شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهزابل کې ماین چاودنې یو کوچی وژلی او ۳ نور یې ټپيان...

زابل کې ماین چاودنې یو کوچی وژلی او ۳ نور یې ټپيان کړي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۱ ) د زابل ولایت د سرخوګانو په سیمه کې د کوچیانو پر یوه تراکتور د ماین چاودنه شوې ده.

ځایي طالب چارواکي وایي، چې پر دغه ټراکټور پخواني زوړ ماین چاودنه کړې چې له امله یو تن وژل شوی او درې ماشومان ټپيان دي.

سرچینه زیاتوي، چې ټپيان شوي ماشومان د شاجوی روغتیایي مر کز ته انتقال شوي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، د ورته پېښو خبرونه زیات شوي.

د داسې پېښو یو اصلي دلیل د طالبانو رژیم سره د نړیوالو د نه تعامل له امله په افغانستان کې د ماین پاکولو د چارو ټکني کیدل ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب