تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۹ ) د افغانستان د چارو ادارې لپاره د طالبانو واکمنانو د دغې ادارې له رسمي وېب پاڼې د طالبانو د نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اختریز پيغام په اردو ژبه خپور کړی.
په دغه پيغام کې ملا هبت الله پر بېلابېلو مسایلو تمرکز کړی.
د طالبانوله امر بالمعروف ادارې سره د خلکو همکاري، عامو خلکو سره د طالبانو ښه چلند، د لمانځه پابندي، له طالبانو څخه د خلکو ملاتړ ته د ملایانو بلل او د مخالفانو خلاف یې تبلیغات او ورته نور کلیشه یي موضوعات د تل په څېر د دغه نا لیدل شوي افراطي طالب مشر د پيغام اصلي ټکي ده.
یاد شوی پيغام د پاکستان د اردو ژبې په ګډون په څو ژبو خپور شوی، چې د نیوکو وړ ګرځیدلی.
افغان فعالې وحیده فیضي ویلي، چې ملا هبت الله په خپل څو مخیز پيغام کې د ښځو هیڅ یادونه نه ده کړې، چې له ټولنې څخه د دغه قشر د حذفولو لپاره د طالبانو دریځ څرګندوي.
مخکې د طالبانو ځینو پلویانو ویلي وو، چې هبت الله ممکن د دې اختر له پيغام سره په ویډيي بڼه څرګند شي.
د چارو اداره کی پاکستانیانو څخه غوښتنه :
کله چی پنجاب څخه فرمانونه او نور اسناد درته راځي کټ مټ یی مه خپروئ، هغه پشتو، پاړسی او یا انګریزی ته ترجمه کوئ، دا ځکه افغانستان کی اردو سره خلک تضاد لری. د خپل رهبر خبری هم پښتو ته ترجمه کوئ چی حقایق افشا نشی کنه بیا به ټول ملت درپسې پاڅیږی او خلک به پوه شی چی ریښتیانی واکدران خو پاکستانیان دی. ستاسو وزیر معارف هم افشا شو تیره دوره کی هم ډیر پاکستانیان افشا شوی و چی د ملا امام جامو کی راغلی وو. آن یو تن د ببرک شاه په نوم د پاکستانی فلمونو ادا کار مو د ملا په نوم راغلی و، کله چی تاسو سقوط وکړ ببرک شا ټولی کیسی په ډیر بد تمسخر او توهین پاکستانی مطبوعاتو کی نشر کړی افغانان یی سخت وشرمول.
افغانستان خپلې رسمي ژبې لري. په کار خو دا ده چې پخپأو دواړو ملي ژبو تکيه او پاملرنه وشي.
ښه به دا وي چې د دې پر ځای خپله غيبي ملا هبت الله ولس ته راښکاره شي.
دا فرمانونه لکه ځايه راځي؟
د چارو اداره او پاکستان غواړي اذهان وارزوي. که څه هم دوئ په دغه کار سره خلکو ته وښيي چې نور نو افغانستان زموږ صوبه دی. خو بانک تا بانک ـ اشغال تا اشغال
آنګور ترش است؟؟؟؟
زه له دغو تش په نامه بی غېرته ،بی پته او بی عزته افغانانو یوه پوښتنه لرم چه که چیرې تاسو ریښتیا هم دا منۍ چه افغانستان پنجابیانو اشغال کړۍ دۍ.
نو تاسو د (احمد شاه او ملالې مور ځامن )بیا څنګه ورته لاس په زنګانه په رنډو رنډو مړو سترګو ګورۍ او پنجابیان مو په انګړ کې غومبر وهی؟
تاسو څوک یاست ؟
شرم حیا پیژنۍ؟
له تاسو خو هغه اکمل کولابۍ هم نر وو ځان خو یې په تخته کړو.
There is no leader in taliban, but an appointed retired colonel from pakistani military. Therefore the Eid message was written in urdu to see people’s reaction. No1 has seen Mullah Ghaibaty yet including taliban ministers. Pakistani
nationals can easily lead the whole Afghanistan cos they can easily integrate themselves, hide out or run away from the bordering cities like kandahar. He is playing a hide and seek game infront of today’s technology/ media.