تاند ( دوشنبه د اسد/زمري ۱۹مه) د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، د افغانستان او پاکستان حکومتونو د جګړې پر مهال خپلې خاورې ته د بهرنیو عناصرو د ننوتو د مخنیوي لپاره له ایران سره همکاري کړې ده.
د هغه په وینا، افغانستان او پاکستان امنیتي ډلې ګومارلې وې او اعلان یې کړی و چې هیچا ته به اجازه ورنکړي، څو د دوی له خاورې ایران ته ننوځي او هلته ګډوډي رامنځته کړي.
پزشکیان زیاته کړه چې افغانستان، پاکستان، ترکمنستان، روسیې او عراق له ایران سره ښه همکاري کړې او له اذربایجان سره هم خبرې او تعامل روان دی.
کارپوهان وایي، دا څرګندونې ښيي چې د افغانستان او ایران اړیکې یوازې تر سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو محدودې نه دي، بلکې امنیتي او سیمهییز اړخونه هم لري.
دوی وایي،د دواړو هېوادونو ګډه پوله او سرحدي امنیت، نشهیي توکو، کډوالۍ او سیمهییز ثبات موضوعات هغه مسایل دي چې د کابل او تهران ترمنځ دوامدارې همکارۍ ته اړتیا لري.
د سیاسي شنونکو په باور د افغانستان او ایران ترمنځ د متقابل امنیت او ثبات په برخه کې همکاري د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
دوی وایي،که دا همکاري د متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب او د افغانستان د ملي حاکمیت پر بنسټ دوام ومومي، کولای شي د سیمې د امنیت او ثبات لپاره هم مثبت رول ولوبوي.