تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۹ مه) د ایران د رضوي خراسان د تایباد ولسوال حسین جمشیدي وايي، د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون رسمي سرحدي دروازې ته د ایراني او بهرنیو باروړونکو موټرو د زیات راتګ له امله په وروستیو ورځو کې اوږده کتارونه جوړ شوي دي.
د تسنیم خبري اژانس نن (دوشنبې) د هغه له قوله وویل، په تېرو څو ورځو کې د ایران له بېلابېلو سیمو ګڼو ایراني او بهرنیو موټرو خپل بارونه دوغارون ته انتقال کړي، چې له امله یې په دې سرحد کې د تګ راتګ کچه لوړه شوې ده.
د جمشیدي په وینا، په وروستیو ورځو کې له ۱۲۰۰ ډېر د تېلو ټانکرونه چې له عراق څخه راغلي وو او بېلابېل نفتي محصولات یې لېږدول، دوغارون ته داخل شوي دي.
سره له دې چې په پوله کې اوږده کتارونه جوړ شوي، نوموړی وايي، د صادراتي، ترانزیټي او تېلو لېږدوونکو موټرو د داخلېدو او وتلو بهیر اوس عادي روان دی او باروړونکي موټر له کومې جدي ستونزې پرته له هېواده وځي. د هغه په خبره، هره ورځ له ۱۴۰۰ ډېر ایراني او بهرني باروړونکي موټر د دوغارون او اسلامکلا ترمنځ تګ راتګ کوي.
د تایباد ولسوال ټینګار وکړ چې د موټرو د تګ راتګ د ښه مدیریت لپاره د افغانستان له لوري لا ډېرې همکارۍ او همغږۍ ته اړتیا ده. هغه وویل، د افغانستان په اقتصادي سیمو، په ځانګړي ډول د هرات په ګمرک او اسلامکلا کې د اړینو زیربناوو او امکاناتو نشتوالی تل د دوغارون د ګمرکي فعالیتونو لپاره ستونزې رامنځته کوي.
جمشیدي زیاته کړه چې د بار وړونکو او تشو موټرو د تګ راتګ چټکول او د هغوی د تم کېدو وخت کمول د ایران او افغانستان د اقتصادي فعالانو له مهمو غوښتنو څخه دي، خو تر اوسه وضعیت د قناعت وړ کچې ته نه دی رسېدلی.
هغه وویل، د دوغارون ګمرک د سوداګرۍ چارې تر ټولو ډېر د بندرعباس له لارې د مالونو له ترانزیټ سره تړاو لري. د افغانستان، پاکستان، هند او نورو ګاونډیو هېوادونو سوداګرو مالونه د خلیجي هېوادونو له لارې د ایران د بندرعباس او بندرلنګه ګمرکونو ته انتقالېږي او له هغه ځایه د دوغارون له لارې افغانستان ته ترانزیټ کېږي.
دا په داسي حال کې ده چې د امریکا د محاصرې له کبله له نورې نړۍ سره د اوبو له لارې د ایران سوداګري په وروستیو څو اوونیو کې سخته اغېزمن شوې ده.