Homeخبرونهملا برادر او د ترکمنستان مشر د تاپي پروژې او اقتصادي همکاریو...

ملا برادر او د ترکمنستان مشر د تاپي پروژې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۹ مه) د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې په تورغونډۍ کې د ترکمنستان له ملي مشر قربانقلي بیردي‌محمدوف سره وکتل.

په دې لیدنه کې د تاپي (TAPI) پروژې د وروستیو پرمختګونو او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د راتلونکو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وشوې.

د اقتصادي معاونیت د دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، برادر وویل چې په هرات کې د تاپي پروژې چارې په ښه ډول روانې دي او پاتې کارونه به په ټاکلي وخت کې بشپړ شي.

برادر له ترکمنستان څخه وغوښتل چې د طبیعي ګاز د بیې پر سر هوکړې ته ورسېږي او د بیې د ټاکلو داسې فورمول جوړ شي چې په اروپايي بازارونو کې د بیو ناڅاپي بدلونونه د ګاز پر بیه اغېز ونه کړي.

هغه وړاندیز وکړ چې د ګاز تړون دې د اوږدې مودې لپاره وي، شرایط یې ساده او د قرارداد د بیاکتنې میکانیزم یې انعطاف‌من وي.

برادر همداراز له ترکمنستان څخه د هرات لپاره د ګاز د وېش او مصرف شبکې په جوړولو کې د همکارۍ غوښتنه وکړه او وړاندیز یې وکړ چې د تاپي پروژې د پاتې ستونزو د حل لپاره دې ګډ تخنیکي او حقوقي کمېسیون جوړ شي. نوموړي ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د دې پروژې له لارې د افغانانو لپاره د لا ډېرو کاري فرصتونو د رامنځته کولو ګډې هڅې وکړي.

د هغه په وینا، تاپي پروژه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړې دي. نوموړي د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د تېلو د ترانزیت پر مخ د اقینې بندر د بیا پرانیستلو، د ترکمنباشي بندر له لارې د افغان ترانزیټي مالونو د اسانتیا، د لاجورد دهلېز د بیا فعالېدو په لاره کې د خنډونو د لرې کولو او د هرات ـ تورغونډۍ د رېللارې د بیارغونې او پراختیا غوښتنه وکړه.

برادر همداراز له ترکمنستان څخه وغوښتل چې د افغانستان د برېښنا او ترانسپورت په برخو کې د سترو اقتصادي پروژو ملاتړ وکړي.

د ترکمنستان د ملي مشر څرګندونې

قربانقلي بیردي‌محمدوف وویل، د ترکمنستان او افغانستان اړیکې د ښه نیت او ښه ګاونډیتوب پر بنسټ پیاوړې شوې دي او دې اړیکو په بېلابېلو برخو کې د همکاریو زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل، ترکمنستان چمتو دی چې یوازې هرات ته د تاپي ګاز نل‌لیکې د غځولو په برخه کې نه، بلکې په هرات کې د ګاز د وېش شبکې د جوړولو او د تاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره هم همکاري وکړي. د هغه په وینا، یو شمېر بهرنیو شرکتونو هم په دې پروژه کې د پانګونې لپاره چمتووالی ښودلی دی.

بیردي‌محمدوف زیاته کړه چې عشق‌اباد چمتو دی د ترکمنباشي بندر ټول اړین امکانات د افغانستان د ترانزیټي او سوداګریزو مالونو لپاره برابر کړي.

هغه د لاجورد دهلېز د بیا فعالولو لپاره د ګډو هڅو پر اړتیا هم ټینګار وکړ، څو د دواړو هېوادونو او د سیمې ترمنځ سوداګري پراخه شي.

نوموړي افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې په افغانستان کې د برېښنا او رېللارو په برخو کې پیل شوې پروژې به په ټاکلي وخت او په چټکۍ بشپړې شي.

دواړو لورو هوکړه وکړه چې د جګپوړو چارواکو په مشرۍ به یو ګډ تخنیکي کمېسیون جوړوي. دغه کمېسیون به د تاپي، ټاپ، نوري فایبر او رېللارې پروژې تعقیبوي، د عملي کېدو چارې به یې څاري او هڅه به کوي چې د دغو پروژو کارونه لا اغېزمن او چټک پر مخ ولاړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...