تاند:( سې شنبه ، د حمل ۲۹ ) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویست د جمیعت او حزب وحدت ډلو له مشرانو سره په ترکیه کې لیدلي.
په خپرو شویو راپورونو کې راغلي، چې په دې جلا- جلا لیدنو کې صلاح الدین رباني او کریم خلیلي د افغانستان د روان ناورین په اړه خپلې غوښتنې امریکایي لوري سره شریک کړي.
د دوی مشخصې غوښتنې نه دي په ډاګه شوي، خو صلاح الدین رباني له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل د بیا کتنې غږ کړی.
دغه راز، کریم خلیلي ویلي چې اوسنی وضعیت غیر عادلانه دی.
د طالبانو دغه مخالف سیاستوال دا خبره تر ډېره د دې لپاره کوي، چې ګواکې طالبانو په واک کې دوی ته ونډه نه ده ورکړې.
تمه کیږي، چې ټام ویسټ به یو شمېر ورته نورو سیاسي څېرو سره هم وویني.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو امریکا د خپلو استخباراتي لوبو لپاره د افغانستان د اوسني وضعیت مسووله ګڼلې او ویلي، چې دغه هېواد د طالبانو له واک ته رسولو وروسته اوس پخواني جنګسالاران دوی سره په واک کې شریکول غواړي.
د څارونکو په باور، افغانان له طالبانو او نورو جنګسالارانو ټولو ستړي دي او ټینګار یې دی چې واقعي ولسواک او له ملي قوتونو جوړ نظام ولري.
زه تر ډیره په دي باور یم چې دا ډلې به یو وخت له طالبانو سره یوځای شي. ځکه د امریکا په دوئ دواړو مصرفونه شوي دي. خو ژړا د هغوو د کورنیو په حال چې ځوانان او زاړه يي په جګړو کې له لاسه ورکړل. ځکه دا کار په تیر کې هم شوی وو. د ربانی او مسعود ، ببرک کارمل، مزدک، کاوویاني، محمود بریالی،دوستم جنرال نبی عظیمي یوځای کیدل. د ګلبدین شهنواز تڼي، نیازمحمد مومند، جنرال اکا، بیا د جنرال رفیع، پکتین او بیا بیرته د دوستم او مزاری سره یوځای کیدل، د طالبانو او جنرال دوستم ښې اړیکې او بیا د جنرال مالک سره یوځای کیدل، بیا د ګلبدین او حنیف اتمر یوځای کیدل او سره سوله کول د امریکايي قوماندان له دستور سره سم. بیا په ټولو یوځای کبداو د ټولو سترګې پټول. په حقیقت کې دا ټولې منډې په واک کې د ورګډو له پاره ړی. اوس دوئ هر یوه د وزازتونو خوند لیدلی دی. جنګ نه سره کوي. که د امرالله صالح زوی ډګرجنرال، د دوستم زوی ډګرجنرال، دمحقق زوی ډګرجنرال بسم الله ډګرجنرال، عطا محمد نور ډګر جنرال، اسمعیل خان پوپو ډګرجنرال، دا سالنګیان، او + ۶۰۰ نور جنرالان او دنیمایی حکومت ریس عبدالله جان او وزیران ولي نه جنګیدل، دوۍ ته پخوا هم پاکستان او امریکا واک ورکړی و.
موږ یې له خدایه غواړو چې له دوئ او اوسنیو ټولو مو بیغمه کړې او خلک نور له دې ظالمانو خلاص کړې