جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د افلاطون کراتیلوس رساله | ژباړه و زیاتونه: اوږۍ امانزۍ  

د افلاطون کراتیلوس رساله | ژباړه و زیاتونه: اوږۍ امانزۍ  

 کراتیلوس په غرب کې د افلاطون  لومړنۍ رساله ده چې د ژبپوهنې په اړه لیکل شوې ده. نوموړي دا رساله  مخکې له میلاده په ( ۴۲۸-۳۴۸ ) کلونو کې لیکلې ده. کراتیلوس په حقیقت کې د هغه فیلسوف نوم دی چې مخکې له میلاد نه یې په پنځمه پېړۍ کې ژوند کاوه دا چې افلاطون خپله رسالې ته د نوموړي نوم ورکړی کره  علتونه یې جوت نه دي خو داسې  ښکاري چې افلاطون د ژبې په باب د کراتیلوس د نظریاتو  پلوی و نو ښایي د همدې له امله یې خپلې رسالې ته دده نوم ورکړی وي.

کراتیلوس د افلاطون د فلسفې استاد و چې  د یونان  په آتن کې یې د فلسفې ټول اصول افلاطون ته ور زده  کول تر هغه چې د همدې زده کړو  له برکته افلاطون وکولای شول په نړۍ کې د یوې نوې (د نړۍ په مقابل کې  د  څېزونو د  ثابته او بدلون اوسېدلو) فلسفې  بنسټ  کېږدي. کراتیلوس د هراکلیتوس پیرو  و. هراکلیتوس  مخکې له میلاد نه د ۵۳۵- ۴۸۰ کلونو په حدودو کې یې ژوند کوه او له  سقراط څخه د مخکې نامتو  فیلسوفانو  په ډله کې شمېرل کېږي د نوموړي  له نامتو نظریاتو څخه یوه داده چې تل به  یې ویل:

“نړۍ  تل د بدلون  په حال کې ده .هیڅ څه  ثابته نه  پاتې کېږي  او هر څه د خپلو  شرایطو  سره  سم  بدلون  کوي هیڅ امکان  لري چې تاسې ته دوه واری  له لاسه تللی وخت تجربه کړئ څه چې تېر شول هغه تېرېږي او   څه چې پاتي هغه هم  ثابته نه دي”.

کله چې کراتیلوس دا  نظر  واورېده نو  سخت  یې تر تاثیر لاندې راغی او وې ویل کله  چې څیزونه  ثابت نه  پاتې کېږي نو  موږ  اړ یو چی هر څیز د هغه د شرایطو سره سم وپېژنو  او کله چې وخت  ثابته نه پاتې کېږي نو دا هم ممکنه نه ده چې یوه کلمه دې دوه ځلې په همغه یو څیز دلالت وکړي او حقیقت دې ونوموي خو موږ  په لاس یو څیز ته د اشارې کولو  په مرسته  په هر شرایطو کې کولای شو خپله رښتیني موخه تر مخاطبه ورسو  نو د ژبې کارونه  ځان ته له دوکې ورکولو پرته بل څه نه دي. همغه و چې کراتیلوس د خپل ژوند وروستي کلونه په چوپتیا کې تېر کړل  او تر پایه  یې له خبرو کولو  ډډه وکړه. خو  ښه خبره دا  وه چې مخکې له  سکوته یې  خپل ټول ژبني او  فلسفي نظریات او درسونه افلاطون  ته زده کړي و او افلاطون یې د ثابتولو لپاره ګامونه واخیستل.

د  کراتیلوس  رساله د محاورې په بڼه  لیکل  شوې  او  منځپانګه یې  د کلمو او  د هغو د  اشتقاق او ریښه پبژندنې په اړه  ده. په دې  رساله کې هرموګنس، کراتیلوس او ارسطو د کلمو  په اړه ګڼ ژبني بحثونه   کړي خو دا چې افلاطون  ولې دا رساله یوازې د کراتیلوس په نوم کړې  لامل یې معلوم نه دی خو کېدای شي دا کار  یې ددې لپاره کړی وي چې نوموړی یې  استاد و او د  هغه د نظریاتو تر تاثیر لاندې راغلې و  او یت به په دې بحث کې کراتیلوس ورته حق په جانبه ښکاره کېده  نو ځکه یې دا امتیاز ورته ورکړی.

د  کراتیلوس د رسالې پیل په دې بڼه شوی:

هرموګنس: خوښه دې ده چې  دا مطلب له سقراط سره شریک کړو ؟

کراتیلوس: هو،  ستونزه نشته.

هرموګنس: سقراطه! کراتیلوس دا ادعا کوي چې د  څیزونو  سم او  رښتینی نوم هغه نوم دی چې په  طبیعي بڼه پرې ایښودل شوی  وي نه هغه نوم چې په یو  څیز باندې د یوې ټولنې  وګړو له خوا  په قرار دادي بڼه ایښودل کېږي. نو طبیعي او سم نوم د یونانیانو او د نورو  ټولنو خلکو  لپاره هغه نوم دی  چې په طبیعي بڼه  پرې ایښودل کېږي  لکه: زه له دی نه  پوښتنه کوم  چې ستا  سم نوم کوم دی  ته  به وایې کراتیلوس. یا تاته  وایم چې ستا  سم نوم کوم دی  ته به وایې سقراط. بیا له تاسو نه  پوښتنه کوم چې ایا د  یو  څیز یا د یو کس  سم نوم همغه نوم دی چې موږ  پرې غږ کوو؟ بیا دا  راته وایي چې په هر حال  ستا  سم نوم هرموګنس نه دی  که څه هم  ټول خلک تاته په همدې نوم  غږ کوي.

خو زه چې ددې پوښتنې سم ځواب او  تفصیل ترې غواړم  سم  ځواب نه راکوي او داسې احساسوم چې یو  څه  رانه  پټوي. که چېرې ماته سم  توضیحات راکړي نو کېدای شي زه هم  د دې نظر ومنم  یا دې ما ته  قناعت راکړي .

ته ددې په سم  ځواب پوهېږې؟ یا کولای شې ما ته قناعت راکړې ؟یا  ایا ته کولای شې د کلمو د  معناوو  په اړه خپله عقیده له ما سره شریکه کړې؟

سقراط: ای د هیپونیکوس  زویه! له پخوا نه دا متل دی  چې وایی “د ښکلو څیزونو موندل  اسانه نه دي “.د  معناوو موندل هم کومه اسانه خبره نه ده  که چېرې ما د لغتونو د معناوو  د  پېژندلو او موندلو  په اړه د   پرودیکوس خطابه اورېدلې وای نو  کېدلای شو  چې نن مې ستا دې  پوښتنې ته  قانع کوونکی ځواب درکړی وای  خو اوس نه  شم کولای  تاته داسې ځواب درکړم چې ته  پرې قانع  شې ځکه نپوهېږم د  کراتیلوس د خبرو  حقیقي برخه کومه ده؟ او موخه یې څه ده چې دا  پرې تاکید کوي خو  زه په ډېرې لیوالتیا سره  کولای شم چې تا او کراتیلوس سره دا بحث مخ ته یوسم.

که چېرې کراتیلوس وایي  چې د هرموګنس نوم تاسره نه  ښایي نو  فکر کوم چې ټوکه به کوي یا به یې  موخه دا وي  چې ته هر کار  چې د  ځواکمنېدلو  په موخه  ترسره کوې نو  ماتېږې ځکه چې د هرمس له قوم څخه نه  یې.

 په هر حال  لکه څنګه چې د داسې ځوابونو موندل اسانه کار نه دی  خو دا بحث به زه تاسې  دواړو  سره ځکه مخ ته یوسم  چې پوه شم   ته  پر حقه  یې که کراتیلوس  .

هرموګنس  :سقراط .ډېر ځله مې کراتیلوس او نورو  پوهانو  سره په دې اړه  بحثونه کړي  خو هیچا راته قانع کوونکی  ځواب نه دی راکړی  چې ایا د  څیزونو سمه معنا د قرارداد او  وګړییز توافق  نه  پرته   بل  علت هم لرلای شي که نه؟ زما  په آند خو هر څیز ته چې  کوم نوم ورکول کېږی  همغه یې سم نوم دی  که چېری  یو  څیز ته نوم ورکول کېږي نو  لومړنی  نوم  یې د پخواني او اوسنی یې د نوي نوم په توګه  منلای شو . لکه موږ کله کله خپلو غلامانو  باندې هم  نوی نوم ږدو  او نور ورته په پخواني نوم غږ نه کوو او بل هیچا خپل نوم  له  طبیعت نه، نه دی  اخیستی بلکې د یو څیز یا یو کس نوم په یوه ټولنه کې د قرارداد او د  وګړو  له هغه عادت نه  منشا  اخلي چې په مکرره بڼه یې یو   انسان یا یو څیز ته اخلي یا غږ پرې کوي  وروسته همغه څیز یا همغه کس په همغه نوم مشهوره شي او  په همدې بڼه یې هغه نوم  سم نوم شي. خو که چېرې له دې پرته نور دلایل ولري نو  زه حاضر یم چې د  کراتیلوس نه یې زده کړم  .

سقراط ـ هرموګنس  شاید  ستا خبره سمه وي خو راځه چې دا مسله لږ وڅېړو. ستا له نظره هر چا چې هر څه  یا څیز ته کوم نوم ورکړ  همغه  یې سم نوم دی  ؟

هرموګنس ـ  زما  په نظر خو همداسې ده   .

سقراط ـ که زه یو څیز ته چې ټول خلک انسان وایي هغه ته د آس نوم ورکړم نو په دې بڼه  د یو څیز سم نوم د  نورو  په وړاندې انسان  او  زما له نظره آس  دی  او  نور چې آس ته آس وایی زه ورته انسان ووایم نو زما له نظره د آس سم نوم انسان شو او نورو ته به  سم نوم آس وي همداسې؟

هرموګنس ـ هو زما  عقیده همداسې ده .

سقراط ـ ډېر ښه. نو دې پوښتنې ته مې  هم ځواب راکړه چې ځیني  خبرې سمې دي او  ځینې ناسمې؟

 هرموګونس ـ بې له  شکه.

سقراط ـ نو کومه وینا چې په  بشپړه بڼه یو څه توصیفوي هغه سمه وینا ده او  کومه وینا چې کوم څه په بشپړه بڼه نشي توصیفولای هغه  ناسمه وینا ده؟

هرموګنس: هو.

په همدې بڼه دا محاوره  مخ ته ځي او وروسته بیا کراتیلوس هم ورسره یوځای کېږی او تر پایه په همدې مواردو بحثونه کوي د رسالې  په آخر کې کراتیلوس غواړي خپل کلي ته لاړ شي نو هغه د  ارسطو و هرموګنس نه خدای پاماني کوي او دا مکالمه  مخکې له دې چې یوې واحدې نتیجې ته ورسېږي پای مومي.

په دې رساله کې چې کوم ژبني بحثونه شوي هغه ټول د یونانی ژبې د کلمو د اشتقاق، ریښې او د معناوو  پېژندنې په اړه دي که څه هم اوس ددې رسالې زیادتره موارد او نظریات چې ددې دریو  پوهانو لخوا  مطرح شوي ځیني منل شوي او ځیني یې رد شوي  خو ددې لپاره چې دا په نړۍ کې لومړنۍ رساله ده چې د ژبني  بحثونو په اړه مطرح شوه او د اشتقاق او ریښه پېژندنې لومړني بحثونو  له همدې ځایه نشئت وکړ نو ځکه  یو تاریخي ارزښت لري او نورو ژبو ته هم د همدې ارزښت له امله ژباړل کېږي او د همدې له کبله د پخوانیو ژبنیو رسالو په لومړي قطار کې درېږي .

اخځلیک:

۱:حق شناس،علی محمد،تاریخ زبان شناسی (بخشی از کتاب تاریخ زبان شناسی در غرب از  پیتر أ.آم.سورن). ۱۳۸۸،مرکز  تحقق و توسعه علوم انساني.

۲:  رضاکاویاني،محمد حسن لطفي، دوره  اثار افلاطون، جلد دوم، شرکت سهامی انتشارات خوارزمی  .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب