شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهطالبانو ته د عبدالباري جهاني لیک له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی

طالبانو ته د عبدالباري جهاني لیک له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوی

تاند:( جمعه، د حمل ۱۱ ) د طالبانو د مشرانو په نوم د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزیر او مشهور شاعر عبدالباري جهاني پرانیستی لیک د افغانانو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوی.

په دغه لیک کې ښاغلي جهاني د طالبانو پر افراطي کړنو نیوکې کړي او د دوی دا ډول مخته تګ یې د دوی د رژیم د سقوط او دغه راز ټولو پښتنو ته د دښمنۍ جوړولو په مانا ګڼلي.

ښاغلي جهاني طالب مشران مخاطب کړي او ویلي، چې دوی د پښتنو په نوم قدرت انحصار کړی او نور خلک یې څنډې ته کړي دي.

د نوموړي له دغو څرګندونو یو شمېر پښتنو ضدو کړیو هرکلی کړی او دا څرګندونې یې پښتنو ته د طالبانو د منسوبوالي یو ډول اعتراف بللی.

 د افغانستان انټرنیشنل په نوم ټلویزون، چې د پښتنو خلاف تبلیغات کوي او طالبان د دوی استازي غواړي وښيي، د ښاغلي جهاني د خبرو د هرکلي لپاره څو بحثونه ترسره کړي.

د فاریاب پخواني والي او د عبدالرشید دوستم نیږدې کس نقیب الله فایق د ښاغلي جهاني د خبرو هرکلی کړی او ویلي، چې نوموړي د پښتنو او په ځانګړي ډول د کندهاریانو له لوري د واک پر انحصار اعتراف کړی او دا یې یوه غوره کړنه ده.

هغه له نورو پښتنو هم غوښتي، چې د جهاني په شان څرګندونې وکړي.

فضل ربي شینواري د ښاغلي جهاني په غبرګون کې لیکلي: (( له یوې خوا چغې وهئ، چې طالب د پښتون استازی نه دی، له بل لوري مو کمپاین روان کړی، چې «ټول پښتانه طالبان دي» زه د یو پښتون په حیث د هبت الله د ناسمو اعمالو پړه نشم منلی، هبت الله او محمد حسن اخوند پوهېږي کار یې.))

خوشال خلیل په دې اړه وایي:(( طالب له جنوب او شرقه د پښتنو په جنازو پښه ايښې تر ارګ رسېدلی.مړ هم پښتون او پړ هم پښتون. ځيني پښتانه دانشوران دې احتياط کوي د هر په خټه پښتون جنايتکار مسووليت دې پر ټولو پښتنو نه اچوي، ندي عذر غواړي. ټول افغانان د هغه سياسي اسلام قربانيان دي چې د غرب په ملاتړ پر موږ تپل شوی.))

ښاغلي جهاني د دغو څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

9 COMMENTS

  1. د غیر پښتنو اندونه د هغوی خپل کار دۍ، دپښتنون سینه ډیره ارته ده، پخوا به هزاره ګانو ویل چی :دل اوغو کلویه، همدا د هغوی اعتراف وو د پښتنو په پراخ لید لوری باندی،بله بیلګه یی دغه ده چی نیږدی ټول پښتانه په خپله دوهمه ملی ژبه (دری) باندی پوهیږی، دا ولی داسی ده؟ دوه ممکن لاملونه ورته موندلۍ شو: لومړۍ لامل یی د پښتنو پراخه سینه او لید لورۍ دۍ او دوهم یی باید په پښتنوباندی د غیر پښتنو ظلم او تدا وی. څکه دغیر پښتنو ولي پښتو نده زده؟ ظاهرا دوی وایی چی پښتو ژبه سخته ده ؟!!! مګر همدغه نازولی چی بیا اروپا ته لاړشی د هغی ځای تر پښتو ډیری سختی ژبی بیا په آسانۍ زده کوی. چی د دوی دا بانی بیا مسخره ښکاری او د دوی کینه او عناد دپښتو او پښتنو سره له ورایه څرګند دۍ. د طالبانو آکثریت پښتانه دي مګر پښتانه بیا طالبان ندی.طالبان یوه ایډیالوژی ده لکه سوسیالیزم، بودیزم، هندوییزم او امپریالیزم. کچیری کوم پښتون لکه همدا اوس جهانی صیب او نور منور پښتانه طالبان نقد کوی دا دپښتون ټبر پراخ نظری او د روغ ذهنیت استازولی کوی. ځکه چی ځان ددی خاوری اوسیدونکۍ او بچۍ ګڼی. اوس نو داچی طالب ولی بیرته مسلط شو له بهرنیو لاملونو ور ایخوا ډیر غوره لامل یی د تیر رژیم د چارواکو د فساد او مردارۍ منطقی پایله ده، همدا د ناروغ ذهن خاوندان د یوځلی خپل سر وخپل ګریوان ته ټیټ کړی او له خپل ځان سره د قضاوت وکړی بیا د ووایی. د سقاو څخه را نیولي تر ربانی پوری او د امریکایانو دشل کلني دوری تر پایه پوری دری ځلی دوی خپل بخت وآزمویه پایله یی ټولو ته څرګنده ده. بنا پر دی سره باید د عقل نه کار واخلی او ځمکنی واقعیتونه په نظر کی ونیسی. د پښتون انتقاد په طالب باندی یوه طبعی خبره ده کوم قیامت ندۍ راغلۍ طالب باید هم نقد او وغندل شی مګر ورسره جوخت دوستم، نور،قانونی او حسیب قوای مرکز هم د غندنو وړ دی. د طالب د بدو او هیواد دوښمنه پالیسی هیڅکله هم د غیر پښتنو جنایتکارانو مخ نه شی سپینولۍ.

  2. زه جهانی صاحب او روستار ترکی ته حیران یم ، یووخت یی دطالب طرفداری کوله یا اقلاً خنثی دریځ یی و، اوس یی په غلطه پښتانه بولی دوی یوه ورځ دا واقعیت څرګند نه کړ چی طالب خو اول پښتانه تباه کړل، په فزیکی ډول یی ووژل، مکتبونه یی ور وران کړل، شفاخانی او سرکونه یی د پښتنو سیمه کی وران او پښتانه روشنفکران یی قتل عام تجارت او کاروبارونه یی په ټپه ورته ودرول، دا تراژیدی دا شل کال مشرقی او جنوبی ولایتو کی روانه وه حال داچی نور ولایتونه ټول ارام او د امریکاییانو له امتیازاتو ، جنرالی رتبو، قصرونو، وزارتونو، بورسونو، پوهنتونو او ریاستونو څخه مستفیدو. اوس طالبان د پښتنو نماینده بولی. هم مړ هم پړ . ! طالب نه پښتون دی، نه دپښتنو استازیتوب کوی دا دپښتنو د تباهی او بدنامی یوه انګریزی او پنجابی پروژه ده.

  3. و جهانی صاحب ! مخ کی مس احترام درته درلود خو اوس نه. همدا اسلامی امارت همدا اوس د پشتنو ولایاتو کی د انجینو مکتبونه بند کری خو په زینو فارسی میشتو سیمو کی د انجینو مکتبونه روان دی. په جمهوریت کی هم پشتانه قتل عام کیدل، مکاتب یی سوزول خو هزاره او تاجیک پیسی گتلی، تعلیم یی کاوه. همدا اوس هم وطن پشتانه ساتی هزاره او تاجیک د خیر پر غوندی ناست دی. جهانی او جهانی ته ورته خلگو که واقعیت کی په وطن زره درد کوی حد اقل افغانستان ته دی راشی د پوهنتون استادی خو کولای شی. هسی لگیا کوی اسلامی امارت هسی دی، مجاهدین داسی دی، خلقیان هسی دی، حزبیان داسی دی خو خپله بیا په اروپا او غرب کی چرچی او میلی کوی. په خبرو نکیژی عملا میدان ته شه راشه افغانستان ته خدمت وکه.

  4. شهاب
    جهاني صیب! طالب هیڅ کله هم د پښتون په نوم قدرت نه دی انحصار کړی، بلکي د طالب په نوم يي دا کار کړی دي. او که طالب د پښتنو استازي وي، بیا خو جمعیت ډله هم د تاجکو، استازي ډلې د رباني په واکمنۍ کې د قدرت انحصار په لاس کې لاره، او نور يي له واکه شړلي و. طالبان یوه ایدیالوژی ده، یو سیاسي بهیر دی. لکه حزب اسلامی، همدا اوس هم ډیر حزبیان او جمعیتیان په خپلو لیکو کې لري، لکه د مولوي خالص زامن، لکه د جلال الدین حقاني زامن، لکه د یاسر زامن، لکه مولوی عبدالسلام حنیفي، لوی درستیز، لکه حمید خراسانی، او نور، په مبلیغینو کې هم وحید مژده یوه بیلګه و.

  5. وحید خانه دوی دواړه نه بلکې په زرګونو افغانانو یې پلوي کوله او داسې انسانان هم شته چې 30 کاله پلوي او دفاع یې ترې کړې او کورنو یې هم شهیدان د طالب په نوم او پلوي ورکړي دي ، خو دوی اوس د بیغیرته زامنو څه وکړل مونږ یې ټول خرڅ کړو ! په چړې یې خوا بدیږي خو ښځې له تعلیم اوروزني په ناروا او وحشي دود منعه کړې دي ! اوس دا راته ووایه چې ددوی یې زما په خور او لور څه ؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دوی مونږ ته نوی دین راوړی دی او که مونږ مخکې هم مسلمانان وو ! ددې جاهلینو او منا فقینو دغه لاره د پښتنو د دوښمنانو سره مرسته کوي او پښتانه د وحښيانو په شکل معرفي کوي چې په راتلونکي کې به د تباهي په ابدي خوب سره مبتلا وي !

  6. زه افغانستان ته درځم ډير کارونه مې زده دي ډيره کاري تجربه هم لرمه ، خو دوی د نجونو ښوونځي خلاص او ښځو ته د څقوق ورکړي‌ ! معاش هم نه ترې غواړم یواځې داستوګنې ځای د راکړي ! که د هستوګنې ځای نلري هغه به هم ځانته شخصي پيدا کړم ! دا ګز او دا میدان ؟؟

  7. TALIBS MUST CHANGE FUNDAMENTALIST POLICY,GIVE POSTS FOR EDUCATED SCIENCETIST AND ENGINEERS,
    WE HAVE MANY DOCTORINE IN EUROPE&AMERICA..
    OPEN SCHOOLS FOR ALL MAN SAND WOMENS.
    THANK YOU

  8. Indeed Taliban representing Islami Emaret is an ideology but such a backward political force need social support base in order to function. Seems to me the social structure currently exist give hand the Taliban to fit right in.

    Four decades of fundamentalism indoctrination mostly on both side of Durand Line place Afghanistan aas good host for a governing system that target female-half of the population to start with.

    A good numbers of intellectual also back Taliban, simply because herd based sympathy although primitive practice. still strong in Afghanistan. Therefor, Poet Jahani Sahib have several real points in his article.

  9. ځیره خواره دی هلته اوسی چی میشته دی. ددوی الحادی مفکوری دافغانستان لپاره سل کلن وایرس وو. خدای دی وکړی نور یی امارت په خوله او قلم لاس ورکیږدی.
    جهانی دا ده امریکا ته خدمت وکړ چی ګواکی طالبان یی رسوا کړی. هغه فکر نکوم داستادی لیاقت ولری. که لیاقت لری هلته دی امریکا کی پریوزی او ځیره به یی هم جګه سی.
    دا دانګریزی لیکونکی اول باید انګریزی زده کړی. چی زده مو نده نو ولی لیکنی باید کوی. ذترجمانی انګریزی کفایت نکوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب