جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرد کابل شاعرانه يادونه - له زمهرير ژمي تر گلورين پسرلي

د کابل شاعرانه يادونه – له زمهرير ژمي تر گلورين پسرلي

کنگل اوښکې

دلته له شوروځوږ شوې سپينې،

د قهرژلو غرو رغونو سترگې

او پر بڼو پورې کنگل

   – له ډېرو کړيکو ژړا-

د سبرونو اوښکې.

*  * *

اهريمني بادونو،

د زيريگرو توتکيوپر مخ

لارې تړلې په دې نيت و نمات

چې بيا راتاندې نه شي

د دې چمن پاڼرېژ زموللې شېبې،

تاندې لباندې گلمونگرې  ناوکۍ!

۱۸ فبرور۱۹

جړ وربلونه

کله چې توره غدۍ،

د زمهريرې سيلۍ

زما د زړه د گلبڼ پاڼې تروښي،

نو زه  به څنگه وپېيم

دا بخولې ناخوالې

په جړو پړو وربلو

د گلوييو کې سره؟

۲فېبرور۱۹

پښې يبله

که لمر مزدک ته دې در غلې لاره

ټوله اغزي اغزي شي،

نو به بياهم هغسې

ـ د لمنځ لپاره ـ

پښې يبله درځم!

بېزاري

نه مې خوښېږي

چې پر پله باندې پل کېږدې زما  …

زه يم بېزار له پليونۍځنې ستا!!؟  

۴اپرېل ۱۹

۱۸کلنې اسرې لورزۍ ته

مرغ دې شه ښه!

زما په ذهن وزړه کې مېشتې اسرې،

چې وختې دژوند يانه تر اتلسمې پوړۍ

ـ د يووېشتمې پېړۍ

او لا گوربت غوندې څانگونه څنډې

د اسمانلارو هسکو هسکو تشيالونو پر لور…

*  * *

هو،

يم ډاډه درباندې

چې په دې ټاکنده گوټپېر

د ژوند وژواک کې اخلې

لا خو کوټلي گړندي گامونه،

او نه پاتېږې  پښه نيولې چېرې

د نن سبا په څلاريو کې

دوه زړې  او نهيله کله،

د ارمانژلو تکلونو پر لور!

پوهاند م.ا. زيار- ۲ اپرېل ۱۹

الوتې کوترې

ډېرې شپې ورځې

اوکلونه تېرشول

چې سرې کوترې الوتلې

د اېشيا زړگي له بامه ځنې،

خدايزده،

چې کله به بيا

له ها ناچېرې نشت اباده

راستنې شي پر ژوندونې واړه…

نه چې خدای مکړه

دا پرېښلې بمبوټې ،

وغورځوي  يو مخ له پامه ځنې!

۸غويی ۹۸

واذ جاء الحق…

که زه راشم ته به ورک شې،

کړې د تېښتې لار به خپله،

دلاسبري حق پر وړاندې

څه به وکړې ته باطله!

۸غويی ۹۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب