Homeخبرونهمادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

مادھوري ډکشیت ۲۴ کاله وروسته د یوې مشهورې تلویزیوني خپرونې کوربنه کېږي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د بالیووډ مشهوره اداکاره مادوري (مادهوري) ډکشیت له ۲۴ کلونو وروسته یو ځل صحنې ته راوځي خو دا ځل به د یوې تلویزیوني خپرونې کوربنه وي.

نوموړې د پوښتنو او ځوابونو یا ذهني مسابقې د مشهورې خپرونې «کون بنې ګا کروړپتي» د نوي فصل د کوربنه یا وړاندې کوونکې ټاکل شوې ده.

۵۹ کلنې مادھوري ډکشیت ویلي، ډېره خوشحاله ده چې له داسې یوې خپرونې سره یوځای کېږي چې د پوهې او هوډ له لارې خلک هڅوي. د هغې په وینا، دا خپرونه یوازې د پوښتنو او ځوابونو سیالي نه ده، بلکې د تجسس، هیلو، امید او د خوبونو د پوره کولو د زړورتیا جشن هم دی.

مادھوري، چې ځان ویاړلې مهاراشټرۍ بولي، ویلي چې د خپرونې له ګډونوالو سره لیدنې، د هغوی د  ژوند د ځانګړو  کیسو اورېدل او پر سټېج د هغوی د خوبونو پوره کېدا به ورته ډېره په زړه پورې وي.

که څه هم مادھوري له ۲۴ کلونو وروسته د تلوېزیون د کوربنې په توګه بېرته راګرځي، خو تر دې مخکې یې هم د یوې خپرونې کوربه‌توب کړی و. هغې په ۲۰۰۲ کال کې د سوني انټرټینمنټ ټلوېزیون د «کهین نه کهین کوئی هې» خپرونه وړاندې کړې وه.

وروسته مادھوري د نڅا په سیالیو کې هم په ټلوېزیون کې مشهوره شوه او د «جَلک دکلا جا» او «ډانس دیوانې» په څېر مشهورو خپرونو کې یې دندې ترسره کړې دي.

«کون بنې ګا کروړپتي» د یوې نړیوالې تلویزیوني خپرونې پر بنسټ جوړه شوې خپرونه ده چې په هند کې یې د امیتاب بچن په کوربه‌توب ډېر زیات شهرت ترلاسه کړ. بچن له ۲۰۰۰ کال راهیسې د دې خپرونې نژدې ټولې برخې وړاندې کړي، خو په درېیم فصل کې شاه رخ خان د هغه پر ځای کوربه و.

مادھوري ډکشیت به د دې خپرونې دوهمه هندي ښځینه کوربنه وي. تر هغې مخکې د دې خپرونې د تاملي ژبې بڼه رادیکا سرت کومار وړاندې کوله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....