Homeخبرونهد سیسلي په سواحلو کې د رومیانو ۲ زره کلنه پخوانۍ بېړۍ...

د سیسلي په سواحلو کې د رومیانو ۲ زره کلنه پخوانۍ بېړۍ وموندل شوه

تاند ( دوشنبه د اسد/زمري ۱۹مه) د ایټالیا د فرهنګي ساتنې یوې ځانګړې ادارې خبر ورکړی چې د دغه هېواد په سوېل کې د سیسلي ټاپو په اوبو کې د یوې لرغونې رومي بېړۍ پاتې شوني موندل شوي دي.

اټکل کېږي چې دا بېړۍ د میلاد څخه مخکې د دویمې یا لومړۍ پېړۍ پورې تړاو لري او په دننه کې یې سلګونه خټین منګي موندل شوې دي.

د ایټالیا د فرهنګي ساتنې واحد د شنبې په ورځ، د اسد په ۱۷مه، وویل چې د بېړۍ پاتې شوني د سیسلي ټاپو په لوېدیځه برخه کې، د مازارا دل والو ښار ته څېرمه موندل شوي دي.

د راپور له مخې، د بېړۍ پاتې شوني له ساحل څخه شاوخوا څلور کیلومتره واټن او د سمندر په ۴۶ مترو ژوروالي کې پراته وو.

ځايي اوسېدونکي لومړني کسان وو چې په اوبو کې یې د دې لرغونې جوړښت نښې ولیدې او اړوندو چارواکو ته یې خبر ورکړ.

د ایټالیا د فرهنګي ساتنې ځواکونو د سیمې له څېړلو وروسته تایید کړه چې دا د لرغونې روم د دورې د یوې بېړۍ پاتې شوني دي.

د اوبو لاندې د څېړنو پر مهال سلګونه خټین منګي او د بېړۍ د لنګر څو برخې هم وموندل شوې.

ایټالوي چارواکو دغه موندنه په سیمه کې د سمندري لرغون‌پوهنې له مهمو کشفیاتو څخه بللې ده.

اېټالیایي ځواکونو د دې بېړۍ د موندلو او څېړلو ویډیو هم خپره کړې چې پکې د بېړۍ ځینې پاتې شوني او د هغې شاوخوا پراته لرغوني توکي لیدل کېږي.

سیسلي د تاریخ په اوږدو کې د مدیترانې سمندرګي د سوداګریزو لارو له مهمو سیمو څخه وه.

د مالوماتو له مخې دغه ټاپو له میلاد څخه شاوخوا اتمې پېړۍ راهیسې د لرغونو یونانیانو تر نفوذ او واک لاندې و او وروسته، شاوخوا ۲۴۰ کاله مخکې له میلاده، د روم د امپراتورۍ برخه وګرځېد.

د رسنیو راپورونه وایي چې، د مدیترانې سمندرګي په منځ کې د سیسلي موقعیت د دې ټاپو سوداګریز اهمیت ډېر زیات کړی و او د اروپا او شمالي افریقا ترمنځ د سوداګرۍ مهمه لار وه.

راپورونه زیاتوي چې، په ورپسې دورو کې دغه سوداګریزې لارې تر عربي سیمو او هند پورې هم وغزېدې.

کارپوهان اوس هڅه کوي چې، د بېړۍ د پاتې شونو او موندل شویو توکو په لا دقیقې څېړنې سره د دې لرغونې بېړۍ د جوړېدو د وخت، د سفر د مسیر او د هغې د بار په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...