دوشنبه, مې 20, 2024
Home+ښوونـه او روزنـه / زهير سپېڅلی

ښوونـه او روزنـه / زهير سپېڅلی

پښتو کي ښوونه او روزنه، دري او عربي کي تعليم و تربيه ده.
مصدرونه ئې ښوول او روزل دي. د مصدرونو د (ل) پر ځای (نه) مورفيم راغلی، چي له دواړو مصدرونو ئې (ښووونه) او (روزنه) نومونه جوړ کړي دي. دواړي هموزنه او همږغي کلمې دي.
ښوونه او روزنه دواړي مترادفي/هم معنا کلمې نه دي. دواړي بېلي بېلي کلمې دي. له يو بل سره لازم او ملزوم دي. د يو بل بشپړوونکي دي. په دې معنا، که ښوونه يادوو روزنه به ورسره  وايو او که روزنه وايو ښوونه به ورسره يادېږي.
د روزني اهميت او ارزښت ته په کتو بايد په دې اسمي ترکيب کي روزنه تر ښووني مخکي وي. روزنه او ښوونه وای.
ښوونه يو چا ته څه ښوول او ورزده کول دي. لکه د پوهي، هنر، کار او نور… مګر په روزنه کي د انسان جسمي، فکري، روحي، ټولنيزه، ذهني وده راځي او روزل کېږي.
تر ښووني زيات تمرکز بايد پر روزنه وشي. سالمه ښوونه او روزنه په انسان کي هغه مثبت تغيرات راولي، چي د ټولني او بشريت په خير او ګټه وي. که يوه سالمه او روغه ټولنه غواړو؛ بايد يو سالم او اصلاحي ښوونيز او روزنيز نظام او سيسټم ولرو. سالم روزل شوي کسان تر هغو، چي يوازي ئې ښوونه شوې وي، روزنه نه، ټولني او انسانيت ته ډېر خير رسوي.
 په تعليمي چاپېريال او ښوونيزو ادارو کي بايد تر ښووني زيات کار او تاکيد د زدکوونکو پر روزنه وشي او  له ښووني سره بايد سالمه روزنه ورکړو.
روزنه يوازي د ښوونکو او ښوونيزو ادارو دنده نه ده؛ هر څوک بايد په دې برخه کي خپله برخه واخلي.
يوه مؤثره سالمه ښوونه او روزنه د انسان په فکري، روحي، ملي، ټولنيزي فني، هنري او نورو اړخونو کي ځان ثابتوي او په انسان کي راغلي مثبت تغيرات او شوې وده ښيي.
له ښووني سره که سالمه روزنه نه وي، يوازي ښوونه ټولنيز او بشري درد نشي دوا کولای.
بې روزني ښوونه کي به اذهان همداسي ويده او ټولنه به جامده او کنګل پاته وي.
بې روزني ښوونه خواږه زهر دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب