شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهمحقق: کرزي د ملا برادر، یعقوب او سراج الدین ستاینې راته وکړې

محقق: کرزي د ملا برادر، یعقوب او سراج الدین ستاینې راته وکړې

تاند:( شنبه، د حمل ۱۲ )  د افغانستان یوه هزاره سیاستوال حاجي محقق ویلي، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ورسره په ترکیه کې د څه موده مخکې لیدنې پر مهال د طالبانو منځ کې د ملا برادر، ملا یعقوب او ملا سراج الدین حقاني ستاینې کړي دي.

محقق ونه ویل، چې ښاغلي کرزي د دغو طالب ملایانو څه ستاینې ورته کړي، خو زیاته یې کړه چې نوموړي د طالبانو او مخالفانو ترمنځ یې پر جوړجاړي ټینګار وکړ.

حاجي محقق زیاته کړه، چې دوی کرزي ته وویل، چې د جوړجاړي ملاتړ یې کوي، خو ګوري چې طالبان په دې اړه څه دریځ لري.

ترکیې ته د حامد کرزي د یاد شوي سفر څو میاشتې کیږي، خو تراوسه د هغه د دغو هڅو تازه څه جزیات نه دي رسنیز شوي.

ښاغلی کرزی بیا- بیا په افغانستان کې د هر څومره ژر ملي روغې جوړې لپاره د بین الافغاني خبرو د پيل غوښتنه کوي، خو لیدل کیږي چې طالبان په ځانګړي توګه کومه پاملرنه نه ورته کوي او غبرګون نه ور ته څرګندوي.

حاجي محقق په تازه مرکه کې دا هم وویل، چې د کرزي او طالب مشر ملا هبت الله لیدل نه دي شوي.

هغه په روښانه ټکیو ونه ویل، چې دا لیدنه ملا هبت الله رد کړې، خو نورو سرچینو تر دې مخکې داسې ادعاوې کړې وې.

د طالبانو ویاندویانو د محقق او کرزي څرګندونو ته تازه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ځینو چارواکو یې مخکې ویلي وو، چې نړیوال او په سر کې د سولې خبرو په نوم ور باندې له پخوانیو چارواکو او سیاستوالو سره ګډ حکومت تپل غواړي، چې دوی غاړه نه ورته ږدي.

د طالبانو ځینې پلویان ادعا کوي، چې ملا برادر، ملا یعقوب او ملا حقاني د دوی په لیکو کې له منځلارو ډلو دي، چې غواړي طالبان اصلاحاتو ته چمتو او افغانستان له روان ناورینه وباسي.

منتقدان یې بیا داسې څرګندونې بې ځایه تبلیغات بولي او وایي، چې طالبان ټول یو ډول دي او دغو کسانو که ریښتیا غوښتي وای، نه به له نجونو او ښځو د زده کړو او کار حق اخیستل شوی وای او نه به افغانستان د طالب ملایانو د مطلق انحصار او ظالمانه استبداد د زرګونه بېلګو او ژورو ناورینونو شاهد وای.

1 COMMENT

  1. شهاب
    کرزي به د طالبانو ستاینه کړي وي او یانه؟ خو دا چې لا هم له محقق، قانوني، احمد مسعود، خلیلي، ضیا مسعود، دوستم، زلمي رسول، اتمر، سیاف، صلاح الدین، صالح، عطا نور، بسم الله پیشقیل، اسمعیل چلتاری، دانش، علیپور او په لسګونو نورو داسې جنایتکارانو سره لیده کاته کوي، معلومیږي چې کرزي هیڅ تجربه نه ده تر لاسه کړي، او رښتیا چې چرسي سړی نه سړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب