Homeخبرونهد اکمل امیري د جنازې د مزاحمت ادعا او غبرګونونه

د اکمل امیري د جنازې د مزاحمت ادعا او غبرګونونه

تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۹ )   له کاپېسا څخه راپورونه څرګندوي، چې د طالبانو له لوري د تېرې اونۍ جګړه کې د دوی د وژل شوي یوه مخالف قومندان اکمل امیري جسد د دوشنبې پر ورځ خاورو ته سپارل شوی.

د نوموړي یو شمېر خپلوانو ادعا کړې، چې طالبانو د هغه جسد په ډېر ځنډ، هغه هم په دې شرط دوی ته سپارلی و، چې په جنازه کې به یې ګڼه ګوڼه نه وي.

په ځینو راپورونو کې خو ان د نوموړي د جنازې لمانځه د ممانعت ادعا هم شوې.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

خپرو شویو ادعاوو ته په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو او د طالبانو منتقدانو توند غبرګونونه ښودلي او طالبان یې د بشري او اسلامي اصولو په نقض تورن کړي.

اکمل امیري د افغانستان د جمهوري نظام د کومانډو ځواکونو له مشهورو سرتېرو څخه و، چې د نظام له سقوط وروسته یې د خپلواکۍ جبهې په نوم د طالبانو خلاف په یوه جنګي ډله کې ځان شامل او په شمالي ولایتونو کې د طالبانو پر ضد فعالیت درلود.

طالبانو تېره اونۍ وویل، چې نوموړی یې په جنوبي سالنګ کې د عملیاتو پر مهال له ۷ ملګرو سره یې وژلی.

خپلواکۍ جبهې بیا ویلي وو، چې هغه او ملګري یې د سختې جګړې پر مهال وژل شوي.

اکمل امیري، له دې امله چې د جمهوري نظام پر مهال یې د طالبانو خلاف مشهورو عملیاتو کې ګډون کړی و او د دوی پر ضد یې د ویناوو ویډيوګانې موجودې دي، وژل کیدل یې ډېر رسنیز شوي او زیاتو خلکو خواشیني پرې څرګنده کړې ده.

طالب پلوو بیا ویلي، چې هغه او وسله والو ملګرو یې خپله د جګړې لاره غوره کړې وه.

1 COMMENT

  1. مزاحمت ندۍ شوۍ صرف پته یې غلطه وه.
    ریښتیا پته د مځکې پر مخ نوه، ګنی تاسو یې خپله په ګوګل کې ولټوۍ.
    کولاب خراسان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...