Homeخبرونهخوست کې د واليبال رمضان جام تمريناتي سیالۍ پيل شوې

خوست کې د واليبال رمضان جام تمريناتي سیالۍ پيل شوې

تاند:( شنبه، د حمل ۱۲ )  د خوست ولايت د صبریو ولسوالۍ په ګلدار کلي کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال د رمضان جام تمریناتي سیالۍ پیل شوې.

د يادو سیالیو په پیل کې دوې سیالۍ ترسره شوې، په لومړۍ سيالۍ کې ګلدار کلي لوبډلې د ابوخېلو کلي لوبډله او په دویمه سیالۍ کې د ګلدار کلي لوبډلې د قاسم کلي لوبډله له ماتې سره مخ کړه.

د ورزش سیمه ییز مسوولین وایي له دې وړاندې په تڼیو، ګربزو، لکڼو ولسواليو او مرکز کې د رمضان جام د فوټبال ، والیبال ، کرکټ سیالۍ پیل شوې او دا لړۍ لاهم روانه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

انجنیر مومند او د موسیقۍ بې‌ ازاره هنر| ولي الله ملکزی

موسیقي د هیجان، عاطفې، مینې او کلیوال ژوند د ماښامونو او حسرتجنو شېبو غږیزه انځورګري ده. موسیقي یوه ناوېلې او بې‌ ژبې انګازه ده...