Homeخبرونهامریکايي ساینس‌پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته نوي مصنوعي فاجونه جوړ کړي

امریکايي ساینس‌پوهانو د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته نوي مصنوعي فاجونه جوړ کړي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) امریکايي ساینس‌پوهانو ادعا کړې چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) په مرسته یې داسې نوي ویروس‌ته ورته جنیټیک جوړښتونه رامنځته کړي چې تر دې مخکې په طبیعي ډول موجود نه وو. متخصصان دا پرمختګ د مصنوعي جینومکس په برخه کې مهم ګام بولي، خو په ورته وخت کې د بیولوژیکي خوندیتوب په اړه هم اندېښنې مطرح شوې دي.

د «ساینس» په علمي مجله کې د خپرې شوې څېړنې له مخې، د ستانفورډ پوهنتون او د MIT او هارورډ اړوند براډ انسټیټیوټ څېړونکو د یوه طبیعي باکتریوفاج (Phage) پر بنسټ د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته زرګونه نوي جنیټیک ډیزاینونه جوړ کړي دي. باکتریوفاجونه هغه ویروسونه دي چې یوازې باکتریاوې اغېزمنوي او انسانان یا حیوانات پرې نه اخته کېږي.

څېړونکو له دغو زرګونو ډیزاینونو څخه شاوخوا ۳۰۰ مصنوعي جنیټیک جوړښتونه په لابراتوار کې جوړ او وازمویل، چې له ډلې یې ۱۶ په بشپړ ډول فعال ثابت شول. د څېړنې له مخې، ځینې مصنوعي فاجونه د E. coli باکتریا پر وړاندې له طبیعي فاجونو څخه هم اغېزمن وو.

ساینس‌پوهان وايي، دا پرمختګ ښايي په راتلونکې کې د انټي‌بیوټیک پر وړاندې مقاومو باکتریاوو د درملنې لپاره د فاج درملنې په لا اغېزمنولو کې مرسته وکړي. د دوی په وینا، مصنوعي ځیرکتیا کولی شي پېچلي جنیټیک ډیزاینونه په چټکۍ رامنځته کړي او د درملنې د نوو طبي لارو زمینه برابره کړي.

خو یو شمېر متخصصانو خبرداری ورکړی چې که څه هم د دې ټکنالوژۍ طبي ګټې مهمې دي، خو د ناوړه استفادې په صورت کې د بیولوژیکي خوندیتوب خطرونه هم رامنځته کولی شي. له همدې امله دوی د قوي قوانینو، څارنې او خوندیتوب تدابیرو پر اړتیا ټینګار کوي.

د ټورنټو پوهنتون د ساري ناروغیو متخصص آیزک بوګوچ وايي، مصنوعي ځیرکتیا کولی شي د انټي‌بیوټیک پر وړاندې د مقاومو انتاناتو لپاره ځانګړي باکتریوفاجونه جوړ کړي، خو د دې ټکنالوژۍ د احتمالي ناوړه استعمال خطر باید هم له پامه ونه غورځول شي.

د نیو ساوت وېلز پوهنتون پروفیسره فاطمه وفايي وايي، په دې څېړنه کې کارول شوي فاجونه یوازې باکتریاوې اغېزمنوي، نو له دې څېړنې څخه انسانانو ته مستقیم خطر نه متوجه کېږي؛ خو هغې هم د مسوولانه څارنې او اغېزمنو مقرراتو پر اړتیا ټینګار کړی.

د لندن امپیریل کالج متخصص ټام ایلس وايي، څېړنه اغېزمنه ده، خو مصنوعي ځیرکتیا لا هم د کورونا ویروس په څېر د پېچلو ویروسونو له جوړولو څخه ډېره لرې ده، ځکه د دغو ویروسونو جینومونه ډېر لوی او پېچلي دي.

متخصصان وايي، دا څېړنه په طبي علومو کې نوې هیلې رامنځته کوي، خو ورسره باید د بیولوژیکي خوندیتوب اصول او سختې څارنې هم جدي مراعات شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...