Homeخبرونهایف بي آی د محمودشاه حبیبي د موندلو لپاره بیا د معلوماتو...

ایف بي آی د محمودشاه حبیبي د موندلو لپاره بیا د معلوماتو غوښتنه وکړه

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۹ مه) د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا له خلکو وغوښتل چې د افغان الاصله امریکايي سوداګر او د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د پخواني ريیس محمود شاه حبیبي د برخلیک او ځای په اړه معلومات ورکړي.

 د امریکا فدرالي تحقیقاتي اداره وايي، حبیبي څلور کاله وړاندې په کابل کې د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او له هغه وروسته یې هېڅ درک نه دی معلوم.

لیف بي آی د هغه د ورکېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت په یوه بیان کې وویل چې لا هم د حبیبي د موندلو او له خپلې کورنۍ سره د یوځای کولو لپاره هڅې کوي.

د ایف بي آی د واشنګټن ساحوي دفتر د ترهګرۍ ضد څانګې مشر مایکل بورګوالډ وویل: «ایف بي آی ژمن دی چې محمود بېرته خپلو عزیزانو ته ورسوي.» هغه زیاته کړه چې د حبیبي لور خپل پلار له لومړۍ کلیزې وروسته نه دی لیدلی.

د ایف بي آی په وینا، حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۱۰مه په کابل کې خپل کور ته نژدې د طالبانو د استخباراتو، چې د استخباراتو عمومي ریاست بلل کېږي، له خوا ونیول شو. د هغه موټرچلوونکی او د کابل مېشتې مخابراتي کمپنۍ Asia Consultancy Group ۲۹ نور کارکوونکي هم نیول شوي وو.

حبیبي هغه مهال له یاد شرکت سره د سلاکار په توګه کار کاوه. نوموړي تر دې مخکې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د مشر په توګه دنده ترسره کړې وه.

هغه په کابل کې اته ورځې وروسته له هغه ونیول شو چې د امریکا یوې بې پېلوټه الوتکې په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وویشت او وواژه. خو ایف بي آی په خپل بیبان کې د حبیبي نیول له دغه برید سره نه دي تړلي.

ایف بي آی وايي، له نیول کېدو وروسته د حبیبي په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه شوي او طالبانو هم د هغه د روغتیا یا اوسني ځای په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دې ادارې په ۲۰۲۵ کال کې د حبیبي د ورکېدو په اړه د ورک کس پوستر هم خپور کړی و. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د داسې معلوماتو په بدل کې چې د هغه د ځای موندلو، راایستلو او بېرته ستنولو سبب شي، تر ۵ میلیونو ډالرو پورې د انعام ژمنه کړې ده.

ایف بي آی یو ځل بیا له هر هغه چا څخه چې د حبیبي د ورکېدو یا نیول کېدو په اړه معلومات لري، غوښتي چې له دې ادارې سره اړیکه ونیسي. اداره وايي، معلومات په محرم ډول ورکول کېدای شي.

بورګوالډ وویل: «که د هغه د ځای په اړه معلومات لرئ، له ایف بي آی سره اړیکه ونیسئ. له موږ سره مرسته وکړئ چې دا څېړنه بشپړه کړو او دا کورنۍ یو ځل بیا سره یوځای کړو.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...