Homeخبرونهاوپن‌اې‌آی: د دولتي وېبپاڼو د معلوماتو لاسرسی امنیتي نفوذ نه و

اوپن‌اې‌آی: د دولتي وېبپاڼو د معلوماتو لاسرسی امنیتي نفوذ نه و

تاند (دوشنبه، د تلې/ میزان ۶ که) اوپن‌اې‌آی وايي، د دې شرکت د مصنوعي ځیرکتیا ماډلونو د امریکا د سټاکونو (ونډو) او اسنادو کمېسیون او د سرشمېرنې ادارې په ګډون د ځینو دولتي وېب‌پاڼو معلوماتو ته لاسرسی موندلی، خو د دې شرکت په وینا، د امنیتي ارزونې په ترڅ کې د غیرمجاز لاسرسي، د کاروونکو حسابونو د زیانمنېدو یا امنیتي درز کومه نښه نه ده موندل شوې.

اوپن‌اې‌آی د جمعې په ورځ ویلي، د دې شرکت ځینو اوپرېټرانو هغو وېب‌پاڼو ته مراجعه کړې چې د حکومتونو، پوهنتونونو او عامه ادارو اړوند دي. د شرکت په وینا، دا کار د څېړنیزو فعالیتونو پر مهال د باوري عامه معلوماتو د سرچینو د موندلو لپاره شوی دی.

له بلې خوا، د «ترنسلوس» په نوم یوې غیرانتفاعي څېړنیزې ادارې ویلي، داسې عاملونو چې ښايي د اوپن‌اې‌آی اړوند وي، د امریکا د پوهنې وزارت د مدني حقونو د دفتر وېب‌پاڼې د هک کولو ناکامه هڅه کړې ده.

د دې ادارې په وینا، د مصنوعي ځیرکتیا اوپرېټرانو د دولتي وېب‌پاڼو د ارزونې په ترڅ کې د افشا شویو معلوماتو کارولو، د روباټ ضد امنیتي سیستمونو د تېرېدو او د جعلي حسابونو جوړولو په څېر لارې هم کارولې دي.

د اوپن‌اې‌آی د اوپرېټرانو د چلند په اړه اندېښنې وروسته له هغې زیاتې شوې چې دې شرکت د جولای په ۲۱مه وویل، د دې اوپرېټرانو د سافټویر له هغو نیمګړتیاوو په ګټې اخیستو سره چې تر هغه وخته نه وې پېژندل شوې، د «هاګینګ فېس» د مصنوعي ځیرکتیا پر پلاتفورم ځینو امنیتي محدودیتونو ته د تېرېدو هڅه کړې وه.

د هاګینګ فېس له پېښې وروسته، د اوپن‌اې‌آی یا خپلواکو څېړونکو له خوا د دې شرکت د مصنوعي ځیرکتیا اوپرېټرانو د ستونزمنو چلندونو تر ۱۵ ډېرې پېښې راپور شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری» اثر ته کتنه

زمری محقق د کتاب پېژندنې لړۍ: ( ۳۵ ) د ښاغلی جهاني صاحب دغه اثر (کیش شخصیت د تاریخ نګاری و تحلیل نګاری) می څو ورځی...