تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۹ مه) د پاکستان د جماعت اسلامي مشر حافظ نعیمالرحمن اعلان کړی چې د اګست پر ۱۶مه به د تېلو د بیو او مالیو د زیاتوالي، د خصوصي برېښنا تولیدونکو شرکتونو د پالیسۍ او د واکمنې طبقې د امتیازاتو پر ضد د ولسي اعتراضونو او پرلتونو نوې او پراخه لړۍ پیل کړي.
حافظ نعیمالرحمن په اسلاماباد کې د جماعت اسلامي په مرکزي دفتر کې یوې خبري غونډې ته وویل، د اګست پر ۱۶مه به د پنجاب د اعلی وزیر د استوګنځي او د خیبر پښتونخوا، سند او بلوچستان د واليانو د استوګنځایونو مخې ته پراخ پرلتونه پیل شي.
نوموړي د حکومت پر مالیاتي سیاستونو سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې حکومت د پټرولیم د مالیې له لارې له خلکو څخه شاوخوا ۸ ټریلیون پاکستانۍ روپۍ راټولې کړې دي. هغه ادعا وکړه چې حکومت دغه مالیه د خلکو د استثمار لپاره د عاید پر یوې مهمې سرچینې بدله کړې ده.
حافظ نعیمالرحمن همداراز ادعا وکړه چې خصوصي برېښنا تولیدونکو شرکتونو ته په تېرو څلورو کلونو کې د داسې برېښنا په بدل کې ډېرې پیسې ورکړل شوې چې د ده په وینا، په حقیقت کې نه وه تولید شوې. نوموړي دا کار د مالي ضایعاتو او اداري فساد یوه لویه بېلګه وبلله.
د خیبر پښتونخوا امنیتي وضعیت
د امنیت په اړه حافظ نعیمالرحمن وویل، د امنیت او عامه نظم د ساتلو اساسي مسوولیت د حکومت پر غاړه دی. هغه ټینګار وکړ چې د خیبر پښتونخوا خلک د سولې او ثبات حق لري او باید د خپلې سیمې له طبیعي سرچینو او کانونو څخه خپله عادلانه او بشپړه برخه ترلاسه کړي.
هغه زیاته کړه چې د ځوانانو لپاره د ریښتینو کاري فرصتونو رامنځته کول کولی شي د سیمې د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي د تیرا درې د بېځایه شوو خلکو ستونزه هم یاده کړه او د هغوی د بېرته ستنېدو پر ځنډ یې نیوکه وکړه. د هغه په وینا، له پوځي عملیاتو وروسته له دغو خلکو سره ژمنه شوې وه چې په یوه میاشت کې به خپلو سیمو ته ستانه شي، خو د څو میاشتو له تېرېدو سره لا هم خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.
د افغانستان په اړه د جماعت اسلامي دریځ
د بهرني سیاست او سیمهییزو اړیکو په اړه، د جماعت اسلامي مشر له افغانستان سره د سوداګرۍ د ځنډېدو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې د پولې دواړو غاړو سوداګر له دې وضعیت څخه زیانمن شوي دي. هغه د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د ژر تر ژره بیا پیل او د ټولو اړخونو په همغږۍ د ځانګړو سوداګریزو زونونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
حافظ نعیمالرحمن له اسلاماباد او کابل څخه وغوښتل چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي. هغه په عین حال کې وویل چې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د افغانستان د خاورې له کارولو سره کلک مخالفت لري.
نوموړي وړاندیز وکړ چې سعودي عربستان او ترکیه دې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په برخه کې مرسته وکړي.
د بشري او تعلیمي موضوعاتو په اړه، هغه د افغان محصلانو لپاره د سفر د اسانتیا غوښتنه وکړه او د پاکستان د طبي او غاښونو شورا هغه پرېکړه یې په کلکه وغندله چې د افغانستان له پوهنتونونو څخه د طب د فارغ التحصیلانو طبي سندونه نه مني.