یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د ایس وي نایپال پنځم تلین

د ایس وي نایپال پنځم تلین

تاند- له نن څخه ۶ کاله پخوا د ۲۰۰۱ د اګست په یوولسمه د ادب د نوبل د جایزې ګټونکی بریتانیايي لیکوال وي. ایس وي نایپال (V.S. Naipaul) د ۸۵ کلونو په عمر ومړ.

د نایپال د مړینې خبر د بریتانیا اسوشیتید پریس خبري اژانس د هغه د مېرمنې په قول خپور کړ او ویې ویل چې نایپال په لندن کې په خپل کور کې په ارامه سا پرې کړه.

نایپال د ۱۹۳۲ م کال د اګست په ۱۷په ترینیداد (ترینیداد او توباګو) کې زېږېدلی و. د ده نیکه له هند څخه ترینیداد ته مهاجرت کړی و.

د ده لومړنی کتاب (The MysticMasseur) په ۱۹۵۱ م کال چاپ شو.

نایپال تر ۳۰ زیات داستاني او غیر داستاني کتابونه کښلي خو په نړۍ کې یې ډېر شهرت د (A Housefor Mr. Biswas) یا د ښاغلي بیسواس لپاره یو کور ناول په خاطر ترلاسه کړ. ده د دې ناول پر لیکلو څه باندې ۳ کاله ولګول او په ۱۹۶۱ م کال چاپ شو.

نایپال په ۲۰۰۱ کې د ادب د نوبل جایزه وګټله. ده همداراز په ۱۹۷۱ م کال د بوکر جایزه او په ۱۹۹۰ د ملکې الیزابیت جایزه ګټلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب