالي لاسو په جنوبی کي د بچه سقاو د پوځ یوه لویه برخه مصروفه ساتلې وه. که په هغه وخت کی نادرخان په جنوبي کی نه وای نو بچه سقاو به د دغو پوځونو په وسیله چي جنوبي ته یې لېږلی وه د وردګو څخه زړه او اینه ایستلی وای. او څرنګه چي په جنوبي کي نادرخان د جنګ مورچل تود ساتلی وو نو له بچه سقاو سره دونه پوځونه نه وه چي غزني ته یې لېږلی وای او هلته یې د امان الله خان د پرمختګ مخه نیولې وای. که داسی نه وای نو ښايی امان الله خان ته د جنګ له میدان څخه د ژوندي وتلو فرصت لاسته نه وای ورغلی.
په دغه اړودوړ کي د ګردیز علاقه د نادري پوځیانولاسته ورغله او بیرته ورڅخه واخیستله سوه. فرقه مشر محمدصدیق خان په دې سلسله کي سخت زخمي سو او کابل ته یې واستاوه. د ګردېز په حمله کي سلیمان خېلو او له هغوی سره ملګري قبایل په ډېره زړه ورتیا وجنګېدل او نادري عسکرو او د هغوی ګردیزي ملګرو ته یې، چي د بچه سقاو سخت مخالف وه ماته ورکړه او نادرخان د جاجی علاقې ته ولاړ.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
زه نه پوهېږم چي له خلکو سره دا سوال ولي باید مطرح وي چي نادرخان باید خپله ګټلې لوبه امان الله خان ته پرې ایښې وای او نیولې پاچهي یې بیرته هغه ته سپارلې وای. دا مو باید په یاد وي چي اعلیحضرت امان الله خان څو کاله مخکي نادرخان، چي د استقلال په معرکه کي یوازینی بریالی افسر وو، د دفاع له وزارت څخه لیري کړی او شپږ کاله یې په فرانسه کي تبعید کړی وو. د ده د وزارت چوکۍ یې محمدولي خان ته ورکړې وه چي د نادرخان د سر دښمن وو. څه معلومه وه چي نادرخان د کابل تخت نیولی او امان الله خان ته یې سپارلی وای او هغه دوه کاله وروسته بیرته تبعید کړی نه وای.
بله خبره دا ده چي نادرخان خو نه د امان الله خان به مقابل کي ښورښ کړی وو او نه یې له هغه څخه قدرت نیولی وو چي د امان الله خان طرفداران باید ورته په غوسه وي. او که چیري نادرخانو د پښتنو قومونه، په تېره بیا وزیر، په دې نامه پر ځان راټول کړي وي چي دی ګواکي د امان الله خان لپاره جنګیږي او د کابل له نیولو څخه وروسته یې سکه پر خپل نامه وهلې وي نو دا خو، که یې چیري ومنو، یوه سیاسي خدعه او چال دی او په سیاست کي، د قدرت د نیولو لپاره، تر دې ډیري لویی نارواوي سوي دي او نادرخان باید ولي له دې امر څخه مستثنی وي؟
او زموږ لوستونکي، پوهان او د تاریخ شاګردان دې ټکي ته ولی پام نه کوي چي « قدرت د سیاست ناموس دی» سیاست او سیاسي مبارزه خو د قدرت نیولو لپاره کیږي. څوک د بشر په تاریخ کي داسی پېښه ښودلای سی چي یوه سړي دي د پاچهی تخت بل چاته خوشی کړی وي؟ د قدرت د نیولو او ساتلو په لاره کي خلکو وروڼه وژلي دي. خلک پلرونو ته یاغیان سوي او پلرونو خپل زامن وژلي دي. د قدرت سخاوت یوازي په افغاني ادبیاتو کي موجود دی. په داسی حال کي چي هیڅ افغان خپل سکه ورور ته نه تر پیسو نه تر جایداد نه تر میراثي حقوقو او نه تر امتیاز تیریږي او د امتیاز لپاره هر افغان د بل سر وهي.
شاه زمان خپل ورور همایون ړوند نه کړ؟ شاه محمود بیرته شاه زمان ړوند نه کړ؟ شهزاده کامران خپل پلار شاه محمود مړ نه کړ؟ د ایران ستر پاچا شاه عباس کبیر درې زامن درلودل. دوه یې په سترګو ړانده کړل او د یوه څخه یې سر غوڅ کړ. اورنګ زیب خپل درې سکه وروڼه مړه کړل. پلار یې لس کاله بندي کړ. یو زوی یې، شهزاده اکبر، د ده له ویري ایران ته وتښتېدی او هلته مړ سو. بل زوی یې، چي وروسته د شاه عالم بهادرشاه په نامه پاچا سو، اووه کله په ګوالیار کي بندي کړ. د عثماني امپراطورۍ تاریخ ټول د وروڼو، پلرونو او زامنو په وینو سور دی. دا مثالونه یو بشپړ کتاب دی. جهاني.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تر هغه وخته چي بچه سقاو د قندهار له مهم څخه فارغ سوی نه وو، له محمدنادرخان سره یې لیکونه او پیغامونه جاری ساتلي وه او له هغه سره یې د سولي کولو ته میلان ښودی. او دا پیغامونه یې د هندي مهاجر عبداللطیف په وسیله لېږل. بچه سقاو تر پایه دغه آرزو درلوده چي محمدنادرخان په سمه طریقه راضي کړي او د ده سره مرسته وکړي. بچه سقاو د هغه په نامه د صدارت د مقام فرمان هم صادرکړ او هغه ته یې ویل چي که زما سره همکارۍ ته حاضر سې ستا هره غوښتنه به پوره کوم. په دې کي شک نسته چي هغه به په دې ټولو خبرو او وعدو کي صادق وو. مګر په دې برخه کي باید افغاني شرف او ننګ ته هم توجه وکړو او سره له هغه چي محمدنادرخان په ډېر بدحالت کي وو مګر هیڅ وخت یې پر دغو پېشنهادونو باندي غوږ کښې نه ښود. او دا چاته معلومه وه چي که یو ځل جاهلو داړه مارانو او غلو دا فیصلې منلي نه وای نو بیا به څه کېدله. د محمدنادرخان پر ټوله کورنۍ باندي به بلا او مصیبت نازلېدی او خواري او سپکاوی به هم ورسره ملګری وای. او که افغانی شرف او ننګ هم په نظر کي ورسره ونیسو نو د محمدنادرخان غوندي یوه شریف او غیرتمن انسان لپاره خو د یوه کم ذاته ډاکو سره تر همکارۍ کولو او هغه ته د تسلیم سر ټیټولو پر ځای په نا هیلۍ او غربت کي مرګ په زرځله بهتر وو.
بچه سقاو هرځل دا ویله چي په یوه آزاد ځای کي دي د افغانستان د قبایلو او اوسېدونکو یوه جرګه جوړه سي او هغه جرګه دي د پاچا د ټاکلو په برخه کي تصمیم ونیسی او کله چي جرګې فیصله وکړه نو بیا هیڅوک د هغی فیصلې څخه د سرغړوني حق نه لري. مګر نو بچه سقاو، په داسي حال کي چي هره ورځ یې یوه فتح په برخه کېدله، د جرګې فیصله کله منلای سوای. بچه سقاو د محمدنادرخان د طرفدار کولو لپاره له خپلو کوښښونو څخه لاس نه اخیست او په داسي حال کي چي د دواړو خواو پوځونه په سختو جګړو لګیا وه او محمدنادرخان څو ځله ډېري سختي ماتي وخوړې، بچه سقاو بیا هم له هغه سره د سولي کولو کوښښونه جاري ساتلی وه.
په دغو شپو ورځو کي غیاث الدین احمدزی ( غوث الدین م) چي هغه هم د پاچهی خیال پلو واهه، په خپل قبایلی قوت مغرور سو او خپل ځان یې پاچا اعلان کړ مګر ډېر ژر یې د بچه سقاو د پوځیانو له لاسه ماته وکړه او د خپل اهل و عیال سره هندوستان ته فرار سو.
دا وخت بچه سقاو د قندهار له مهم څخه فارغ سوی وو او په افغانستان کي له محمدنادرخان څخه پرته بل رقیب ورته پاته نه وو. مګر په دغه وخت کي محمدنادرخان د څو پرهېزګارو او د باور وړ کسانو په مرسته د جاجي په قبایلو کي پناه اخیستې وه. بچه سقاو غوښتل چي محمدنادرخان له هغه ځایه هم وباسی او په دنیا کي د خپل سلطنت نغاره ووهي. د بچه سقاو دا نقشه وه چي له یوې خوا د خوست زړه ته خپل پوځیان دننه کړي او له بلي خوا د مشرقي له طرفه د جاجیوعلاقې ته په زور ننوزي او محمدنادرخان له دواړو خواوو محاصره کړي او ویې نیسي. دا وخت په کابل کي اته یا لس زره سقاوي پوځیان موجود ول. له دې څخه اووه اته زره د خپلو سقاوي سردارانو سره مشرقي خواته تللي وه او د شینوارو او خوګیانیو قبیلو د مشرانو اخلاقي مرسته ورسره ملګرې وه. دغه پوځ د جګدلک او بیا د سرخ پل خواته له مقاومته پرته ورسېدی. له سرخ پل څخه هاخواته د سردار محمدهاشم خان طرفدارانو څه معمولي شان مقاومت ورسره وکړ او وروسته یې ځانونه جلال آباد ته ورسول. له جلال آباد هاخواته د شینوارو علاقه نیژدې وه ځکه یې نو د هغوی په مرسته ځانونه ډکې او تورخم ته ورسول. سر دارمحمدهاشم خان هندوستان ته وتښتېدی. د مشرقي هغه قبایل چي د بچه سقاو مخالف وه هم یې د بچه سقاو له پوځ سره د مقاومت توان نه درلود او د بچه سقاو پوځیان د ډکې تر لمنو پوري ورسېدل څو له دغه ځایه څخه د کابل او ډکې ترمنځ لاره بنده کړي. سقاویانو سره له هغه هم په هغه سیمه کي پر قبایلو باندي خپل اقتدار ټینګ نه کړ.
د سقاویانو خیال داوو چي په مشرقی کي به له دوی سره مقاومت وسي او دوی به مجبور سي چي د جګدلک څخه هاخواته یو پوځي مرکز جوړ کړي او جنګ ته به مجبور سي؛ مګر، د هغوی د انتظار په خلاف، د دغه پوځي مرکز د جوړېدلو ضرورت پېښ نه سو او د سردار محمدهاشم خان له ماتي څخه وروسته دوی ته کار بیخي اسانه سو. سقاوي سپه سالاران له دې فتحي څخه وروسته، د جنوبي پرلور د حرکت کولو پر ځای، د جلال آباد او ډکې خواته متوجه سول تر څو دا ټوله سیمه تر کنټرول لاندي راولي او بیا نو په پوړه زړه د یوې تنګي درې له لاري جاجي ته ځانونه ورسوي. مګر د جاجي پر لور د حرکت کولو لپاره هغوی له کابل څخه نوری پوځي مرستی ته اړتیا درلوده. خو له کابل څخه پوځی قوه راونه رسېدله او په دې وخت کي وضع بالکل واوښته. شاه ولي خان د وزیرو په مرسته فقط په دریو ورځو کي کابل له دریو خواو محاصره کړ.
بچه سقاو په دغه وخت کي خپل ډېر پوځیان د خوست خواته لېږلی ول او هغوی له ګردېز څخه ډېر مخته د خوست خواته تللی ول. او په لاره کي یې له قبایلو سره ډېر جنګونه کړي وه؛ مګر د قبایلو د لوټ او تالان د ناروغۍ له امله به سقاویان هر ځل بریالي سوي ول. د دغو جنګونو په سلسله کي قبایلو څو ځله سقاویانو ته سخت شکستونه ورکړي وه خو هر وخت چي د سقاویانو له ماتی څخه وروسته دوی ته وسلې او سامان په لاس ورتلل نو د چور او تالان څخه وروسته به خپلو کورونو ته روان سول او په دې توګه به یې پر هیڅ سیمه باندي د ډېر وخت لپاره تسلط نه سوای تینګولای. که قایلو دا بد عادت نه لرلای نو نه به ګردېز د قبایلو له لاسه وتلای او نه به محمدنادرخان د سقاوي پوځیانو سره مقابلې کولو ته دومره وخت ته اړتیا درلودلای.
محمدنادرخان، د قبایلو د همدغه بد عادت له امله، جاجي سیمي ته په تللو مجبور سو او که د وزیرو مرسته ورته رسېدلې نه وای ښايی چي دی هم هندوستان ته په تېښته مجبور سوی وای. خو لکه څرنګه چي د بچه سقاو له پوځونو څخه د امان الله خان ماته او تېښته یوه عجیبه قضیه وه دغه راز د بچه سقاو په مقابل کي هم د محمدنادرخان بری یوه عجیبه مسله وه. که څه هم چي د وزیرو له طرفه د مرستی را رسېدلو ښه ډېر وخت ونیوی خو هغه ماموریت بالآخره په بریالي توب سرته ورسېدی چي مطلب یې د وزیرو د مرستی ترلاسه کول وو. د دې ماموریت د بري افتخار باید چي هندي مهاجر الله نواز خان ته ورکړه سي او دا یوه مهمه کامیابي وه. دا باید ومنل سي چي که الله نوازخان نه وای ښايی د وزیرو اولس د نادرخان مرستي ته نه وای راغلی. هغسي چي د وزیرو په مرسته د نادرخان بری یوه کارنامه ده دغه راز که له دې تاریخي افسانې څخه د الله نوازخان نوم لیري کړو نو دا افسانه به نیمګړې وي.
مطلب دا چي شاه ولی خان یوازي د دریو زرو وزیرو په مرسته روان سو. خوست یې پرېښود او سیده پر غرونو او پېچومو باندي د لوګر له لاري د کابل خواته وخوځېدی او د جاجیو لښکر هم، د شاه محمود خان په مشرۍ، له بلي لاری د خوشي او درویش کاریز پر لار د کابل خواته روان سو. او شاه جي مهاجر چي په څوځایونو کی یې محمدنادرخان ته خپل لیاقت ثابت کړی وود نورو قبایلو سره د ګردېز د محاصره کولو لپاره د تیره کوتل پر طرف وخوځېدی. اوس نو هغه پوځ چي د شاه ولی خان تر قوماندې لاندي وو په لاره کي یې د بچه سقاو یوه قوي سپه سالار ته ډېره سخته ماته ورکړه او د ځان لپاره یې کابل ته د رسېدلو لاره هواره کړه. بچه سقاو مخکي له مخکي د کابل پر شاوخوا غرونه مستحکم کړي وه او پخپله یې په دغه جنګ کي یرخه درلوده او ټوله ورځ پر کابل باندي د دریو لارو یرغل په مقابل کي په ښه بریالیتوب وجنګېدی. د کابل په جنوب شرقي برخه کي وزیرو څو ځله کابل ته د رسېدلو لپاره حمله وکړه مګر هر ځل به د سقاوي لښکرو له سخت جواب سره مخامخ سول او پر شاتګ ته به مجبور سول. او وروستی ځل یې په ډېره بې ترتیبي یوه حمله وکړه او ماته یې وکړه. وروسته څرګنده سوه چي له هغوی سره کارتوس بیخی ختم سوي وه. درې بجې ماپښین جګړه ختمه سوه. مګر د شپې یې بیا حمله پیل کړه او هر ان د کابل د سقوط خطر لیده کېدی. بچه سقاو د دغه خطر له وجهی د ماښام پر وخت د ارګ ټولي دروازې بندي کړې. دا وخت د کابل پر شاوخوا غرونو باندي د بچه سقاو تقریباً زر تنه عسکر موجود ول او په همدغه شمېر عسکر هم په ارګ کی موجود ول خو د بچه سقاو لپاره دا وضع په دومره چټکي خرابه سوه چي هغه ته له کوهستان او کوهدامن څخه د پوځونو د را رسېدلو ته فرصت برابر نه سو او نه هغه پوځ چي د مشرقي خواته تللی وو په دومره چټکي رارسېدلای سوای. پر دې برسېره د نادري پوځ یوې برخي د کابل جلال آباد سړک نیولی او بند کړی وو. د شپې دوولس بجې به وې چي وزیرو خپله حمله پیل کړه او تر دوو بجو پوري د جنګ فیصله سوې وه. وزیرو د کابل پر جنوبي غره باندي قبضه وکړه او اوس نو ښار ته هیچا د هغوی د راتللو مخه نه سوای نیولای. د سهار پر څلور بجې دوې دوې او څلور څلور ټولۍ له نغارو سره ښارته ننوتلې. د سقاویانو پیره دارانو خپله وظیفه پرېښودله او وتښتېدل او چي ورځ روښانه کېدله د ښار کنټرول د وزیرو په لاس کي وو او بچه سقاو له خپلو ملګرو سره په ارګ کي محاصره سو.
د وزیرو د دې لښکر سره نور کسان هم کرار کرار یوځای کېدل او یو قوي لښکر ورڅخه جوړ سو. د کابل خلکو په هرځای کي له هغوی سره مرسته کوله. او لکه وړې وړې ویالې چي له یوه لوی سیند سره یوځای کېږي؛ د وزیرو له لښکر سره دا قبایلي کسان هم په دغه توګه ملګري سول. کرار کرارد دې لښکر شمېر لسو زرو ته ورسېدی. د سقاویانو ظلمونو د کابل خلک ډېر سخت وېرولي ول او د دې ظالمانو پر ضد یې د هیڅ ډول حرکت جرأت نه سو کولای. مګر کله چي یې خپل ملاتړي ولیدل نو د کابل خلکو هم د هغوی سره مرستي پیل کړې او د سترګو په رپ کي کابل فتح سو.
په خوردکابل کي هم څو داسي ډلی وې چي د جنوبي له لوری د مرستي له رسېدلو څخه مأیوس سوي ول او پخپله یې په پوره زړه ورتوب عملیات پیل کړل. هغوی بیرغونه تیار کړی وه او وسلې یې درلودې او که د وزیرو لښکر دوې درې ورځي لا نه وای را رسېدلی نو سقوي پوځ به په کابل کي باقي پاته پر ازادۍ مین خلک هم قتل عام کړي وای. فیصله داسي سوې وه چي محمدنادرخان او د هغه سره ملګرو قبایلو ته لاره هواره سي مګر د وزیرو لویی حملې داسي کار وکړ چي د هغی فیصلې عملي کولو ته هم ضرورت پیدا نه سو.
که څه هم کابل ته د وزیرو داخلېدل یوه شانداره کامیابي وه خو څرنګه چي بچه سقاو اوس هم په ارګ کي ژوندی او سلامت ناست وو او د هغه پنځوس زره عسکر د هیواد په مختلفو برخو کي موجود وه نو چي هر کله د بچه سقاو د محاصرې خبر ورته رسېدلی وای په ډېر تلوار به یې ځانونه کابل ته رسول. نو بیا که نادري بوځ بری ترلاسه کولای هم به ډېر زیات خلک پکښی قتل سوي وای.
بچه سقاو څو ورځي مخکي د نادري کورنۍ ښځي او ماشومان په ارګ کي قید کړی وه او د فاتحینو لپاره د دې مشکل حلول یوه لویه ستونزه وه.
مګر دا ټولي داسی خبری وې چي په هغه حالت کي یې د غور کولو وخت تېر وو. قبایلي لښکر د سقاویانو او د هغوی د ملګرو د کورونو او مالونو د چور او لوټ کار پیل کړی وو او د ښار خپلو خلکو هغوی ته د سقاویانو او د هغوی د خواخوږو کورونه ور په ګوته کول او قبایلی خلکو به لوټل.
د قبایلو خلکو له محمدنادرخان سره په قرآن قسم کړی وو چي له سقاویانو پرته به بل څوک نه لوټي او ښايی د هغه سوګند مطلب دا وو چي ګواکي په کوهستان او کوهدامن کي د عمومی لوټمار اجازه ورکړه سوې وه. مګر هغوی چي په کابل کي په لوټمار پیل وکړ ګواکي دا یې مطلب وو چي یوازي د سقاویانو مالونه لوټي او چي د سقاویانو مال په لاس ورځي هغه دوی ته حلال او مباح دی. د دې تجویز په اساس هغوی وروسته ارګ او بیت المال او چي هر څه د حکومت مال وو هغه لوټ او تالان کړل حتی د دولتي فرنیچر او سامانونو له لوټلو څخه یې هم مخ نه اړاوه. مېزونه، چوکۍ، لوی لوی قېمتي او نادر چیني لوښي او سامان او مسي لوښی چي د وړلو نه وه هغه یې دې خوا هاخوا غورځول. لویی لویی قالیني چي تر دغه وخته پوري پاته وې هغه هم چور سوې. په دې ضمن کي د وزارت حربیه د هغی لويی قالیني یادول ضروري دي چي سل فوټه اوږده وه او څلوېښت فوټه یې عرض وو. کله چي قبایلي خلک هلته ور ورسېدل نو سمدستي یې به خپلو تېرو چړو هغه ټوټې توټې کړه او هر یوه خپله برخه ورسره یوړه. په بازارونوکي د آسونو په ګاډیو او موټرونو کي په ټنونو مال جمع سو. هرچا چي به پر یوه شي باندي لومړی لاس کښېښود بیا هغه ته بل چا لاس نه سو وروړلای. عجیبه خبره ده چي همدغه ډول چور په پنجاب کي هم وسو مګر په دې توپیر چي هغوی ټول یو قوم وو مګر پښتانه قبایل یو د بل دښمنان هم وه.
فاتحین داسي په چور لګیا ول چي دې ته یې بیخي پام نه وو چي بچه سقاو څه کوي او څه نقشه لري. یا ښايی د دوی دا خیال وو چي اصلی هدف د کابل ښار ته ننوتل وه . څرنګه چي دوی ښار ته ننوتلي وه نو فاتح وه او اوس هیڅوک نه سی کولای چي د دوی دا بری بیرته په ماته بدل کړي.
د پوځ مشرانو ټول کوښښ کاوه چی دوی له چور څخه را وګرځوي او د دښمن له لوري خطر ته یې متوجه کړي مګر دا به څوک وای چي دا دسلیمان پیغمبر د پیریانانو مخه یې نیولې وای. هغوی ټول د خپلو لوټ کړو مالونو په جمع کولو لګیا ول او که د پوځ کوم مشر په دې برخه کي له یو څه سختۍ څخه کار اخیستی وای نو ښايی پر هغه یې هم حمله کړې وای. د قبایلو خوانین پخپله په دې لوټمار کي شریک ول ځکه نو هیچا د بل چا مخه نه نیوله. په دې وخت کي چي چور او تالان روان وو، بچه سقاو ته دونه فرصت لاسته ورغی چی د شمالي دروازې څخه یې خپل ماته خوړلي لښکر ته پیغام واستاوه چي پر کابل باندي یوه ناڅاپي حمله وکړي. فاتحین چي په خپل لوټ لګیا ول نه یې د ارګ د شمالي دروازې ساتني ته پام وو او نه یې د ټلفون لاینونه پرې کړی وه او نتیجه داسوه چي د بچه سقاو سپه سالار شیردل (مطلب پردل دی م) له خپلو دوودریو زرو عسکرو سره باغ بالا ته ورسېدی. د کابل خلکو چي دا واورېدل نووارخطا سول او هری خواته منډي پیل سوې. هلته د قبایلی خلکو افسران لګیاول چي قبایلی لښکر د چور او تالان څخه را وګرځوي او له سرایونو او کوڅو څخه یې راوباسي او د جنګ میدان ته یې ولېږي. ډولونه یې پیل کړل او له جنګیالیو څخه یې وغوښتل چي هر ځای کي یاست ځانونه د جنګ میدان ته ورسوی. دلته یو ځل بیا د قبایلي خلکو زړه ورتوب او سربازي دلېدلو وړوه. هغوی چي پر خپلو لوټ کړو مالونو باندي یې د مارانو په څېر دوره وهلې وه، خپل مالونه یې خپلو ملګرو ته خوشی کول او په اتڼ او نارو د جنګ میدان ته حاضرېدل. ما چي د دوی بهادرۍ او زړه ورتوب ته وکتل ما ویل چي که د دې لوټ کړو مالونو په زر چنده د دوی تر قدمونو قربان سي بیا به هم کم وي.
جنګ ډېر وخت ونه نیوی. په ډېر لږ وخت کي په زرګونو داوطلبان جنګ ته حاضر سول او د دوو ساعتونو کي سختو ډزو په نتیجه کي د جنګ فیصله وسوه. فاتحین بیا هم فاتحین ول. سپه سالار شېردل ( پردل م) ووژل سو او سقاوي لښکر تیت او پرک سو. د سقاوي سپه سالار مړی یې د کابل د پل خشتي پر سر وځړاوه تر څو خلک وویني چي د بچه سقاو د بخت کاسه نسکوره سوه.
که څه هم دا شکست ډېر کاري وو مګر بچه سقاو بیا هم په ارګ کی ناست وو او چي تر څو پوري هغه له ارګ څخه ایستل سوی نه وای نو خطر لا موجود وو او بچه سقاو له ارګ څخه له جنګه پرته را ایستل غیر ممکن وه. په ارګ کي دننه نادري ناموس قید وو. او دا وېره له هرچا سره موجوده وه چي که پر ارګ باندي د ګولیو باران جوړ سی بچه سقاو به نادري کورنۍ ټوله له تېغه تېر کړي. په دې وخت کي د قواوو لوی قوماندان د سپه سالار محمدنادرخان ورور شاه ولی خان وو. د هغه کشر وور شاه محمودخان هم د ځاځیو د لښکر سره رارسېدلی وو. که څه هم چي دواړه وروڼه د فتح له کبله ډېر خوشاله وه مګر دا داسی معامله وه چي مستقیماً یې د هغوی له زړه او روح سره اړه درلوده. دوی دواړه یوه ورځ په عجیب کشکمش کي مبتلا وه. ځکه چي که یې پر ارګ باندي ګولۍ اورولې نو خوټوله کورنۍ یې تباه کېدله او که ګولۍ نه اوروي نو بیا خو بچه سقاو له ارګ څخه نه راوزي. بالآخره دواړو وروڼو دا فیصله وکړه چي د خپل عالی مقصد لپاره باید خپله کورنۍ قربانګاه ته ولیږي. شاه ولی خان امر وکړ چي توپونه ارګ ته مخامخ ځای پر ځای کړی. د ګولیو باران پیل سو او په دغه وخت کي له باغ بابر څخه هم د توپونو ډزي پیل سوې. بهادر شاه-
ولي خان له باغ عمومي څخه پخپله د توپ لومړی ډز وکړ او په دې توګه یې د آزمېیني په میدان کي خپل د ایثار او فداکاری عظمت په اثبات ورساوه.
پر ارګ باندي د توپونو د ګولیو باران شروع وو او بچه سقاو هم د توپ جواب په توپ ورکاوه؛ مګر لږ وروسته د ارګ په وسله تون کي اور ولګېدی او د بچه سقاو امیدونه له خارو سره خاوري سول. که څه هم چي پر ارګ باندي ګولۍ اورېدلې مګر د ارګ شمالي دروازه خالي پاته وه او محاصره کوونکو هغه بالکل بې حفاظته پرې ایښې وه. بچه سقاو چي هغه دروازه خالي ولیدله نو د تېښتي نیت یې وکړ. په هغه ورځ یې پټ په پټه تیاری وکړ. د هغه دا بشپړ یقین وو چي څرنګه چي د نادر کورنۍ یې په قبضه کي ده نو محمدنادرخان او د هغه وروڼه به دونه زړه ونه کړي چي پر ارګ باندي د توپ ګولۍ و اوروي مګر کله چي یې ولیدل چي خبره د ده د فکر برعکس سوه او پر ارګ باندي د توپ د ګولیو باران جوړ سو او هغوی د خپلي کورنۍ د سر غم ونه کړ نو د هغوی له بهادری او عظمت څخه ووېرېدی. اوس له هغه زړه ور بچه سقاو څخه یو ډارن جوړ سوی وو. هغه د سپه سالار محمدنادرخان یو بندي اخښی ور وباله او د هغه په وسیله یې شاه ولي خان ته پیغام واستاوه او د سولي غوښتنه یې وکړه. له شاه ولي خان څخه یې وغوښتل چي که د ده او د ده څلورو مېرمنو او دوستانو سرونه په امان سي نو دی به ارګ خوشي کړي. په هغه ورځ د ماپښین د دریو بجو په شاوخواکي احمدشاه له ارګ څخه را ووت او پیغام یې ورسره راووړ. کله چي سردار احمدشاه له ارګ څخه دباندی ولاړ په دغه وخت کی بچه سقاو خپلي مېرمني او ملګري وفادار غله ورسره واخیستل او د ارګ له شمالي دروازې څخه وتښتېدی او د کوهستان خواته ولاړ. په دوهمه ورځ فاتحینو پر ارګ باندي قبضه وکړه. د ارګ جنوبي شرقي برخه په ایره بدله سوې وه او لا د وسلو له مخزن څخه لمبې پورته کېدلې. د وسلو د مخزن څنګ ته خزانه وه چي د انقلاب له دومره تصرفاتو او مداخلو سره سره شل میلونه روپۍ پکښي پاته وې. قبایلو په همدغه ورځ د خزانې په تالاکولو پیل وکړ. له مخزن څخه پرله پسې لمبې پورته کېدلې او د مرمیو او بمونو چاودني رواني وې او لا یې دېوالونه او باقي پاته ودانی نړولې.
کله چي خلکو د کابل د فتح کېدلو خبر واورېد نو ډلي ډلي مخ پر ښار را روان ول خو څرنګه چي تر اوسه لا حکومت موجود نه وو نو له خلکو سره د عام لوټ او تالان وېره موجوده وه. دوکانونه لا ټول پرانیستي نه وه او خلکو د محمدنادرخان راتلو ته انتظار ایستی. شاه ولی خان، د خپل خاص استازي په لاس، محمدنادرخان ته د کابل د فتح زېری ورکړ. محمدنادرخان د فتح له اطلاع ترلاسه کولو سره سم د کابل پر لور حرکت وکړ.
که څه هم چي بچه سقاو له کابل څخه په ډېر خراب حالت کي تښتېدلی وو مګر له هغه سره اوس هم ډېر زیات قوت موجود وو. سیدحسین له خپلو لسو زرو عسکرو سره له ترکستان څخه د پایتخت پر لور، حرکت کړی وو او په نن اوسبا کي یې کابل ته د رسېدلو انتظار ایستل کېدی. د بچه سقاو له خپلو پوځیانو سره، د هغه قوت شلو زرو عسکرو ته رسېدی. ځکه نو د کابل له خلکو سره دا وېره وه چي که بچه سقاو له خپلو قواوو سره پر کابل باندي حمله وکړي؛ د محمدنادرخان لپاره به، د خپلو بې نظمو او بې ترتیبو قواوو سره، د هغه مقابله کول مشکل کار وي. او دا چاته معلومه وه چي هغه انقلاب چي د افغانستان ټول ژوند یې تباه کړی وو یو ځل بیا شکل بدل نه کړي او وضع پر بل مخ وانه وړي. دلته په کابل کي ټول خلک د محمدنادرخان راتلو ته سترګي پر لار وه او هلته په کوهستان کي بچه سقاود سید حسین سره د ملګري پوځ رسېدلو ته منتظر وو ځکه چي ټوله لوبه اوس د هغه په قوت پوری تړلې وه.
په کابل کي د بچه سقاو له ماتي سره د شمالی د خلکو حوصله هم ختمه سوې وه. اوس دوی د قبایلي پوځونو په لاس خپله تباهي لیدله. هغوی له خپل اجتماعي طاقت څخه تر وروستي حده پوري کار اخیستی وو؛ او نور نو دونه طاقت پکښي پاته نه وو چي له سره د خپلي دفاع په فکر کي سي. بچه سقاو د شمالي د خلکو په زرهاوو ځوانان د هیواد په مختلفو محاذونو کي جنګولي ول او په کوهدامن کي له ښځو، بوډاګانو او ماشومانو پرته چنداني څوک پاته نه وو. ځکه نو، د قبایلی لښکرو له وېري، د خلکو وار پار خطا وو او اوس د خپلو کورونو د سامانونو په غم کي وه او له هرچا سره د سرونو د ساتلو اندېښنه وه.
کابل ته د محمدنادرخان له رسېدلو څخه مخکي، شاه ولي خان اعلان کړی وو چي د شمالي صفحاتو له مشرانو او خوانینو څخه به د هغوی د تېرو کارونو په باره کي تحقیقات نه کیږي او دا اعلانونه یې تر هره ځایه پوري رسولي وه. پر دې برسېره یې اعلان کړی وو چي هرڅوک چي له نوي حکومت سره مرسته وکړي هغوی ته به انعامونه ورکړه سي. پر خلکو باندي دې اعلانونو خپل اثر وکړ او خلکو پرله پسې مقابل پیغامونه ورته رالېږل.
کله چي سید حسین کوهستان ته ورسېدی نو خپل بوځ یې په جبل السراج کي پرېښود او پخپله د مات سوي بچه سقاو سره سلا مشورو ته کښېنستی. مګر په دوهمه ورځ یې ولېدل چي ټول پوځیان یې له قلا څخه وتلي او په خپل مخ تللی دي. کله چي دواړو دا حال ولیدی نو حیرت او وارخطايی یې اندازه نه درلوده.
غازي محمدنادرخان، کابل ته له رسېدلو سره، خپله پاچهي اعلان کړه او ورسره یې د وزیرو او نورو قبایلو مشرانو ته حکم وکړ چي د شمالي لور ته وخوځیږي او که چیري د بچه سقاو نور شرارت او فساد ته خیال وي نو جواب یې ورکړي. دې قبایلي پوځیانو پر شمالي باندي حمله وکړه او له ستونزي پرته تر چهاریکار پوري ورسېدل.
په کابل کي شاهی بیرغ د شیراحمدخان پر کور باندي ورپول سو ځکه چي په ارګ کي لا د وسلو د مخزن د چاودني له امله اورونه ساړه سوي نه وه او لا کله کله د ګولیو چاودني کېدلې او دا وېره هم موجوده وه چي بچه سقاو په ارګ کي تر ودانیو لاندي ډینامیټ ښخ کړي نه وي؛ ځکه نو غازی محمدنادرشاه، د ارګ له وضع څخه د بشپړ اطمینان ترلاسه کولو تر وخته پوري، د شیراحمد خان په کورکي پاته سو او په همدغه کورکی یې له بچه سقاو او سیدحسین سره وکتل.
دا صحنه هم ډېره د عبرت وړ او په زړه پوری وه. ښايی د بشر په تاریخ کي به دا لومړی ځل وو چي یو پاچا د بل پاچا په مخ کي ناست وو او خپله پاچهي یې ورسپارله. عسکرو له بچه سقاو او سید حسین څخه وسلې واخیستې او د پاچا خاصي خوني ته یې رهنمايی کړل. هلته محافظینو، هغوی له خاص تکریم او احترام سره، پر چوکیو کښېنول. دوې دقیقې وروسته غازی محمدنادرشاه، له خپلو خاصو مصاحبینو سره کوټې ته داخل سو، او بچه سقاو او سید حسین د تعظیم لپاره ورته ولاړ سول. وروسته ټول کښېنستل او بچه سقاو غازی محمدنادرشاه ته مخ ورواړاوه او ورته وې ویل چي زه اوته د بهادرو پوځیانو په حیث خبري سره کوو. دا دخدای کارونه دي چي قدرت له یوه څخه بل ته انتقالوي. ما پر دې ملک باندي تقریباً نهه میاشتی پاچهی وکړه. نن یې دا پاچهی زما څخه واخیستله او تا ته یې درکړه او اوس چي دي زړه غواړي هغسي پاچهی کوه. تا دا پاچهي په زړه ورتیا او بهادري تر لاسه کړه او اوس یې اداره کول ستا حق دی.
له دې سره بچه سقاو خاموش سو او سید حسین هغه ته مخ ور واړاوه او ورته وې ویل لالا! دا دي د صدراعظمۍ مهر دی، دا دي د وزارت حربیه مهر دی او دا دي د ترکستان د ریاست تنظیمه مهر دی. درې واړه واخله او درسره یې وساته.
له دې سره بچه سقاو خپل خاص مهر ملګری کړ. ولاړ سو او څلور واړه مهرونه یې غازی محمدنادرشاه ته ورتسلیم کړل. دا ګواکي د پاچهی د انتقال دستور وو.
غازي محمدنادرشاه هغوی دواړو ته د هغه کور په لاندني منزل کي ځای ورکړ او خاص مېلمه پال یې ورته مقرر کړ. مګر دریمه ورځ یې دواړه د ارګ یوه محفوظ برج ته انتقال کړل او هلته، له خپلو نورو ملګرو سره، د مرګ ترورځي پوري پاته وو.
غازي محمدنادرشاه له هغوی سره ژمنه کړې وه چي دوی به نه وژني او د همدغي ژمني په اثر یې کابل ته بللي ول. مګر وروسته د قبایلو مشرانو وویل چي هغوی باید ژوندي پرې نه ښودل سي او یوه قومي جرګه یې جوړه کړه. د هغې جرګې د فیصلې په اساس، بچه سقاو او د هغه یوولس تنه ملګري اعدام سول.
کله چي جرګه جوړه سوه نو پاچا جرګې ته دا اعلان وکړ چي تر هغه ځایه پوري چي په اعلیحضرت محمدنادرشاه او د هغه په کورنۍ پوري اړه لری هغوی بچه سقاو او د هغه نورو ملګرو ته عفو کړې ده. اوس یې جرګې ته اختیار ورکړی دی چي هغوی بخښي او که سزا ورکوي.
مګر لوستونکي پخپله په دې پوهېدلای سی چي دا هسی د کاغذ پرمخ خبري وې. غازی محمدنادرشاه په هیڅ صورت بچه سقاو ژوندی نه پرېښود او په داسی حال کي چي جرګې فیصله صادروله هغوی ټول د ارګ له دېوال سره وویشتل سول»
فاعتبروا یا اولی الابصار. ص ۴۲۴