لس میله وسله، پنځه کیلو غنم، درې کسه روسان، یوه جوړه جامې، څلور عرادې موټر… په دغو عبارتونو کې میل، کیلو، کس، جوړه او عراده هر یو د عددي صفت متمم بولو.
صفت یا ستاینوم د اسم حالت بیانوي او عددي صفت هغه ستاینوم دی چې د اسم شمیره، اندازه یا ترتیب راښیي. مثلا (لس) د وسلې تعداد او اندازه را معلومه کړې ده. د صفت متمم هغه کلمه ده چې د صفت د معنا د بشپړولو لپاره له صفت سره راځي. که د پنځه کیلو غنمو په عبارت کې (کیلو) نه وي، معنا نیمګړې پاتیږي.
پوهاند صدیق الله رشتین په خپل کتاب (پښتو ګرامر) کې چې سید محي الدین هاشمي پښتو کړی دی، د عددي صفت د متمم اصطلاح نه ده راوړي خو د عددي صفت په بحث کې همدی موضوع ته لنډه اشاره کوي او لیکي چې: (ځینې وختونه د معدود د څرګندتیا او وضاحت لپاره تر عددونو وروسته یو شمیر مناسبې کلمې هم استعمالیږي لکه: دوه تنه سړي، پنځه کسه هلکان، څلور سره غوایان، درې سره پسونه.)
د عددي صفت متممونه په فارسي کې ډیر دي. په فارسي کې لولو چې: چهار قلا ده سگ، یک حلقه چاه، دو باب منزل، یک فروند کشتی، پنج اصله نهال، ده قبضه شمشیر او داسې نور. خو ایا دا ټول باید په پښتو کې هم ولرو؟
پوهاند رشتین د معدود د وضوح شرط ته اشاره کوي. مانا دا چې په پښتو کې د عددي صفت متمم هغه وخت لازم ښکاري چې نه استعمال یې په معنا کې ابهام پیدا کوي. په دې حساب له موټر، کوهي، نیالګي او نورو ډیرو اسمونو سره د عددي صفت متمم ضرور نه دی. په پښتو کې سمه دا ده چې: څلور موټرونه، دوه نیالګي او لس کوهي ووایو. زما په نظرد غویو او پسونو په برخه کې هم د (سره) متمم ته ضرورت نشته او دا متمم د (راس) ترجمه ښکاري.
هغه شیان چې جوړه لري، لکه عینکې، بوټونه، جامې (کمیس او پرتوګ) او جورابې ، په پښتو کې ورته د عددي صفت متمم (جوړه) لازم ښکاري. په لس جوړې بوټونو کې چې کومه وضوح شته په لس بوټونو کې نشته، خو درې سره پسونه او درې پسونه په یوه اندازه وضاحت لري.
د طول، حجم، وزن، مساحت او داسې نورو د اندازه کولو لپاره چې کوم واحدونه دي، هغه به خامخا راوړو: دوه کیلومتره لاره، درې کیلو وربشې، څلور لیتره اوبه …
(دانه) یوه هغه کلمه ده چې د عددي صفت د متمم په توګه ډیره استعمالیږي. موږ کله کله وایو چې: څلور دانې مڼې، درې دانې خټکي یا دوه دانې اناره. دلته د (دانې) کلمه ضروري نه ده. البته، د انارو څلور دانې، د تسپو درې دیرش دانې یا د غنمو څلور دانې بله خبره ده.
(دانه) معمولا ګرده یا بیضوي شکله او دومره وړه وي چې په موټ کې مو ځاییږي. که د دانې دغه تعریف ومنو نو له خټکو یا نورو نسبتا غټو شیانو سره د (دانې) راوړل په پښتو کې په هر حال ناسم ښکاري.
په پښتو کې د ویښتو د عددي صفت متمم ( تار) دی. موږ وایو: څلورتاره ویښته. هغه نومونه چې د کل او جز په فرق کې یې مشکل پیښیږي، عددي صفت یې متمم ته ضرورت لري. مثلا داسې نه وایو چې: درې ځمکې مې واخیستې، بلکې وایو چې: درې ټوټې ځمکې مې واخیستې. په دري کې د قطعې کلمه د ځمکې، عکس، او ځینو نورو اسمونو لپاره د عددي صفت د متمم په توګه راوړل کیږي. موږ په پښتو کې درې ټوټې ځمکې وایو مګردې ته اړتیا نشته چې درې قطعې عکسونه ووایو، ځکه دلته بې قطعې هم د معنا په رسولو کې مشکل نه پیدا کیږي. موږ د بیلو بیلو ورځو د اخبار یا مجلې د توپیر لپاره مجبور یو د (ګڼې) کلمه ولرو. که زر کتابونه وایو، معلومه نه ده چې منظور مو زر عنوانه کتابونه دي که زر ټوکه. په همدې وجه لیکو چې: استاد حبیبي تر سل عنوانه ډیر کتابونه ولیکل او مهم کتابونه یې په زرګونو ټوکو کې چاپ شول.
موږ که د لسو مختلف النوع میل لرونکو وسلو یادونه کوو پکار ده ولیکو چې : لس میله وسله. دلته که میل ونه لیکو، نو په وسله کې خو داسې وسایل هم شامل دي چې میل نه لري. خو که دغه میل لرونکې وسله کلاشینکوفونه وي، بیا ضرور نه ده چې ولیکو: لس میله کلا شینکوفونه. د افغانستان د دفاع یا داخله وزارت یوه کارکوونکي ته به دا خبره د نه منلو ښکاره شي چې له کلاشینکوف سره (میل) ونه لیکي او له ماین سره (حلقه) رانه وړي، ځکه ده په کلونو کلونو همداسې ویلي او لیکلي دي، مګر د پښتو خپلو غوښتنو ته که وګورو، نو ماین یې شاید هیڅ وخت حلقه ونه غواړي او کلاشینکوف کله د میل د عددي صفت متمم ته اړتیا لري او کله یې نه لري.
تر دې ځایه موږ دې نتیجې ته ورسیدو چې په پښتو کې د عددي صفت متمم یوازې هغه وخت پکار دی چې د ابهام مخه ورباندې ونیول شي، خو له بلې خوا په پښتو کې د انسان لپاره کله کله د کس یا تن کلمې راوړو. دلته خو دغه متممونه د وضاحت نقش نه ترسره کوي، ایا بې ځایه دي؟
دلته د ارزښتونو موضوع مطرح ده. تر درې روسانو په درې تنه روسانو کې ممکن درناوی او احترام ووینو. په هره ټولنه او په تیره بیا قبایلي یا نالوستې ټولنه کې خلکو ته ځان تر نورو خلکو بر ښکاري. د قبایلي سیمې یوه میرمن چې له ګودره اوبه راوړي، ممکن د خپلې قبیلې له نامحرم سړي د مخ پټول لازم وګڼي مګر د بلې قبیلې سړی شاید د دې وړونه بولي چې مخ ورنه پټ کړي. په دارنګه ټولنو کې د نورو دینونو او مذهبونو خلکو ته هم ممکن په ډیره ټیټه سترګه وکتل شي. همدا وجه ده چې داسې احساس کوو چې د مختلفو قومونو، ملتونو او عقایدو د پیروانو د یادولو په وخت د تنه یا کسه کلمه یوه معنوي خلا ډکوي.
د باختر اژانس مامورین یا ځینې نور کسان چې پښتو ژورنالیزم ته کار کوي، د خبرونو، تجارتي اعلانونو او راپورونو د لیکلو په وخت ډیر ځله په دوه کې حیران وي چې درې پایې کمپیوټره ولیکي که درې کمپیوټره؛ لس څاه ګان ولیکي که لس حلقې څاه ګان؛ شل قبضې چاړې ولیکي که شل چاړې او داسې نور. دوی شاید د دري متنونو په پیروۍ په پاسنیو عبارتونو کې د پایې، حلقې او قبضې کلمې راوړي او لازمې یې وګڼي چې لازمې نه دي.
د دې مشکل یوه وجه دا ده چې د پښتو ګرامر په بحثونو کې د عددي صفت د متمم ځای تش پاتې دی. په دې اړه پکار ده چې د پښتو له خپلو غوښتنو سره سم یو روښانه تصور ولرو، د لازمو او غیرلازمو متممونو ځای وپیژنو او که چیرته د نوي متمم اړتیا وي او په لیکنۍ ژبه کې یې نه لرو د هغه غم وکړو.
د عددي صفت متممونه معمولا د کلام د تصویري کولو سبب ګرځي او د یوې ټولنې کلتوري پانګه ده. د وخت په تیریدو سره به د کلیو او ولسونو په خبرو کې موجود متممونه تر ډیره حده هیر شي او یوه سرمایه به د همیشه لپاره له ګوتو ووځي. دا به ډیر ګټور کار وي چې په بیلو بیلو لهجو او سیمو کې موجود متممونه راغونډ شي.
د دې لیکنې د لیکلو په وخت ښاغلي ومان نیازي د غزني په اندړو ولسوالي کې او آغلې لینا شریفي د میدان ښار په سیمه کې د عددي صفت ځینې مروج متممونه راوښودل چې دلته یې لولئ.
د غزني د اندړو په ولسوالي کې: درې پاستي ډوډۍ، دوه کتاره بنګړي، دوه لړه مرمۍ، یوه خوله نسوار، یو موټ اتامونه، یوه ګیډۍ غنم، یوه غیږ پروړه، لس کودې رشقه، یو اور لرګي، یوه تاکۍ اوړه، یوه پنډه رشقه، یو سیل مرغاوۍ، یو کمبو پروړه، یو څپری ازغي، یو ځک کوچ، یو کټو مستې، یوه څمڅۍ ښوروا، یوه ځولۍ سابه،یو ډکی نوش پیاز، یو وخت وړه، یو کمیس رخت، یو کندو غنم، یو اخور واښه، یو موټی ممیز، یوه سلایي رانجه، یوه غیږ جوار، یو تخرګ لرګي، یو بیډۍ کوچ، یو کنځور چاپکې (تپیاکې)
په میدان ښار کې: یوه خوله خندا، یوه سترګه ژړا، یو پشت ډوډۍ (هغومره ډوډۍ چې په تناره کې په یوه نوبت پخیږي.)، یو شکور ډوډۍ، یو نس ډوډۍ، یوه کپه سپیرکۍ، یو وخت خواړه، یو کندو وړه، یو د ور کوټې، درې درجنه پیالې، یوه پیمانه وړه، یو کمیس ټوټه، یو نسوار رانجه، یو کوټ واښه، یو اخور واښه، یو تلبر ډوډۍ (تلبر شکور ته ورته شی دی چې اوس ورنه استفاده نه کیږي)، یو زنګون واوره، دوه قده اوبه، دوه بکسه جامې، یو نخود کوچ، یو تنور خس، یوه لمن مڼې، یو کپ مڼه.
که د هرې سیمې او هرې لهجې دا رنګه کلمې راټولې شي، د ژبې، ژوند او کلتور لویه زیرمه به خوندي شوې وي. یو کش چلم، یوه پنجه رباب، دوه کتاره زاڼې، دوه چونډۍ نسوار، یو کتار اوښان،یو ګورت ګندنی یا یوه تاکۍ ممیز مو یو تصویر او یو هیریدونکی ژوند او کلتور سترګو ته دروي.
په پښتو ګرامر کې د عددي صفت متمم په سم او ناسم استعمال باندې دقیقه فیصله هغه وخت ممکن ده چې دغه ډول متممونه راټول شي.
دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د جنورۍ په دوهمه په تاند کې خپره شوې وه.
ما فکر کوو چي واحدات به د ټولو عډدی صفتونو د متمم خلا ډکه کړی شی خو د محترم غضنفر صاحب څیړنې راوښودل چي نه، او باید دا خلا لکه چي استاد لارښوونه کړی باید ډکه شی نو د ډیرو نورو کامیابیو تر څنګ دمګړۍ غضنفر صاحب د پښتو دروند او معزز معلم بولم ۰
الله رب العزت مو ، عزت دارین نصیب کړه ۰