تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه مهال د اوښکو مخه نه شوای نیولی، چې د خپل شرکت میلیونونه کتابونه یې په اور کې سوځېدل ولیدل.
هغه وویل: «د کتابونو د سوځېدا ننداره ډېره دردوونکې وه.»
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اګست په لومړۍ نېټه د اوکراین په شمال ختیځ ښار خارکیف کې د روسیې یوې بېپیلوټه الوتکې د «رانُک» پر یوه ګودام برید وکړ. په دې برید کې شاوخوا ۸ میلیونه کتابونه وسوځېدل. دا د اوکراین د کتاب خپرندوی صنعت لپاره د روانې شاوخوا څلور کلنې جګړې تر ټولو لوی زیان بلل کېږي.
د اوکراین خپرندویان وايي، په وروستیو میاشتو کې د کتابونو پر ګودامونو د بریدونو له امله تر ۱۰ میلیونه ډېر کتابونه له منځه تللي دي. دا حالت د اوکراین د کتابونو صنعت له جدي ستونزو سره مخ کوي.
کروهلوف وايي، په ګودام لومړۍ چاودنه وشوه او څو شېبې وروسته په همدې ځای کې دوهمه چاودنه هم وشوه. هغه باور لري چې د کتابونو پر ګودام برید په قصدي ډول شوی و. د هغه شرکت د اوکراین په ښوونځیو کې د کارېدونکو درسي کتابونو شاوخوا درېیمه برخه چاپوي.
د کتابونو او مطبعو پر مرکزونو بریدونه په اوکراین کې ژور احساسات راپارولي دي. د دغه هېواد د پوهنې وزیر اندري بوتینکو ویلي چې دا بریدونه د اوکراین د ژبې، تاریخ او ملي حافظې د له منځه وړلو هڅه ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څو ځله د جلا دولت په توګه د اوکراین د شتون په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې روسان او اوکراینیان یو ملت دي.
د جګړې اقتصادي زیانونه زیاتېږي
اقتصادپوهان او سوداګر وايي، د کتابونو پر صنعت بریدونه یوازې فرهنګي زیان نه لري، بلکې د جګړې د زیاتېدونکو اقتصادي لګښتونو څرګندونه هم کوي.
د «BookChef» خپرندوی شرکت مشر مدیر یفګین شېرینوس وايي، په بازار کې د بحران نښې لیدل کېږي او لا څرګنده نه ده چې وضعیت به تر کومه ځایه ورسېږي.
د ویانا د نړیوالو اقتصادي مطالعاتو د انستیتیوټ کارپوهه اولګا پیندوک وايي، جګړه اوس د اقتصادي زغم یوه ازموینه ده؛ یعنې هغه لوری به بریالی وي چې تر ټولو ډېر دوام وکړای شي.
د اوکراین اقتصادي وده کمېږي
ډېر اقتصادپوهان تمه لري چې په ۲۰۲۶ کال کې به د اوکراین اقتصادي وده نوره هم ورو شي، ځکه روسیه پر زیربناوو او د انتقال پر مهمو لارو بریدونه زیاتوي.
د یوې وروستۍ اقتصادي سروې له مخې، د راتلونکي کال لپاره د اوکراین د اقتصادي ودې اټکل له ۲.۴ سلنې څخه ۱.۱ سلنې ته راکم شوی. د اوکراین اقتصاد په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱.۸ سلنه وده کړې وه.
د اوکراین د پارلمان د مالیې کمېټې مشر وايي، سوداګر د جګړې له امله له ۲۰۲۲ کال راهیسې د دومره لویو زیانونو او ناامېدۍ له حالت سره نه وو مخ شوي.
د دفاعي صنعت برخه د اقتصاد له محدودو برخو څخه ده چې لا هم وده کوي، ځکه د جګړې له امله ورته ډېره اړتیا ده. سږ کال د دولت شاوخوا ۶۰ سلنه لګښتونه دفاعي برخې ته ځانګړي شوي دي.
خو د کرنې مهم سکتور، چې د اوکراین د صادراتو ډېره برخه جوړوي، له ستونزو سره مخ ده. د کرنې وزیر وايي، د تور سمندرګي پر بندرونو د روسیې بریدونه ښايي سږ کال د کرنې سکتور ته له ۱.۵ تر ۳ میلیارد ډالرو پورې زیان ورسوي.
د کتابونو صنعت به اوږدې مودې ته اړتیا ولري
د کتابونو صنعت ځکه له ځانګړو ستونزو سره مخ دی چې د یوه کتاب له تولید څخه تر چاپ پورې ممکن ۶ تر ۱۸ میاشتو وخت ونیسي.
د جګړې په لومړیو کې د اوکرایني ژبې کتابونو غوښتنه زیاته شوې وه او پر روسي کتابونو بندیزونو هم کورني خپرندوی صنعت وده کړې وه. خو اوس د تولید لګښتونه لوړ شوي، د ویجاړو شویو کتابونو بیا چاپ ډېر وخت نیسي او پر ګودامونو بریدونه بیا بیا زیانونه اړوي.
د «BookChef» شرکت وايي، د خپلو ګودامونو د خوندي کولو او د مطبعو د شبکې د پراخولو لارې ارزوي. خو د کتابونو د چاپ لګښتونه په تېرو دوو کلونو کې شاوخوا ۴۰ سلنه لوړ شوي، نو ډېری اوکراینیان اوس په منظم ډول د کتابونو د اخیستلو توان نه لري.
د خپرندوی شرکت مدیر شېرینوس اټکل کوي چې د کتابونو صنعت به له رکود سره مخ شي.
هغه وايي: «تر هغه چې جګړه پای ته ونه رسېږي، زموږ ټول اقتصادي سکتورونه به له رکود او کمښت سره مخ وي. جګړه داسې بېپایه کندې ته ورته ده چې هر څومره پیسې ورته ورکړې، بیا یې هم خوري.»