تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې امریکا له هرمز تنګي مایتونه پاک کړي او دا مهمه اوبلار اوس پرانیستې ده.
ټرمپ د هرمز تنګي د وضعیت په اړه وویل: «لکه څنګه چې ښايي اورېدلي مو وي، موږ د ټول تنګي ماینونه پاک کړي دي. ښايي دا مو نه وي اورېدلي. موږ د تنګي سل سلنه کنټرول په لاس کې لرو.»
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې هرمز تنګی به کله پرانیستل شي، وویل: «همدا اوس پرانیستی دی. یوازینی ځواک چې د هرمز تنګي کنټرول په لاس کې لري، د امریکا سمندري ځواک دی.»
ټرمپ زیاته کړه چې د ایران پر وړاندې د سمندري محاصرې له امله یوازې امریکا پرېکړه کوي چې کومې بېړۍ تنګي ته داخلېدای شي او کومې ترې وتلای شي.
ایران د ۴۰ ورځنۍ جګړې له پیل وروسته هرمز تنګی تړلی او په یوه برخه کې یې سمندري ماینونه ځای پر ځای کړي وو. د اسلاماباد د هوکړې له مخې، چې د غبرګولي په میاشت کې لاسلیک شوې وه، تهران منلې وه چې په ۳۰ ورځو کې به د دې اوبلارې ماینونه پاک کړي. خو دغه هوکړه وروسته له هغې له منځه ولاړه چې د اسلامي جمهوریت ځواکونو څو تېلوړونکي ټانکرونه په نښه کړل او امریکا بیا پر ایران شاوخوا دوه اوونۍ بریدونه وکړل.
د ایران او امریکا د غرامت موضوع د تېلو بیې لوړې کړې
د دوشنبې په ورځ د ایران او امریکا ترمنځ د غرامت ورکولو د موضوع له مطرح کېدو او د هرمز تنګي د ژر پرانیستل کېدو د هیلو له کمېدو وروسته، د تېلو بیې شاوخوا ۵ سلنه لوړې شوې.
ایران ویلي چې امریکا باید پر تهران لګېدلي بندیزونه لغوه کړي او د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ایران یو شمېر نور شرطونه هم ومني. په مقابل کې، ټرمپ ویلي چې ایران باید د هغو کسانو په بدل کې غرامت ورکړي چې د ده په وینا ایران وژلي یا سخت ټپیان کړي دي.
د معاملاتو په پای کې د برنټ د اومو تېلو بیه د ۴ ډالرو او ۱۷ سنټو، یعنې ۴.۹۹ سلنې په زیاتوالي، هر بېرل په ۸۷.۷۲ ډالرو وپلورل شو.
همداراز د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ (WTI) تېلو بیه ۳.۹۵ ډالره، یعنې ۵.۰۵ سلنه لوړه شوه او هر بېرل په ۸۲.۱۳ ډالرو وپلورل شو.
د دواړو نړیوالو شاخصونو د بیو دغه زیاتوالی د زمري له اوومې وروسته تر ټولو لوړ و.
دواړو شاخصونو تېره اوونۍ تر ۷ سلنې ډېر کم شوی و، ځکه هغه مهال تمې زیاتې شوې وې چې ایران او عمان داسې یوې هوکړې ته نژدې شوي چې ښايي د هرمز تنګي د بیا پرانیستل کېدو سبب شي.
د منځني ختیځ د وروستیو شخړو له پیل مخکې، چې د تېر کال په کب میاشت کې پیل شوې، د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه تېل او مایع طبیعي ګاز د هرمز له تنګي څخه تېرېدل.