Home+آیا ناکامورا او اېډېسن د کرامت خاوندان وو؟| ولي الله ملکزی

آیا ناکامورا او اېډېسن د کرامت خاوندان وو؟| ولي الله ملکزی

 زموږ په مذهبي ټولنو کې د تصوف، خانقاه، عرفان او پیرۍ مريدۍ غبرګونونه ډېر کله د خیالي او خارق‌ العاده روایتونو پر ګودر لنګر اچوي. آن تر دې چې له یوې غونډۍ بلې ته د خره الوتل، د مړ ټپوس ژوندي کول، د جمعې په مبارکه ورځ پر دېوال سپاره مکې ته رسېدل او ماښام بېرته راستنېدل او د اوبو د پاسه مزل کول د رښتیني کرامت او غیبي پېرزونو اَوج ګڼل کېږي. د دغه سینه په سینه ولسي افسانو او د اوسني عصر د نوښتګرو پوهانو د ساینسي لاسته راوړنو ترمنځ، بېخي جالب او ژور تضاد شتون لري.

د کره دینی متونو له مخې، د بشري کرامت راز په تشو دعوو یا په خلوت کې پر تظاهر نه، بلکې په زُهد، ډار او هغو رښتینو هڅو او خدمت کې نغښتی دی چې نېکان یې د خالق تعالی د بندګانو د هوساینې او خېر ښېګڼې لپاره کوي. قرآن کریم په بشپړ صراحت سره بې له کوم طبقاتي وېش داسې فرمایي: « وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ – موږ د آدم اولاد ته کرامت او شرافت ورکړی دی» دا آسماني غږ ثابتوي چې د کایناتو رب هر انسان ته که د هر دین، عقیدې، مذهب، ملت، ژبې، طبقې، نسل او ذات څخه وي، عزت او درنښت وربښلی دی. کله چې یو کس د بزرګۍ خبره کوي نو دا پوښتنه راولاړېږي چې آیا د رښتینې برخې خاوند هغه څوک دی چې نوښت او ریاضت کوي؛ که هغه چې په قبر کې نَکیر او مُنکر ته وایي: « زه خو د فلاني صاحب دوبي یم»؟

په ۱۲۵۸م کال کې د هلاکو لښکر پر بغداد یرغل وکړ او آخرنې عباسي خلیفه، المستعصم بالله یې په بوجۍ کې د آسونو تر سُمونو لاندې په سختې بې‌ رحمۍ ووژلو. نوموړی خلیفه د حضرت پېغمیر (ص) د خپل کاکا، عباس (رض) له نسل څخه وو او د تقدس چپن یې پر اوږو پرته وه. بغداد خو د اولیاوو او صوفیانو ټاټوبی وو؛ نو ولې په هغه ناورین کې چا خپل کرامت ونه ښود؟ د دجلې او فرات سیندونه د زرګونو علماوو، متصوفینو او مرشدینو پر وینو رنګ شول او لکونه نایاب مخطوطات اوبو لاهو کړل؛ دا پیران مبارکان چېرته غېب وو چې بغداد له چنګېزي ښامارانو څخه وژغوري؟

تېرکال د اګست پر پنځلسمې، د کوزې پښتونخوا په بونېر کې ویجاړونکی سېلاب راغی؛ د پیر بابا زیارت چې پر لوړه ساحه کې وو، سلامت پاتې شو خو جامع جومات او شاوخوا دوکانونه او کورونه د څپو خوراک شول. هغه مهال هم ډېر غږونه پورته شول چې دا خو د کراماتو خاوره ده؛ مګر هماغه څه وشول چې په نورو عادي سیمو کې کېږي. تاریخ شاهد دی چې اسطورې نه د چا ګېډه ډکوي او نه رنځور رغولی شي. نن سبا د نړۍ په هر کونج کې د یوه خوار او غریب په جب کې هم کمره او ځیرک ټلېفون شته، د نوي کول د قناعت لپاره باید د مستندو وېډیوګانو په خپرولو سره دغه ډول بزرګي ثابته شي. دا نسل په آسانۍ سره د وظیفو، خوبونو، دمونو، تعویذونو او هوايي کرامتونو منلو ته تیار نه ښکاري.

برعکس، ځینې انسانان د عمل ډګر ته را ووتل او علمي هڅو یې د میلیاردونو انسانانو له کورونو ډیوې او لاټینونه راټول کړل او داسې څراغونه یې ولګول چې تورې ترږمۍ یې د غرمې په څېر وځلولې. ټامس اېډېسن (Thomas Edison) د روښنایۍ داسې سرمدي څراغ اختراع کړ چې له برکته یې له لوېدیځه تر ختیځه آن د سپېڅلیو حرمینو شریفینو په ګډون ټوله نړۍ روښانه شوه. دا مهال که د حج په تود موسم کې د میلیونونو حاجیانو خولې د عصري سیسټمونو (AC) پر مټ وچېږي، دا ټول د ساینس پوهانو د مادي او عملي پېرزونو برکت دی.

که کرامت د بشر له ژوند، بقاء او ارتقاء سره مرسته کول وي، نو جاپاني ډاکټر ټېټسو ناکامورا (Tetsu Nakamura) د ننګرهار په سوځېدلي ګمبېري کې د ویالو پر بهولو، لسګونو زرو مشرقي والو ته د نوي ژوند هيلې ور وبښلې. آیا د کاکا ناکامورا دا بې بریده قرباني د کائناتي کرامت او خدمت خلق یوه جوته بېلګه نه ده؟ آیا هغه کسان چې خپل ژوند، امکانات او هڅې د فقر د محوه کولو او وچو دښتو خړوبولو ته وقف کوې، د برخې خاوندان نه دي؟

له عقلي لیدلوري په هوا کې الوتل، په کونټۍ له پېشو پړانګ جوړول، په لحد کې د مړي د حالت معلومول او د غرقې بېړۍ د ناوې را ژوندي کول د طبیعت له فزیکي قوانینو سره ډغره وهل دي. البته، له دیني زاویې په معتبرو نصوصو کې د اولیاوو کرامت ثابت دی؛ لکه د حضرت مریم لپاره په محراب کې بې‌ موسمه خواړه، درې پېړۍ وروسته د اصحاب الکهف راویښېدل او د عمر (رض) د خط له برکته په مصر کې د طغیاني نیل د څپو آرامېدل یې غوڅ دلیل دی.

په زړه پورې خبره خو دا ده چې ځینې مشهور پیران صاحیان خپلو مریدانو ته وايي: «پر ځان آیت الکرسي چف کوئ، اووه اوسپنیزې کلاګانې به درڅخه راتاوېږي» خو پخپله له نیم درجن باډي ګارډانو پرته د جمعې خطبه هم نه ورکوي. د الله تعالی د مبارک کتاب په برکت کې شک لرل د ایمان زیان دی؛ خو کرامت یو غیر اختیاري فضیلت دی او د ولي، قطب یا مرشد په اختیار کې نه وي چې کله یې زړه شي هلته یې راښکاره کړي. بله دا چې اوږدې څڼې، په لاس کې امساء، شنه چپن، په ګوتو کې د ګوتمو کتار او په جوماتونو کې غومبر د طریقت تمثیل کېدای شي؛ خو دا د عبادت اصلي روح نه دی.

د خیالي او بې سنده دعوو غټ تاوان دا دی چې کله یوه ټولنه د خدای ورکړي عقل پر ځای په قیصو او تعویذونو تکیه زیاته کړي؛ نو علم ورته هسې مباح څیز ښکاري. هلته بیا د سیندونو مهارول، د درملو جوړول ، د فقر ختمول او په سیاسي ډګر کې له سیالانو سره سیالي شاته پاتې کېږي او د هغو کسانو هڅې بابیزې ګڼل کېږي چې د بشریت د سوکالۍ لپاره یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې وي.

د انسان معنوي ارزښت په تقوا، ښو اخلاقو، نوښت او د محرومو خلکو په لاسنیوي کې نغښتی دی. دین اصول دي او کرامت د خالق تعالی له لوري ځانګړی انعام. خو دینداري د منجاور کچکول نه دی چې له دینارونو یې ډک کړې او د خانقاه په لمن کې ځان د برخې خاوند وبولې.

الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ژبه؛ باید سوچه شي که تغذیه؟ | عبدالرحمن فرقاني

دا فلسفه چې ګواکې ژبه باید «سوچه» شي او له نورو ژبو د اغېز له هر ډول نښې څخه خوندي پاتې شي، په حقیقت...