جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهکندهار کې یوه سړک جوړونکي شرکت ته د پیسو پرځای یو کان...

کندهار کې یوه سړک جوړونکي شرکت ته د پیسو پرځای یو کان وسپارل شو

تاند:( شنبه، د حمل ۱۲ )  د کندهار طالب چارواکو ویلي، چې د خاکرېز ولسوالۍ د بي‌بي ګوهر د سربو او جستو کان د استخراج تړون یې  د بلال بصیر په نوم هغه خصوصي شرکت ته سپارلی، چې د کندهار- دهراوود ترمنځ د سړک جوړونې چارې مخته وړي.

د کندهار د کانونو او پټرولیم لپاره د طالبانو رئیس مولوي عبدالحنان حامد وویل، چې یاد شوي شرکت ته د سړک جوړولو د پیسو پر ځای د یوه کان د استخراج تړون ورکړل شوی.

 دغه طالب چارواکي د یاد شوي تړون په تړاو نور جزیات نه دي ورکړي، خو ویلي چې دا په کندهار کې دولسم کان دی چې خصوصي شرکتونو ته ورکول کیږي.

مولوي حنان نه دي ویلي، چې نور کانونه هم د ورته رغنیزو پروژو د لګښتونو پر ځای ورکړل شوي کنه؟

څارونکي په محرومو سیمو کې د طالبانو نسبي رغنیزې هڅې ستایي، خو د کانونو په اړه یې چلند بې باکانه بولي او وایي، چې په هره برخه کې له کانونو استفاده، هغه هم په داسې حال کې چې د مسلکي کادرونو پرځای نالوستي او لږ لوستي ملایان حاکمان دي، له کانونو د ناوړه استفادې اندیښنه زیاتوي.

1 COMMENT

  1. که کار او امانات اهل ته یی و نسپارل شی ، فیصلی او معاملی به همداسی وی؛ دا سویه او همدا معاملی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب