جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهد ایران د وروستي پاچا زوی اسراییلو ته روان دی

د ایران د وروستي پاچا زوی اسراییلو ته روان دی

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۹ )   د ایران د پخواني پاچا رضا شاه پهلوي زوی، رضا پهلوي روانه اونۍ د اسراییلو په بلنه دغه هېواد ته سفر کوي.

ایران او اسراییل ظاهراً د یو بل تر ټولو سر سخت مخالف هېوادونه دي.

رضا پهلوي، چې د پلار پاچایي یې د ایران اوسني اخوندي رژیم په ۱۹۷۹ کې له منځه یوړه، ویلي په دغه سفر کې به اسراییلو ته د ایرانیانو د ملګرتیا پيغام ورسوي.

نوموړي د ایران او اسراییلو ناندرۍ، د ایران د اخوندي رژیم دریځ بللی او ویلي، چې خلک د دغه رژیم په هیڅ ډول پریکړو کې همغږي او شریک نه دي.

د اسرایل د استخباراتي چارو وزیرې هیله ګېملېیل وویل رضا پهلوي به د دوشنبې، په شپه د هالوکاسټ یا د یهودیانو د قتل د یادولو په کلیزه کې برخه اخلي.

رضا پهلوي اوس په امریکا کې ژوند کوي.

هغه د ملایانو حکومت د ختمولو لپاره د پرامنه انقلاب او پارلماني حکومت غوښتنه کوي.

دی ټینګار لري، چې دغه رژیم باید نسکور او پر ځای یې داسې نظام رامنځته شي، چې د انساني حقونو احترام  وکړي او د خلکو اقتصاد او نورې اړتیاوې مدیریت کړای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب