یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهملاله یوسفزۍ پر خپل شخصي ژوند د کتاب لیکلو اعلان وکړ

ملاله یوسفزۍ پر خپل شخصي ژوند د کتاب لیکلو اعلان وکړ

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۹ )   د نوبل جایزې ګټونکې پښتنې ملاله یوسفزۍ ویلي، چې یو بل کتاب یې بازار ته روان دی او دا به یې تر ډېره د شخصي ژوند اړوندې کیسې وي.

ویل شوي، چې دغه کتاب د اټریا بوکس په نوم د کتاب خپرولو د کمپنۍ له لوري خپریږي.

ملاله یوسفزۍ په ۲۰۱۳ کې د زه ملاله یم په  نوم یو کتاب په انګلیسي ژبه لیکلی و، چې پښتو هم شو او په نړیواله کچه یې ډېر شهرت ترلاسه کړ.

ملاله یوسفزۍ څو کاله مخکې د پاکستان د کرکټ بورډ له یوه پنجابي کارمند سره د عاشقانه واده خبر ورکړ، چې د ځینو خلکو توند غبرګون سره مخ شو.

د نوموړې نوي کتاب ته له دې امله خلک تلوسه لري، چې ګواکې په دې اړه به ځينې نا ویلي رازونه ورسره شریک شي.

1 COMMENT

  1. داهم د غرب د غلو خوراک دی چې نوبل جائزه یې ورکړې او هغه د نوبل د جائزة د ګټلو له شرا ئطو سره یې هیڅ ربط نه لاره ! دا ټولې د شیطاني لاري او سیاسي دي ! د ملالي پلار بزنیس کوي اوس غواړي چې پر دې کتاب دالر پيداکړي‌! ملا له به څه شی وې او بیوګراپې به یې څه شی وي ؟؟؟ دا ټول دغولو خوراک دی ! د طالب یو جهالت او د غرب بل جهالت. !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب