Homeخبرونهراشدخان دا ځل په خپل بیټنګ د آیرلنډ په وړاندې افغانستان ته...

راشدخان دا ځل په خپل بیټنګ د آیرلنډ په وړاندې افغانستان ته بری په برخه کړ

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۱۹ مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن په بلفاست کې له آیرلنډ سره په درېیمه یو ورځینۍ مسابقه کې کوربه ټیم ته په ۳ ویکټونو او ۳۱ توپونو ماتې ورکړه.

د دې سیالۍ پچه افغانستان ګټلې وه خو لومړی یې سیالې لوبډلې ته د توپ وهنې یا بیټنګ بلنه ورکړه.

د آیرلنډ ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځېدل چې ۲۰۷ منډې یې کړې وې.

راشدخان او الله داد غضنفر ۳ – ۳ لوبغاړي وسوځول.  یامین احمدزي،۲فاروقي او عمرزي یو – یو لوبغاړي وسوځول.

په بیټنګ کې د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې رحمان الله ګوربز وکړې. ده په ۷۷ توپونو ۷۱ منډې وکړې. تر ډېره وخته افغانستان برلاسه ښکارېده خو د لوبغاړو د پر له پسې سوځېدو له کبله افغانستان، سره له دې چې ډېر توپونه لرل، تر سخت فشار لاندې راغی ځکه اصلي باولران وسوځېدل خو راشد خان دې وضعت ته په کتو ورو بیټنګ وکړ ځکه توپونه ورته ډېر وو خو له ده وروسته باولران نه وو.

راشد خان په ۴۳ ناسوځېدلو توپونو ۳۷ منډې وکړې او افغانستان یې بري ته ورساوه.

د افغانستان او آیرلنډ لومړۍ یو ورځینۍ سیالي د باران د اورېدو له کبله لغوه شوې وه خو دوهمه، چې د تېرې جمعې په ورځ وه، افغانستان د ۹۲ منډو په توپیر وګټله. په تېره سیالي کې راشد خان ۶ ویبکټونه اخیستي وو او تر ټولو ډېرې منډې ابراهیم ځدراڼ کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...