په تېره لیکنه کې مې هم یادونه وکړه چې د قافیې پوهنې بحث د عربي شاعرۍ بحث او قواعد دي چې په پښتو ژبه پلي کېدونکي نه دي او د پښتو شاعرۍ د قافیې کوم بحث چې په پوهنتونونو کې لوستل کيږي اصلآ د ژبپوهنې بحثونه دي چې دوی یې د قافیې په نوم د شعر د موسیقۍ لپاره تدریسوي.
زموږ د بلاغي علومو استادانو په پښتو قافیه پوهنه کې شپږ حرکتونه او تر لسو زیات عیبونه په ګوته کړي دي، هغه دا چې که چېرې یو شاعر یاد اصول مراعات نکړي شاعري یې نیمګړې او شعر یې عیبجن وي، اما که متوجه شو چې نوموړي اصولو پخپله عیبجن دي او د پښتو ژبې پر ژبنیزو قواعدو پلي کېدنکي نه دي. را ځو دلته یې پيل په دې ډول سره کو:
لومړی: د بیتونو په قافیوي شننه کې لومړی د قافیې کلمې سره جلا کوي، ورپسې هماهنګه برخه په ګوته کوي، بیا یې توري او په بل پړاو کې یې حرکتونه او عیبونه څرګندوي. تاسو د بېلګې په توګه د « ملنګ، پتنګ، لونګ » کلمې د قافیوي کلمو په توګه ومنئ، قافیه پوهان په ذکر شویو کلمو کې د « نګ » فونیمکه جوړه د هماهنګې برخې په توګه انتخابوي او بیا یې « ن » روي او « ګ » یې وصل نوموي.
راځئ اوس همدا کلمې « ملنګ، پتنګ، لونګ» په فونيټیکه الفبا ولیکو او بیا یې قافیوي شننه وکړ – « Malang, Patang, Lawang » په فونیټیکه الفبا کې لیدل کيږي چې د « نګ » څخه وړاندې یو واول یا زور هم د مشترک توري په توګه شته مګر له پامه غورځول شوی دی، په دې بحث کې څو خبرو ته باید اشاره وکړو، لومړی: که چېرې د قافیې قواعد پر پښتو شاعرۍ پلي کېدونکي وي نو باید هماهنګي په زور پيل شوې وی. دویم: که یاد قواعد پلي کېدونکي نه دي نو بیا ولې دومره وقت پرې ضایع کيږي درېيم: که خبره زموږ د لیکدود د نیمګړتیا وي بیا هم ولې پردي قواعد زموږ پر نیمګړي لیکدود په نیمګړي توګه تطبیقیږي چې نه کومه ګټه لري او نه علمي پایله؟
دویم: موږ په پښتو قافیه پوهنه کې د قافیې شپږ حرکتونه ( رس، اشباع، حذو، توجیه، مجری او نفاذ) لولو، له حرکتونو نه موخه هماغه د عربي ژبې ( زور، زېر او پېښ ) دي، خو بر عکس موږ په پښتو ژبه کې حرکتونه نلرو او د حرکتونو موضوع زموږ پر ژبپوهنه پلي کېدونکې نه ده ځکه زموږ په ژبه کې هماغه حرکتونه خپلواک توري دي. د بېلګې په توګه: د « ملنګ او پتنګ – Malang, Patang » په کلمو کې هماهنګي په واول توري پيليږي، مګر زموږ قافیه پوهان بیا وايي هماهنګي په «ن» پيليږي او تر «ن» مخکې حرکت زور دی چې حذو یې بولي، دلته هم باید ځينې موضوعاتو ته نغوته وشي، لومړی: زموږ په ژبپوهنه کې حرکتونه نشته، نو ولې پردئ ژبنیزه قاعده پر خپله ژبې پلي کړو؟ دویم: دا د فونولوژۍ اصول دي چې تر هر توري د مخه، وروسته که واول توری راشي حرکت ورکوي او ژوندی کيږي، همدارنګه یو واول د کلماتو په منځ کې نظر مجاورت او موقعیت ته خپل حرکت او غږ ته بدلون ورکولی شي یا هم کانسونیت توری نظر موقعیت او مجاورت ته د واول تورو پر وړاندې خپل غږ او د اداینې بڼې ته بدلون ورکولی شي، نو بیا دا اضافي پردۍ قاعدو ته څه اړتیا ده؟ درېيم: که بحث ددې وي چې زموږ لیکدود ستونزه لري نو بیا هم ولې پردۍ قاعدې بايد پر خپل ناقص لیکدود پلي کړو چې هېڅ علمي پایله نلري او یوازې محصلانو ته سر خوږی دی.
درېيم: قافیه پوهان وايي کله چې شاعر دوه کلمې یا قافیه او ردیف سره مدغم کړي، نو قافیيوي عیب یې را منځته کړ، لکه د ا ستاد ښکلی یو دوه بیتونه
تلی درسره نه شي دا سپین چکې آینې
بندې دي اجمله دیواله کې آينې
همداسې نورې قافیوي کلمې يې لکه په لمانځه، زړه کې، ورکې، نازکې… اوس که همدا کلمې په فونيټيکي الفبا وليکو « ʧək ke، diwaləke ke، wrəke…» تاسو که ددغو کلمو فونیټيکي بڼې ته ځير شئ نو په لومړۍ کلمه کې تر « چ » وروسته زورکی راغلی، په دویمه کلمه کې له «ل» وروسته او درېیمه کلمه کې تر « ر » وروسته زورکی راغلی دی. دلته اصلآ کوم فونولوژيک یا ددوی په اصطلاح قافیوي عیب نه دی موجود ځکه زموږ د ژبې لیکدود همداسې دی چې زموږ ځينې توري ګرافیم نلري یا هم د کلمو په منځ کې ګرافیم نلري لکه زورکی، نو په حقیقت کې هغه پورته لیکل شوې کلمې سره فونولوژیکه هماهنګي لري، اما دوی یې د پردي علم پر بنسټ یې قافیوي عیب بولي.
بل ځای د قافیې په عیبونو کې وینو چې کله شاعر دوه کلمې سره مدغم کړي نو دوی یې د قافیې پوهنې د اصولو له مخې عیب بولي لکه :
کړه یې خونه مشاطې د زلفو ما ته
پرېشاني یې شوه په دا تر حده زیاته
په پورته بیت کې « د ما ته او زیاته » کلمو کې « ته » ردیف دی، خو شاعر په دویمه مسره کې مدغم کړې ده، قافیه پوهان یې عیب بولي. موږ په ژبپوهنه کې یو قاعده لرو چې د هغې له مخې کله نا کله یو توری په کلماتو کې زیاتیږي یا هم حذفیږي یا هم بدلیږي، دلته هم د یو توري حذف کېدل دي او د « زیاته » اصلي بڼه « زیات ته » ده، خو په ژبپوهنه کې یوه قاعده ده کله چې دوه کلمې څنګ په څنګ د ترکیب بڼه ځانته غوره کړي او د دواړو کلمو د وصلېدو توري کانسونېنت وي نو یو کانسونېنت ترې حذف کيږي د « زیاته» په کلمه کې هم یو « ت » حذف شوی، نو دلته کوم فونولوژيک یا هم ددوی په اصطلاح قافیوي عیب نشته، دا کار د لیکلو، لوستلو او اورېدلو د سهولت لپاره کيږي چې اسانه ولوستل یا هم د اورېدو پر مهال پر غوږ ښه ولګيږي.
د پښتو شعر د قافیه پوهنې په عیبونو کې اکثریت عیبونه پخپله عیبجن دي، خو زه دلته لیکنې د لنډون په خاطر له ټولو تبصرو تېرېږم یوازې یو بل بحث هم د پښتو شاعرۍ د قافیوي عیب په هکله راخلم.
ځينې وخت شاعر پخپل شعر کې پردۍ کلمې په مفغن شکل ليکي یا یې د خپل شعر د هماهنګۍ لپاره راوړي خو د پردۍ ژبې کلمې وي، لکه: « خیاط،حیات، میرات، ارتباط، بساط…» قافیه پوهان یې د عربي قافيې د اصولو له مخې عیب شعر ګڼي.
ما په تېر لیکنه کې هم ویلي و چې د هم قافیه یا فونولوژيکو کلمو د ډلبندۍ لپاره معقوله او علمي ډلبندي داده چې هم قافیه کلمې په دوو برخو ووېشو، لومړی هغه قافیوي کلمې چې اورېدل کيږي یا اوریزه قافیه دویم هغه کلمې لیکل کيږي یا لکنیزه قافیه، په اوریزه قافیه کې د کلمو په غږونو تمرکز کيږي چې څه ډول اورېدل کيږي هماهنګي سره لري او کنه، په غوږ ښه لګي که بد، موزیکال هماهمنګي لري او کنه، موسیقیت ښه دی که بد او دې ورته برخو ته پاملرنه کيږي، نو په داسې یو حالت زموږ هنرمند په پښتو شعر کې پردۍ کلمې د افغاني فرهنګ او ژبنیزو اصولو له مخې تلفظ کوي تر څو د اورېدونکو په غوږ ښې ولګيږي او دې ته هېڅکله عیب نشو ویلی.
د بحث بله برخه داده چې پردۍ کلمې موږ څنګه مفغن کولی شو، په پښتو ژبه کې داسې کومه خاصه قاعده لا تر اوسه ما نه ده لیدلې، مګر ایرانیان هغه عربي کلمې چې دوی یې د دري کلمو سره په یوه مخرج ادا کوي په هماغه مخرج لیکي، لکه: د « ذ،ز،ظ یا هم س، ث، ص…» زما په آند په ژبپوهنه د پردیو ژبو د کلمو بالخصوص د عربي کلمو د ليکلو لپاره دا ډېره مناسبه او ښه طرحه ده، نو که چېرې زموږ شاعر عربي کلمې په افغاني بڼه ليکي دا هېڅ عیب نه ګڼل کيږي بیا په ځانګړې توګه په شعر کې ځکه که چېرې زموږ هنرمند یا هم لوستونکی عربي کلمات په عربي مخرج ادا کړي سندره اصلآ موسیقیت له لاسه ورکوي بله خبر داده چې اکثریت قاطع وګړي يې نشي ادا کولی، نو بیا ولې ورته عیب ووایو؟ سر بېره پر دې د کلماتو په پور اخیستنه کې د ژبپوهنې یو اصل دادی چې پردۍ کلمې باید د ویونکي د ژبې د قواعدو له مخې ولوستل او ولیکل شي، په دې برخه کې زموږ ديني کلمات مستثنی دي.
پايله
د پښتو قافیې پوهنې په نوم چې کوم مضمون زموږ په پوهنتونونو کې لوستل کيږي، اصلآ زموږ د شعر پوهنې له اصولو سره برابره پوهه نه ده او نه زموږ په شعر پلي کېدونکې ده. کوم بحثونه ( د قافیې توري، د قافیې ډولونه، حرکتونه، عیبونه…) چې په قافیه پوهنه کې تر سره کيږي په ټولیزه توګه د ژبپوهنې په ځانګړې توګه د فونولوژي بحثونه دي چې د قافیې په نوم پردۍ پوهه نه یوازې چې ګټه نلري بلکې زدکړیالانو ته سرخوږی او اضافي بوج دی. د پښتو ادبیاتو د یو محصل په توګه مې وړاندیز دادی چې په قافیه پوهنه کې د شعر د قافیوي کلمو په تصویر آفرینې، سمبولېزم، اروایي فکټونو او امفکټونو، موسیقیت، پارادوکس او دې ورته مفردات ځای پر ځای کړئ.
درنښت سیلانی
Facebook
Twitter
LinkedIn
E-mail