اخلاقي موقف په ټولنه کې د انسان هغه مقام او موقعیت ښیي، چې له مخې یې کړنې او فعالیت کوي او په یو نه یو ډول د ټولنې نور وګړي اغیزمنوي.
اخلاق د اخلاقو د فلسفې موضوع ده. دغه پوهه له هغو بنسټیزو اصولو او پرانسیپونو څخه بحث کوي چې له مخې یې د کړنو او پدیدو د ښه والي او بدوالی په اړه پریکړه کیږي او نسبي معیارونه ورته ټاکل کیږي.
د ټولنیز موقف په اړه بحثونه چې ډېر کله د ټولنپوهنې اړوند کیږي، اړتیا ده چې د انساني اخلاقو او موقف د اړیکو په اړه هم له مختلفو زاویو خبرې وشي. د ټولنیزې فلسفې غېږه ممکن ددې ډول بحثونو لپاره مناسب ځای واوسي.
ټول انسانان د ټولو عادي موقفونو لکه ډاکټرۍ، استادۍ، لیکوالۍ، ماموریت او … پر مهال یو شمېر معنوي لارو چارو، اصولو او معیارونو ته ژمن وي، همدغه څه په اړوند برخه کې د یو انسان د اخلاقي موقف څرګندونه کوي.
ممکن یو شمېر موقفونه لوړ او ځینې نور یې ټیټ وګڼل شي. هر موقف په ټولنه کې د هغه کړنو، روشونو او چال چلند ته په کتو په ډاګه او تلل کیږي. داچې کړنې او دهغو د ترسره کولو روشونه د یو انسان د اړوند دندې او مسولیت مربوط وي، نو ویلی شو چې اخلاقي موقف هم دندو او مسولیتونو ته په کتو، ټاکل کیدای او هم یې د لوړتیا او ټیټتیا کچه اټکل کیدای شي.
د مثال په توګه د طبیب اخلاقي ساحه په کراتو د یو جنګیالي له اخلاقي ساحې سره توپیر لري.
دلته په دواړو اخلاقي ساحو کې د یو انسان اړوند اخلاقي نورمونو ته ژمنتیا او د هغو له مخې اخلاقي کړنې یادو دندو، مسولیتونو او مسلکونو ته په کتو را منځتنه کیږي، چې کولی شو په مرسته یې د یو طبیب او جنګیالي اخلاقي موقف تر بحث لاندې ونیسو.
د یو طبیب اخلاقي لوری ایجباوي چې پرته له توپېره د هر چا درملنه وکړي، آن که هغه یې دوښمن هم وي. خو د یو جنګیالي د اخلاقي موازینو غوښتنې نورې دي. ویل کیږي چې د لرغوني چین ګاډۍ لرونکي جنګیالي د دوښمن د پلو سرتیرو پر وړاندې نه جنګیدل، دوی دغه کار بد ګاڼه او غوښتل یې چې د جنګ مقابل لوری یې هم باید د دوی سیال وي.
دا چې طبابت ذاتاً ښه او جګړه ناوړه پدیده ده، نو بې له شکه هغه تمه چې له یو طبیب د اخلاقي موقف په لحاظ کیږي، د یو جنګیالي څخه نشي کیدای. یو جنګیالي ته نشې ویلی، چې د دوښمن پر وړاندې ونه جنګیږي، خو دا غوښتنه ترې کیدی شي، څو د مقابل تسلیم شوي جنګیالي و نه وژني.
د لرغوني یونان مشهور فیلسوف سقراط چې د انسان د سمون او اصلاح مبلغ بلل کیږي، ریښتینوالي او صداقت غوره کړنې بللې، خو د چنګیز نظر کاملاً برعکس دی: ’’دوښمن پسې واخلئ، لاندې یې کړئ، شتمنۍ یې چور کړئ، په آس یې سپور شئ او مېرمنې یې په میرو پریږدئ او له جسمونو یې د کالیو په څېر کار واخلئ’’.
ددې دوه نظرونو د ټکر علت او توپیر د هغو اخلاقي موقفونو او لوریو څخه دی، چې دواړو په خپل وخت کې درلودل.
اخلاق ټولنیزه پدید ده، په ټولیز ډول ټولنیزې پدیدې نسبي او په اړه یې مطلق بحث نشي کیدای. د همدې نسبي توب په وجه د اخلاقي موقف معلوم ځای ځایګی هم نشي ټاکل کیدی. خو په ټوله کې د اخلاقي بحثونو موخه تر وسه انسان ته هغه لارې چارې او معیارونه وضع کول دي؛ چې وکړای شي له مخې هم د خپل ځان او هم د نورو د هوساینې او خېر سبب شي. دې موخې ته د رسیدو لپاره لازمه ده چې د اخلاقي کړنو د ډېرښت او لا بهترۍ لپاره خپلو او د نورو اخلاقي موقفونه ته لازم پام وکړو او لا ضرور داده چې د هغو په خپلولو کې بیا، بیا غور وکړو.
له ځانه باید وپوښتو: هغه دنده، مقام، شته، واک او… چې لرو یې د اخلاقي موقف په لوړ ساتنه کې خو به یې پاتې نه یو راغلي؟ هغه څه چې نن یې د ترلاسه کولو هڅه کوو، سبا یې د اخلاقي موقف لوری لوړ ساتلی شو؟ او بالاخره ایا موږ د خپل انساني موقف سره سم د خپل اخلاقي موقف حق ادا کړی دی؟؟؟