Home+افغانستان کې د سوډان د غمیزې د تکرار ویره

افغانستان کې د سوډان د غمیزې د تکرار ویره

 الف عتیق

افغانستان کې دا مهال نسبي ثبات او یو حاکم نظام شته خو د نظام دننه د قدرت د دوو هستو او ان د دوو جلا فکري مکتوبونو شتون او له بیلابیلو هیوادونو سره د دغو ډلو جلا علایق افغانستان کولای شي د سوډان په څیر غمیزې سره مخ کړي چېرې چې د ۲۰۲۳ د اپریل راهیسې په زرګونو سوډانیان وژل شوي او میلیونونه بې کوره شوي او نورو سیمو او هیوادنو ته کډه کیدو ته اړ شوي دي.

که څه هم د افغانستان چارواکي هیڅ ډول خپل منځي اختلاف نه مني او د دوی اوسنۍ ګټې دوی په یو دسترخوان سره راټول کړي خو له یوې خوا، د هیبت‌الله اخوندزاده تر مشرۍ د لوی کندهار نظامي او سیاسي ځواک، چې مرکزي بیوروکراسي، محاکم، د مالي نظام غټه برخه او د فاع وزارت کنټرولوي او له بلې خوا، د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني، چې د ډیری امنیتي تحلیلګرو له نظره، د طالبانو تر ټولو منظم، ښې سمبال، او له عملیاتي پلوه چټک غبرګون ته اماده ځواکونه لري.

خدای مه که وړاندې له دې چې افغانستان کې هم د سوډان غمیزه تکرار شي، افغان چارواکي او سیاسیون باید له سوډان څخه درس واخلي. عمر البشیر، د سوډان د درې لسیزو واکمن، د خپل واک د بقا لپاره له محمد حمدان دقلو، چې د اوښانو سوداګر وو او د حمیدتی پر نوم مشهور دی، یو ستر قدرتمند ځواک جوړ کړ. خو په ۲۰۱۹ کال کې چې د عمر البشیر په وړاندې خلک راجګ شو، حمیدتي هم د بشیر په راپرځولو کې غټه ونډه واخیسته او بیا له جنرال فتحا البرهان سره په واک کې ورشریک شو خو د حمیدتي  شبه‌نظامي شبکه ورو ورو خورا پیاوړې او له مالي او عملیاتي پلوه خپلواکه شوه. کله چې د  ۲۰۲۳م کال په اپریل کې د دواړو خواوو تر منځ ایتلاف مات شو، پایله یې یوازې یوه سیاسي بحران نه وو بلکې د دواړو خواوو تر منځ داسې جګړه پیل شوه چې په ډیر کم وخت کې یې له لس میلیونو ډیر خلک بې کوره کړل او  ملګرو ملتونو  دغه پیښه د ځمکې پر مخ تر ټولو بدترین بشري ناورین اعلان کړ.

د افغانستان اوسنی حالت د بشیر له واکه غورځیدو وروسته سوډان سره ډاروونکی ورته والی لري. که چېرې د واک د لا متمرکز کیدو په هڅه کې دکندهار هسته هڅه وکړي چې د حقاني پورې اړوند ځواکونه بې وسلې کړي یا تر خپل کنټرول لاندې یې راوړي او یا که حقانيان د لا ډیرې سیاسي او نظامي ونډې غوښتنه وکړي، د سختې وینه تویوونکې شخړې ویره وجود لري.

د سیمې له هیوادونو سره د دغو دوو ډلو جلا علایق دا خطر نور هم لوړوي. سوډان کې، متحده عربي اماراتو د چاد له لارې د حمیدتي ځواکونو ته وسلې او مالي ملاتړ ورکوي پداسې حال کې چې سعودي عربستان او مصر د سوډاند ملي اردو له ځواکونو سره ولاړ دي. له حمیدتي سره د اماراتو مرستې جکړه لا تر اوسه ګرمه ساتلې ده. افغانستان کې هم له بدمرغه ورته اړیکې په پراخیدو دي. حقانیانو په وروستیو کلونو کې له ابوظبي سره خپلې مستقمې اړیکې رامنځته کړې په داسې حال کې چې د کندهار مذهبي مشرتابه له دوحې او ریاض سره د خپلو اړیکو د پراخه کولو هڅه کړې ده.

 پاکستان که څه هم تر ډیره بریده پر طالبانو خپل نفوذ له لاسه ورکړی او غواړي چې له یو پلوه ټول پاکستان میشته افغانان بیرته ورستانه کړي او له بلې خوا له شمالي ټلوالې سره د چترال او شمالي سیمو له لارې د جګړې لمن د کابل پولو ته راورسوي تر څو د خپلې زړې تګلارې له مخې افغانستان په کورنۍ جګړه کې مصروف پاتې کړي، په دې وروستیو کې د ایران او امریکا د جګړې په برکت په سیمه او نړۍ کې د یو مهم لوبغاړي په توګه سر را جګ کړی دی، چې له ترکیې او سعودي سره وروستي دفاعي تړون یې یوه ښه بیلګه ده. پاکستان به هرو مرو له دغو نوو اړیکو او تړونونو څخه په افغانستان کې د درز پیداکولو لپاره استفاده وکړي.

افغانستان د بلې کورنۍ جګړې توان نه لري، او اوسني چارواکي او د هغوی مخالفان باید له تیر تاریخ او د نړۍ له نورو هیوادنو څخه درس زده کړي او د جګړې پر ځای د ټولو د ګټو د خوندیتوب په چوکاټ کې د ټول شموله نظام در امنځته کولو لپاره د کور دننه د حل لارې چارې ولټوي او له بهرنیو هیودانو سره د یوې مرجعې له لارې د افغانستان د ګټو د خوندیتوب د اصل پر بنسټ اړیکې وساتي او د قدرت جزیرې پرې نږدي چې د قدرت په جنون کې د کابل کوڅې بیا په وینو ولړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...