شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد ملا هبت الله دفتر د میانشین سړک په خامه توګه رغولی

د ملا هبت الله دفتر د میانشین سړک په خامه توګه رغولی

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۹ )   د کندهار د میانشین ولسوالۍ د خاشکش کوتل سړک، د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده د دفتر له لوري په خاورو رغول شوی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې یاد شوی سړک دوه نیم کیلو متره اوږدوالی لري او د ملا هبت الله دفتر په څلور نیم میلیونه افغانۍ رغولی.

ملا هبت الله په وروستیو کې تورن شوی، چې د مالیې وزارت د ګمرکي عوایدو ۶۰ میلیارده افغانۍ یې تېر کال کندهار ته لیږدولي او ځانته یې د شخصي لښکر جوړولو تر څنګ په نورو شخصي بڼو استفاده کړي دي.

د هغه ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د رغنیزو کارونو او په ټوله کې د حاکمیت د مالي مسایلو په اړه خلکو سره ګڼې پوښتنې دي.

1 COMMENT

  1. وایی یو کلی ته کومه موسیسه راغلې وه چی سړک جوړ، پُخ او قیر یی کړی. ځینو خلکو یی مخالفت پدی وکړ چی قیر سړک حرام دی خو یوه یوه سپین ګیری وویل: هو خلکو پریږدی چی موسیسه خپل کار وکړی که سړک کیر نه کا، خو کاګل خو به یی کا.

    اوس د هندو له کوره قرآن راوتی. دومره چی ملا هیبیت کوی دا خو یو غټ کار دی. طالبان پدی پوه دی چی دوی به ورکیږی نو ولی بنیادی کار وکړی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب