ژباړه: مینه احمد
د دې لیکنې لیکوال اکرام اندېشمند، سره له دې چې د جمعیت اسلامي ګوند غړی دی او دې ډلې او خپلو سیمه ییزو علایقو ته وفادار دی، هڅه کړې چې په دې لیکنه کې په افغانستان او سیمه کې موجود حقایق په پام کې ونیسي او خپلو خلکو ته هوايي هیلې ورنه کړي. یعني د افغانستان انترنشنل په شان داسي ونه ښيي چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شوې او د طالبانو رژیم په نسکورېدو دی. دا بېله خبره ده چې د ښځو او نجونو خلاف د طالبانو اقدامات او د دې ډلې یو شمېر نور کارونه د افغانستان او د دې هیواد د راتلونکي لپاره زهر دي، لیکن د ځمکې پر مخ له واقعیتونو انکار یا یې په بل ډول ښودل نه یوازې ګټه نه لري بلکې هغوی چې د وضعیت د بدلون هڅه کوي، په غلطه لار بیايي.
د ښاغلي اندېشمند د لیکنې ژباړه ولولئ (ژباړنه)
د جمهوریت د سقوط په ټولو عواملو کې دوه عاملونه ډېر مهم وو: لومړی، په پوځي ـ امنیتي، مالي او اقتصادي برخو کې د امریکا او لوېدیځ پر مرستو د جمهوري دولت او نظام بشپړه تکیه. د دغو مرستو د پرې کېدو او د بهرني ملاتړ، په ځانګړي ډول له جمهوریت څخه د امریکا د مخ اړولو په پایله کې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه جمهوري حکومت په بشپړه توګه سقوط وکړ.
دوهم، د جمهوریت د واکمنانو او هغو تنظیمي او غیرتنظیمي سیاستوالو بېکفایتي، کمزوري، بېمسوولیتي او فساد و، چې د جمهوریت په واک کې شریک وو او ونه توانېدل چې یو سالم، ملي، مسوول او ځوابویونکی دولت جوړ کړي.
په افغانستان کې د جمهوریت ټول کلونه د واکمنانو، سیاسي مشرانو او تنظیمونو ترمنځ په اختلاف او تقابل کې تېر شول. په جمهوري حکومت کې سیاسي، مالي، اداري، اخلاقي او د فساد نور ډولونه خپاره وو. دغه وضعیت د امریکا او هغو ټولو لویدیځو هېوادونو لپاره، چې د جمهوریت مالي او پوځي ملاتړ یې کاوه، د زغملو نه و.
اوسنی وضعیت
په تېرو شاوخوا پنځوسو کلونو کې د افغانستان د جګړو او بېثباتۍ په جریان کې په لومړي ځل د هېواد اداره د یوه واحد، یو موټي او منسجم حکومت لاس ته ولوېده. د بېلابېلو ډلو او د جمهوریت او طالبانو ترمنځ هغه جګړه پای ته ورسېده چې شاوخوا یوه څلورمه پېړۍ یې دوام کړی و.
د جهادي او غیرتنظیمي ډلو قوماندانان، د پخواني خلق دیموکراتیک ګوند د واکمنۍ پاتې ځواکونه او ملیشې، له خپلو ځواکونو او وسلو سره د افغانستان له ډېرو سیمو څخه ووتل.
په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان په کچه د سفر او تګ راتګ لپاره د لارو امنیت تر ډېره بېرته تأمین شوی دی. هغه پراخ مالي فساد چې د جمهوریت پر مهال موجود و او ان تر ۵۰ سلنې یا له دې هم ډېر ګمرکي عواید، ترانسپورتي عواید، مالیې او نور کورني عواید چې د واکمنانو او دولتي مامورینو جیبونو ته تلل، په پام وړ ډول کم یا له منځه تللی دی.
خو دغه بدلون، چې باید د اوږدې بېثباتۍ د پای ته رسولو لپاره د یوه مقتدر او حتی عصري استبدادي دولت د جوړېدو لامل شوی وای، عملي نه شو.
د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان او له نړۍ سره اړیکې
په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو د یوه عادي او متعارف دولت د جوړولو لپاره کوم څرګند عملي اقدام نه دی کړی. نه اساسي قانون جوړ شوی، نه د درېګونو قواوو تفکیک رامنځته شوی، نه پارلمان د قانون جوړونې او د حکومت د څارنې لپاره جوړ شوی، نه د حکومت د سیاستونو د تأیید لپاره شورا یا جرګه رامنځته شوې، نه ټاکنې شوې او نه هم د ټاکنو له لارې رامنځته شوي بنسټونه د هېواد د ادارې لپاره فعال شوي دي.
همداراز په دولتي او حکومتي ادارو کې مسلکي او تخصصي مدیریتونه هم نه دي رامنځته شوي. افغانستان د بشري او ټولنیز پرمختګ له پلوه تر ډېره په هماغه ځای کې پاتې دی چې شاوخوا سل کاله مخکې و. ښځې او نجونې له زدهکړو او تحصیل څخه منع شوې دي او فقر، بېکاري او د راتلونکي په اړه ناهیلي پراخه شوې ده.
د ګاونډیو هېوادونو، سیمې او لویدیځو هېوادونو په ګډون ټوله نړۍ ننني افغانستان ته تر ډېره د امنیت له نظره ګوري. ځینې هېوادونه، په ځانګړي ډول ګاونډیان او د سیمې هېوادونه، خپلې اقتصادي او سوداګریزې ګټې هم له همدې امنیتي لیدلوري سره تړلې پراخوي.
امریکا او لویدیځ به د اوسني وضعیت له امله بېرته د افغانستان جګړې ته راستانه نه شي او نه به پوځي مداخله بیا پیل کړي. د سیمې هېوادونه لکه روسیه، هند او ایران، چې ځینې یې له امریکا او لویدیځ سره په تقابل کې دي، نه یوازې د اوسني وضعیت د بدلون لپاره کومه څرګنده طرحه نه لري، بلکې هڅه کوي له اسلامي امارت سره د اقتصادي، سیاسي او امنیتي اړیکو په پراخولو سره نژدې اړیکې رامنځته کړي او په سیمهییزو او نړیوالو سیالیو کې یې له ځان سره همغږی کړي.
د راتلونکي لیدلوری
د افغانستان په اوسني سیاسي وضعیت کې بدلون پر کورنیو او بهرنیو عواملو پورې تړلی دی؛ خو د دغو عواملو مجموعه تر ډېره د اوسني وضعیت د دوام او ساتلو لوري ته اشاره کوي.
۱ ـ بهرني عوامل
په اوسني وضعیت کې هېڅ بهرنی هېواد د طالبانو د واکمنۍ د بدلون لپاره څرګنده اراده یا طرحه نه لري. د دغو هېوادونو استخباراتي او امنیتي ادارې، چې په تېرو شاوخوا پنځوسو کلونو کې یې ډېری وخت په افغانستان کې د خپلو ګټو لپاره د مداخلې او بېثباتۍ سیاستونه تعقیب کړي، اوس تر ډېره لاس تر زنې ناستې دي.
پاکستان، چې د افغانستان یو مهم او اغېزناک ګاونډی دی، له طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر سر اختلاف او ترینګلتیا لري. دغه ترینګلتیا په تېر کال کې تر سرحدي نښتو او حتی د کابل په ګډون د افغانستان په خاوره کې هوايي بریدونو ته رسېدلې ده.
خو پاکستان د طالبانو د مخالفانو د پوځي ملاتړ له لارې د هغوی د واک د بدلون په لټه کې نه دی؛ ځکه له مالي، اقتصادي، پوځي او حتی ټولنیز پلوه د داسې اقدام لپاره کافي توان او ظرفیت نه لري.
۲ ـ کورني عوامل
واقعیت دا دی چې افغانستان داسې سیاسي او پوځي اپوزیسیون نه لري چې د طالبانو بدیل وګرځي. د طالبانو مخالفان او منتقدان ډېر دي، خو داسې منسجم، د منلو وړ او بااعتباره اپوزیسیون چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې په منځ کې اعتبار ولري او د طالبانو بدیل شي، نه شته.
په تېرو پنځو کلونو کې، سره له دې چې فقر او بېکاري پراخه شوې، مدني ازادۍ محدودې شوې او د هېواد نیمایي نفوس، یعنې ښځې او نجونې، له تعلیم، تحصیل او کار څخه محرومې دي، بیا هم د اوسني سیاسي وضعیت د بدلون لپاره د پراخو او سراسري اعتراضونو کومه څرګنده نښه نه ده لیدل شوې.
په افغانستان کې هېڅکله د لوږې انقلاب نه دی راغلی او د لیکوال په باور، رامنځته به هم نه شي.
په تېرو پنځو کلونو کې طالبانو د یوه متعارف دولت د جوړېدو لپاره کوم څرګند عملي اقدام نه دی کړی. نه اساسي قانون جوړ شوی، نه د درېګونو قواوو تفکیک رامنځته شوی او نه هم د قانون جوړونې او د حکومت د څارنې لپاره پارلمان جوړ شوی دی.
د طالبانو له لوري بدلون، په ځانګړي ډول د افغانستان په سیاسي وضعیت کې، لږ تر لږه په نژدې راتلونکي کې ناشونی ښکاري. په تېرو پنځو کلونو کې داسې کومه نښه نه ده لیدل شوې چې د طالبانو په کورني سیاست کې د بدلون څرګندونه وکړي.
طالبان لا هم د ښځو او نجونو پر مخ د تعلیم او تحصیل دروازې تړلې ساتي او حتی د خپلو ځینو چارواکو غوښتنو او تمایلاتو ته یې هم، چې له مشرۍ څخه یې د ښځو او نجونو د تعلیم غوښتنه کړې، پام نه دی کړی. هغه د شریعت روایت چې د دې سیاست لپاره دلیل بلل کېږي، لا هم غالب او ظاهراً نه بدلېدونکی دی.
که څه هم اسلامي امارت خپل بهرنی سیاست «اقتصادمحور» بولي او هڅه کوي اقتصادي پرمختګ او پراختیا خپله ستره بریا معرفي کړي، خو په تېرو پنځو کلونو کې دغه پرمختګ د پام وړ نه و.
د سړکونو او لویو لارو د بیارغونې او جوړولو لپاره، په ځانګړي ډول په کابل ښار او ځینو لویو لارو کې، اقدامات شوي دي. د قوشتپې کانال پروژه هم، چې کابو نیمه پېړۍ یوازې پر نقشو او کاغذونو پاتې وه، عملي پړاو ته داخله شوې ده. خو په ټوله کې د افغانستان اقتصاد له رکود څخه نه دی وتلی او د پراختیا پر لور نه دی تللی.
د ګاونډیو، سیمهییزو او لویدیځو هېوادونو په ګډون ټوله نړۍ ننني افغانستان ته تر ډېره له امنیتي نظره ګوري، او ځینې هېوادونه، په تېره بیا ګاونډیان او د سیمې هېوادونه، خپلې اقتصادي او سوداګریزې ګټې هم له همدې لیدلوري سره پراخوي.
سره له دې چې په افغانستان کې نسبي امنیت رامنځته شوی، د اقتصادي پراختیا لپاره کورنۍ او بهرنۍ پانګونه لا هم ډېره کمه ده.
چین هغه هېواد دی چې تمه کېده د افغانستان له حکومت سره د ګڼو اقتصادي تړونونو له لاسلیک وروسته به په افغانستان کې تر ټولو ډېره پانګونه وکړي، خو تر اوسه یې د پام وړ عملي اقدام نه دی کړی او د افغانستان په اقتصادي زیربناوو او لویو کانونو کې یې له پانګونې ډډه کړې ده.
امریکا او اروپا هم، لکه څنګه چې افغانستان ته به د جګړې لپاره بېرته راستانه نه شي، د پانګونې لپاره به هم بېرته افغانستان ته راستانه نه شي.
اکرم نه بلکې اِکرام دی.
مننه