جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهپښتو، پښتو تشریحي قاموس ته انتقادي کتنه | اسدلله غضنفر

پښتو، پښتو تشریحي قاموس ته انتقادي کتنه | اسدلله غضنفر

 د افغانستان علومو اکاډیمي د یوه نوي پښتو قاموس د تدوین تکل کړی دی. دا ډیر ضروري او ګټور اقدام دی خو که زموږ د قاموس لیکنې پخوانۍ تجربې ته انتقادي کتنه ونه شي، نو دا وېره شته چې په نوې هڅه کې هم ستونزې ډیرې وي.

دلته غواړم د افغانستان علومو اکاډیمي د پښتوـ پښتو تشریحي قاموس د نیمګړتیاوو په اړه خپل نظر ولیکم. له نورو هم توقع لرم چې د نوې ډکشنري د بهتري لپاره د زړو ډکشنریو او خصوصا پښتوـ پښتو تشریحي قاموس په باره کې خپل نظرونه له اکاډیمي سره شریک کړي.

   دغه قاموس تشریحي بلل شوی دی. هغه ډکشنري چې په یوه ژبه لیکل کیږي، بهتره ده لږه یا ډیره تشریحي وي. یعنې پښتو لغت چې په پښتو معنا کیږي، پکار ده  د تعریف، شواهدو او مثالونو له لارې توضیح شي او د واحد مدخل مختلفې معناوې او ترکیبونه یې معرفي شي. (د قاموس لیکنې په بحثونو کې هغه کلمه مدخل بلل کیږي چې په قاموس کې باید معنا او توضیح شي. شاهد هغه بیت یا جملې ته وایي چې د مدخل کلمه پکې راغلې وي او معمولا د دې لپاره راوړل کیږي چې د کلمې پر معنا او د استعمال پر ځای لا ښه پوه شو. د دغسې مقصد لپاره د قاموس د مولفانو خپلې جملې ته مثال وایي.)

 په پښتوـ انګلیسي قاموس کې چې (قلم) ته pen ولیکو، د دوه ژبې ډکشنري مقصد پکې پوره کیږي خو په یو ژبي قاموس کې توقع ده چې (قلم) به تعریفوو. دغه راز که ډکشنري لږ مفصله وي، نو د قلم  ډولونه به راوړو، د (خودرنګ) او (خودکار) فرق به کوو، د (توش) په شمول د نوې زمانې قلمونه به یادوو او په دې به هم غږیږو چې په تېرو زمانو کې خو نه خودرنګ و، نه خودکار، نو له (قلم) څخه منظور څه و؟

 په پښتوـ پښتو تشریحي قاموس کې اکثره لغتونه یا تشریح شوي نه دي، یا یې تشریح نیمګړې ده او یا ناسمه ده. مثلا (خونه) داسې معنا شوې ده: ۱(کوټه، سیب، اطاق؛۲) کور، مېنه.

دلته (خونه) نه ده تعریف شوې. د خونې په تعریف کې څلور سره وصل دیوالونه، مشترک بام، دروازه ، کړکۍ یا دریڅه، د خوب یا ناستې یا کار لپاره استفاده او داسې نور ټکي شاملېدای شي.

که (ور) دروازه وبلل شي او (دروازه) ور، دا بیا تعریف نه شو، دا د مترادف راوړل دي چې معمولا په دوه ژبیو ډکشنریو کې استفاده ورڅخه کیږي.

د خونې په څلورو معناګانو کې « سیب» مشهور نه دی او د (مېنې) او(کور) که فرعي معنا خونه وي، وي به، کنه نو خپلې مستقلې او مشهورې معناوې لري. قاموس لیکونکو ته پکار ده چې مشهوره کلمه، لکه خونه یا کوټه، د خپل نامشهور معادل (دلته سیب) یا نامناسب معادل (دلته مېنه او کور) په ذریعه معنا نه کړي. البته، نامشهور معادل که د مشهور معادل په ذریعه معنا کېږي، سمه خبره ده.

 له نیمګړې تشریح مطلب دا دی چې د لغت ځینې معناوې راواخیستل شي او ځینې پاتې شي. کلمې معمولا مختلفې معناوې لري. ځینې پخوانۍ، ځینې اوسنۍ، یوه یا دوې مشهورې معناوې او نورې نامشهورې. یوژبي تشریحي قاموسونه د همدې لپاره لیکل کېږي چې تر وسه وسه د کلمې مختلفې معناوې بیان کړي. پښتوـ پښتو تشریحي قاموس له دې درکه هم تر ډیره حده په خپل مقصد کې پاتې راغلی دی.

په تشریحي قاموس کې د (رسیدل) تر کلمې لاندې راغلي دي:«۱ (رسېده، ترسره کېدل، پوره کېدل، بشپړېدل؛۲) مج، پخېدل (د غلې، مېوې….) ؛۳ ( ځوانېدل، بالغېدل، ودې ته رسېدل؛۴) ورسپارل کېدل»

مریدان وایي: اې پیره راورسېږې! د (رسېدل) دغه معنا په پاسنۍ شرحه کې نشته. په یوه بیت کې لولو:

اې پیره کامله، رښتیا به سره وایو

ته ښه وررسېږې، که مرید ښه دررسېږي؟

د نیمګړې تشریح یو بل مثال:

د (خام) د مفهوم په بیان کې لولو:

 « اوم، کچه، د پاخه ضد.

 خام مواد: ټول د انتقال وړ مواد چې په طبیعي ډول پر ځمکه ښکارېږي او د انسانانو په وسیله راټول، جهاني مارکېټونو ته انتقال او په پېچلو صنعتي موادو تبدلېږي.»

 موږ په پښتو کې یوازې خام مواد نلرو، بلکې  خامه خبره( غیرعاقلانه)، خام عمر( کم عمر) یا خام سړی ( ناپوه او بې تجربې) هم لرو چې د (خام) معنا پکې یو څه بېله ده. په (دستارنامه) کې لولو:

 د پخته تر کاره نه رسېږي خام

 هم په دا خبره بویه اختتام

د (خام سړي) او (کچه سړي) په معنا کې فرق دی او د دې مطلب دا کېږي چې ( خام) د ( کچه) پوره معادل نه دی. اصلا ډیر لږ داسې کیږي چې یو کلمه دې د بلې پوره مترادفه وي او ځکه خو په ډکشنریو کې د تعریفونو او مثالونو اړتیا پیښېږي.

 د تشریحي قاموس د (خام مواد) په تعریف کې هم دقت نه دی شوی. دلته نه د (پیچلي) کلمې ته اړتیا وه، نه جهاني مارکیټونو ته او نه د (انسانانو په وسیلې) عبارت ته. د انسانانو د وسیلې خبره ناسمه نه ده خو غیرضروري ده او د ډکشنري جملې باید په داسې طرز ولیکل شي چې تر وسه وسه غیر ضروري ټکی  پکې نه وي.

په دې ډکشنرې کې (صرع) مېرګي ناروغي بلل شوې او شرحه یې راغلې ده. وروسته بیا (مېرګي ) هم تعریف شوې ده. په تشریحي قاموس کې داسې نور مثالونه هم  شته. پکار دا ده چې مترادفې کلمې صرف یو ځل تعریف شي او په دوهم ځل یوازې لومړي ځل ته ارجاع کافي وبلل شي.

 د تشریح په وخت بې دقتي د دغه قاموس لویه نیمګړتیا ده. د (سند) تر عنوان لاندې لولو:«۱(د لویدیځ  پاکستان یو ایالت دی چې یوسلوپنځه ویشت زره مربع کیلومتره ساحه لري او په سلو کې اویا مسلمانان دي،۲)…» دلته د سند ایالت په باب درې سره راغلي معلومات ناسم دي. اول خو اوس کابو نیمه پیړۍ وشوه چې پاکستان لویدیځ او ختیځ نه لري. بله دا چې د مساحت اندازه یې سمه نه ده او دریم دا چې د سند تر نوي فیصده زیات اوسېدونکي مسلمانان دي.

د ( خبریال) کلمه داسې تشریح شوې ده:«۱(مصاحبه کوونکی، د خپرندویې موسسې هغه نماینده چې خبرونه راټولوي او مصاحبې کوي.۳)هغه څوک چې د هر چا پسې شا خبرې او غیبت کوي.»

 موږ ممکن د هغه چا په باب چې په ډیرې پاکۍ تظاهر کوي، ووایو چې پلاني له ځانه فرښته جوړه کړې ده. ایا ویلای شو چې د فرښتې یوه معنا په پاکۍ باندې تظاهر کول دي؟ د خبریال دریمه معنا همدا مثال لري او ناسمه ده. په لنډیو کې اورو چې ژوند د بادو پیمانه ده، ایا ویلای شو چې د بادو پیمانه د ژوند یوه بله معنا ده؟

 که فرضا (خبریال) په همدې دریمه معنا استعمالېږي نو بیا مولفانو ته لازمه وه چې شواهد یې راوړي وای. د خبریال دوې لومړۍ معناوې هم دقیقې نه دي. مصاحبه د خبریال د کار یوازې یوه برخه ده.

 د تشریحي قاموس ګڼ تشریحات ناسم ښکاري چې پکار ده په نوې ډکشنري کې تکرار نه شي. د کلمې سم تعریف هغه دی چې له نورو یې بېله کړي. تشریحي قاموس د (پرتوګ) په تعریف کې لیکي:« هغه لباس چې د نامه نه لاندې تر ښینګرو او بېډیو پورې اغوستل کیږي.» دغه تعریف پرتوګ او پتلون سره نه شي بېلولای، ځکه خو پوره تعریف نه دی. البته، پوره او دقیق تعریف معمولا ډیر مشکل دی. د دې مشکل د اسانولو یوه لاره دا ده چې د نورو ژبو د کامیابو ډکشنریو له تعریفه استفاده وشي. په دې کار کې دوو ټکو ته پام پکار دی: یو دا چې په پښتو کې دې د  تعریف سبک ترجمه ځبلی نه وي، او بله دا چې د ژبو او کلتورونو توپیر ممکن د یو څه بېل تعریف غوښتنه وکړي.

 د یوه لغت د معنا د توضیح لپاره د شواهدو په راوړلو کې بې دقتي د تشریحي قاموس بله ستونزه ده. دلته (ایهام) داسې تشریح شوی دی: « په بدیع کې یو صنعت دی چې شاعر په خپل کلام کې داسې ټکي راوړي چې دوه ماناوې ولري: یوه قریبه وي او بله بعیده یانې شاعر په خپل شعر کې داسې کلیمې استعمال کړي چې د دوو متضادو ماناوو احتمال ولري.

 که غلو په دوه اقسام دي

 یا په دوه رنګه ایهام دي.ِ»

 دغه  بیت د ایهام په توضیح کې کومک نه کوي. دلته داسې بیت ته اړتیا وه چې د ایهام له ادبي صنعته پکې استفاده شوې وای. په بیت کې د ایهام معرفي به په تعریف باندې پوهېدل اسانه کړي وو. البته، د ایهام په تعریف کې اشتباه د کتاب بله اشتباه ده. دا ضرور نه ده چې د ایهام لرې او نژدې معناوې دې متضادې وي.

 د شواهدو په راوړلو کې د شاهد سموالي ته هم توجه پکار ده. په تشریحي قاموس کې ( پیغمبري ګل) د یو لغت په حیث رااخیستل شوی او ورته لیکل شوي دي چې:« پیغمبر ګل

 پیغمبري ګل به ترې جوړ شي

که په لنډۍ زه دې کیښودل خالونه»

دغه لنډۍ که ماخذ هم ولري، جعلي ښکاري او د (پیغمبري ګل) کلمه بل ځای نشته.

د ( دنیا ) د کلمې لپاره دا شاهد راوړل شوی دی:

 دنیادار که مستغني په سیم و زر دی

هنرمندو څخه ګنج د خپل هنر دی.»

 لغت یو شی او شاهد یې بل شی.

د (څوک) په بیان کې راغلي دي:

« استفهامي ضمیر دی چې د پوښتنې په وخت کې استعمالیږي.

څوک له خاورو ایرو پاڅوي تخت ورکړي

څوک له تخته د ایرو په ډیران ولي»

په بیت کې د استفهامي ضمیر (څوک) نه بلکې د مبهم ضمیر ( څوک) راغلی دی.

زما په ګومان که شاهد سم هم وي خو چې د معنا په توضیح کولو کې مرسته نه کوي، په نه راوړلو کې یې ګټه ده او د سپما سبب کیږي. په تشریحي قاموس کې د ( تود) په اړه لیکلي دي:« ګرم، د سوړ ضد

 په هجران کې مې صورت له اوره تود دی

ځکه ډېر مې په دلدار پسې مښود دی»

دلته بیت د ( تود) د معنا په رسولو کې مرسته نه ده کړې.

د شاهد او مثال له راوړلو یو مقصد دا وي چې په جمله کې د مدخل د کلمې د استعمال طرز راوښیي او په دې ډول یې په ګرامري مقام او معنا لا ښه پوه شو. د ( تود) شاهد دغه مقصد هم نه پوره کوي، ځکه په عادي نه بلکې شعري جمله کې راغلی دی.

البته، که قاموس لیکونکو د احساساتي یا ورمات او مایل په معنا د تود مجازي معناوې راوړې وای، ممکن د توضیح لپاره به شاهد یا مثال بهتره و. مثلا: د ده چلند ډیر تود و، یعنې احساساتي و او دی ډیر ورباندې تود دی، یعنې سخت ورته مایل دی. د شاهد لپاره د بیت په راوړلو کې دې ته هم پام پکار دی چې بیت شاید د عادي لوستونکي تر سویې جګ وي او مرسته ورسره ونه کړي. دغه راز په بیت کې د مقصد کلمه ممکن په مجازي بڼه راغلې وي او د توضیح لپاره چندان پکار رانشي.

 دغه راز، په پخوانو شعرونو کې یو لغت ممکن په پخواني چاپیریال کې یو څه بیله معنا ولري. اوسنی قاموس لیکونکی که له پخواني شعره د شاهد په حیث استفاده کوي نو هغې بیلې معنا ته هم اشاره بهتره ده. په تشریحي قاموس کې د ( ډمامې) کلمه په مناسبه طریقه تشریح شوې ده خو هغې ضمني معنا ته پکې اشاره نشته چې د شاهد په توګه راوړل شوي بیت کې یې د ډمامې کلمه لري.

 د ډمامې په توضیح کې د عبدالعظیم راڼیزي دا بیت راوړل شوی دی:

مرد و زن، عرب عجم دې ثناخوان دي

 په هر ملک کې ستا د دور ډمامې دي

په تېرو وختونو کې د سلطنتي نظامونو یو رسم دا و چې پاچا به لښکر لېږد کاوه، یا به په لښکر ځای کې و، نغاره(ډمامه) به ډنګېدله او دا امتیاز ان شهزاده ګانو ته په اسانه نه ورکول کېده چې نغاره ورته ووهل شي. شاعر د پیغبر(ص) په اړه وایي چې په هر چا او هر ملک پاچهي کوي.

 په دې قاموس کې د مختلفو معناګانو د راوړلو په ترتیب کې خاص میتود او اصول نه تر سترګو کیږي. « پروانه» یو ځل د ( پتنګ، پتڼ او اورپښت ) په معنا مدخل شوې ده او بل ځل د یو بېل لغت په بڼه داسې راغلې ده:

«۱) اجازه نامه
۲) عاشق، په غم او عشق کې وریت او جل بل ـ

چې روښانه پرې زما د زړه څراغ دی

 ځکه ستا د مخ په شمعه پروانه یم »

اول خو په پښتو کې ( پروانه) د اجازه نامې په معنا نشته او بله دا چې د عاشق او په عشق کې وریت شوي مجازې معنا یې له اولې پروانې سره تعلق لري، نه له اجازه نامې سره. مخکې مو د سند ایالت په اړه د ناسمو معلوماتو یادونه وکړه. پکار وه چې ( سند) د خاص نوم په توګه مستقل مدخل وي، نه فرعي.

په تشریحي قاموس کې د ( برند) اوله معنا لټ او سست راغلې او دویمه معنا یې قهرجن راوړل شوې ده او د شاهد په توګه راغلی بیت نه له اولې معنا سره تعلق لري ، نه له دویمې سره بلکې د (نیغ کتونکي) معنا لېږدوي. بیت دا دی:

 زما ژړا چې چېرته په غوږ د دولتمند شي

 نا پسنده ورته ښکاري، له قهره راته برند شي»

د دې کلمې مشهوره معنا همدا د قهر په وجه نېغ کتل دي او قهرجن ته هم وایي خو د لټ او سست معنا یې ( که سمه وي) مشهوره نه ده. بهتره دا ده چې مشهوره او عامه معنا اول راواخیستل شي.

 د ( مسلول) عربي کلمه د نري رنځ د رنځور په معنا په پښتو کې کله نا کله راځي خو د (راکښل شوي او راایستل شوي) معنا یې له پښتو سره تعلق نلري. تشریحي قاموس د (مسلول) په توضیح کې همدا بې تعلقه  معنا اول راوړې ده چې بېخي ورته اړتیا نه وه.

له بلې ژبې رااخیستل شوی لغت ممکن په هغه ژبه کې یوه مشهوره معنا ولري او زموږ په ژبه کې یې بله معنا مشهوره وي. د نورو ژبو له ډکشنریو څخه د یوه لغت معناګانې باید د پښتو ژبې له غوښتنو سره سم راواخیستل شي. د پردۍ  ژبې لغت ممکن زموږ په ژبه کې بېله نوې معنا ولري او یا یې یوه فرعي معنا دلته په اصلي معنا بدله شوې وي. په پښتو ډکشنري کې دې ته اړتیا نشته چې (مسلول) د ( راکښل شوي او راایستل شوي) په معنا راواخلو او یا ( پروانې) ته (اجازه نامه) ولیکو.

 پښتوـ پښتو تشریحي قاموس نه یوازې د معناګانو په انتخاب کې تېروتنې لري، د لغتونو په انتخاب کې یې هم تېروتنې ډیرې دي. زما په خیال دا جواز نشته چې ( فرار) د ( پرار) په بڼه په ډکشنري کې مدخل کړو، ځکه اکثره خلک (ف) او (ق) نه تلفظ کوي او که ( فرار) د مدخل کیدلو اجازه ومومي، ( مفغن) هم د (مپغن) په بڼه د ځانله مدخل اجازه تر لاسه کوي. که ( ماشوم) له ( معصوم) څخه راغلی هم وي خو په بېله بڼه او بېله معنا داسې نوی لغت ورڅخه جوړ شوی چې اصلي بڼه یې هېره شوې ده، مګر ( پرار) د یوه بیل لغت په حیث منل سم نه ښکاري. د نوي قاموس لیکونکو ته پکار ده چې د مفغنو کلمو په اړه یو واضح تعریف ولري.

د دې ډکشنري په سلګونو لغتونه داسې دي چې د ژبې د ګرامر په اساس یې د وجود امکان شته خو موجود نه دي. مثالونه: بویېدونکی( خوسا کېدونکی)، بهروونکی (د باندې ایستونکی)، بې پامتیا(بې پامي)، بېمارېدونی (هغه څوک چې ممکن ناروغ شي)، پابندېدونکی (ګیرکېدونکی؟)، بې ضرري (ضرر نه رسونه)، بې مختوب (بې لحاظي)،…. دغسې کلمې چې د پښتو ژبې د قواعدو په اساس یې ایجاد ممکن دی مګر وجود نلري، په ډکشنري کې ورته ځای ورکول بې ګټې دي.

 خیالي ښوونځي او خیالي پولیس د وروستۍ لسیزې ستونزه ده خو په تېرو لسیزو کې مو د خیالي لغتونو (ghost words) ستونزه لرله چې افغان قاموس یې یوه لویه سرچینه ده. د دې ډکشنري د تالیف په وخت ځینې جوړ شوي لغتونه وروسته بیا ژبې ومنل او عام شول. (مثلا ما اورېدلې دي چې د ولسمشر لغت په همدې ډکشنري کې ښاغلي ګوهر رحمان ګوهر موندلی و.) خو ځینې یې صرف د تشریحي قاموس او نورو ډکشنریو د اوږو پېټي دي چې پکار ده په نوې ډکنشري کې یې له خیره تېر شو.

 په پښتوـ پښتو تشریحي قاموس کې د کلمو د تشریح د اندازې په برخه کې کوم معیار نه وینو. مثلا ( ډولچي) د ( اتڼ ) دوه برابره ځای نیولی دی. د (افغانۍ) په معرفي کې صرف دومره راغلي دي چې « د افغانستان د پیسو واحد»، مګر د (روبل) شرحه په اوو، اتو کرښو کې شوې ده. د (رهبانیت) معرفي د (تصوف) درې برابره زیات ځای نیولی دی او د (زبور) معرفي ته د (انجیل ) څو برابره ځای ورکړ شوی دی.

 له بلې خوا د اعلامو په انتخاب کې کوم معیار نه ښکاري او تر یوه حده پورې د (پیش آمد خوش آمد) له طریقې استفاده شوې ده.

  د نسبتا مفصلو شرحو په وخت د تشریحي قاموس لا لویه ستونزه دا ده چې شرحه ډېر ځله تیت و پرک، ناسمه او په کمزوري نثر وي. زما په ګومان مرجع کتابونه باید تر وسه وسه په واضحه، موجزه او روانه ژبه ولیکل شي. راځئ د تشریحي قاموس د (زرګري) په اړه شرحه سره ولولو:« د زرګر کسب یا پېشه. د ډېرو پخوانیو صنعتو څخه یو صنعت دی. د بشري تمدن په بېلو بېلو پړاوو کې یې خپل پرمختیایي سیر تعقیب کړی دی. د مسیح علیه السلام د میلاد څخه څلور زره کاله پخوا د سومر په هېواد کې د «ایور» د لړۍ پاچهانو له قبرو څخه د سرو زرو او سپینو زرو  څخه جوړ شوي شیان لاس ته راغلي دي. همدا رنګه د« علم» نومي څلي څخه د لاجوردو ټوټې او داسې سریندې (ارغنون) پیدا شوي دي چې د میتالوژي صحنې او داستانونه د صدف او سره عقیق او لاجوردو په لګولو سره پکې بیان شوي دي. د دې څخه پرته د رسم الخط د دورې په لومړیو وختو (درې زره- درې زره پنځه سوه قبل المیلاد) کې په بین النهرین او مصر کې د توت آنخ آمون د مقبرې څخه د یو زر او څلور سوه قبل المیلاد په حدودو کې د لاجوردو څخه جوړ شوي شیان پیدا شوي دي. د هغو پسولونو په ډله کې چې د بګرام د دوهم ښار د کېندنو په وخت کې لاس ته راغلي دي د سرو زرو یوه کره هم شامله ده چې دا  د دوهمې میلادي پېړۍ محصول دی. په اسلامي دوره کې هم د زرګري صنعت ډېر پرمختګ وکړ او څرنګه چې د پسول استعمال زموږ د هیواد یو لرغونی دود و نو همدغه دود د دې سبب شو چې د زرګري صنعت زیات پر مخ ولاړ شي.»

 د نثر کمزوري له یوې خوا او د معلوماتو ګډوډي او ضعف له بلې خوا پاسنی متن تر ډیره حده بې فایدې کړی دی. د معلوماتو له کمزوري مې مطلب دا دی چې په دغسې ځایونو کې باید تر ټولو مهم معلومات غوره شي نه دا چې په بګرام کې یوه کره پیدا شوې ده او د علم نومي څلي په خوا کې سرینده وه او په سریندې باندې اسطوره وه. دغه راز که د زرګري د تاریخچې په ځای ( چې دا متن تاریخچه هم نده) د زرګري له کلمې سره اړوند اصطلاحات بیان شوي وای، د قاموس له کار سره به یې ارتباط ډیر و. مثلا (زرګري جنګ) چې د دروغو جنګ ته وایو، په ډکشنري کې د توضیح جوګه دی.

 په نوې ډکشنري کې پکار ده چې د مدخلونو په شرحه کې د دایرة العمارف پیروي ونه شي. د (زرګري) د تاریخچې بیان د دایرة المعارف کار دی، نه د ډکشنري. په ډکشنري کې د مستقلې کلمې د مختلفو معناګانو ، اسمي او فعلي ترکیبونو او اصطلاحاتو رااخیستل او توضیح کول پکار دي.

 پښتوـ پښتو تشریحي قاموس د لیکلو د سبک له اړخه ګڼې ستونزې لري. د مختلفو مولفانو په لاس په مختلفو وختونو کې د یو کتاب لیکل، په سبکي لحاظ وحدت ته صدمه رسولای شي.

 د ډکشنري په تدوین کې د سبک د وحدت او انسجام لپاره ځینو ټکو ته پام پکار دی.

 یو دا چې اډیټران لټي ونکړي او د مختلفو مولفانو په لیکني طرز کې وحدت او انسجام راولي.

 بله دا چې د کار تر پیل کېدو له مخه ځینې سبکي اصول وضع شي. مثلا که انساني صفت تعریف کیږي، نو حتی الوسع دې په یو شان کلمو پیل شي؛لکه: بې ایمانه: هغه څوک چې ایمان نلري. بې قصوره: هغه څوک چې ګناه او خطا یې نه وي. په پښتوـ پښتو تشریحي قاموس کې د لیکلو لپاره دغسې قرارداد نه لیدل کېږي.

د سبک په اړه د واضح دریځ نشتوالی د دې سبب شوی دی چې زموږ قاموس لیکونکي د هغو کلمو په توضیح کې چې تعریف یې مشکل دی، مشکل ولري. ربطي او اضافي حروف که څه هم په ژبه کې ډیر زیات راځي او بنیادي اهمیت لري خو څرنګه چې تعریف یې مشکل دی نو زموږ قاموس لیکونکي ورڅځه په منډه تېرېږي. مثلا د ( خو) وییکی په تشریحي قاموس کې داسې بیان شوی دی:« مګر، اما ، لیکن، چون.»

 له بلې خوا تشریحي قاموس ( اما) او ( چون )نه دي مدخل کړي او د ( مګر) په اړه یې لیکلي دي:« خو، لېکن، اما.» د ( لیکن) په باره کې راغلي دي چې:« مګر، اما، ولې، خو». د ( ولې ) په باره کې لولو چې:« د استفهام کلیمه، د څه لپاره؟ په څه غرض»

  منظور دا چې د وییکو د توضیح لپاره له نورو وییکو استفاده وشوه او دغه نور وییکي هم  یا پخپله بې توضیح پاتې دي یا یې توضیح نیمګړې ده.

 د دغسې مدخلونو د توضیح لپاره ښه طریقه د مثالونو او شواهدو راوړل دي. د ( خو) معرفي داسې بهتره وه: ( خو) د ربط وییکی دی او معمولا د داسې دوو جملو په وصلولو کې پکارېږي چې د معنا په لحاظ له یو بل سره په ټکر کې وي. لکه: افغانستان لوی خو بېوزلی هیواد دی… دغه شرحه او مثالونه باید تر هغه حده ادامه ومومي چې ( خو) هم له نورو ربطي وییکو بېله شي او هم یې ډولونه معرفي شي.( د خو وییکی یو بېل عاطفي نقش هم لري.) زما په خیال په نوې ډکشنري کې باید د ربطي او اضافي حروفو په باره کې مفصل معلومات وي، ځکه د ژبې ډیر مهم توکي دي.

 رابه شو، بیرته د ډکشنري سبک ته. د هغو مدخلونو په معرفي کې چې تعریف یې ډیر مشکل یا ډیر پېچلی دی، د دې جملې هیرول پکار نه دي: معمولا هغه وخت راځي چې…

 په تشریحي قاموس کې یو نیم ځای معلومات له بل ځایه ټکي په ټکي رانقل شوي ښکاري او دې شي د قاموس انسجام ته صدمه رسولې ده.

 له بل ځایه د لیکنې ټکي په ټکي رااخیستل دا مشکل هم پیښوي چې په اصل کې  شاید د قاموس لپاره نه بلکې په کوم بل منظور لیکل شوې وي. په تشریحي قاموس کې د ( ډولچي ) تر کلمې لاندې شرحه د کوم بل منظور لپاره لیکل شوې ښکاري او له قاموسي مقصدونو سره چندان سمون نه خوري.

 د ډکشنري لپاره د واحد او منسجم سبک د لرلو لپاره بل کار دا دی چې د یوې کورنۍ کلمې یوه مولف ته وسپارل شي. مثلا اضافي او ربطي حروف( خو، مګر، لیکن، په، له، چې…) واحده کورنۍ ده. دا کورنۍ که یوه کس ته وسپارل شي نو د سم تعریف امکان به زیات شي.  لکه څنګه چې د منطق په کتابونو کې لولو په تعریف کې د یوې کورنۍ او طبقې (جنس) په منځ کې هغه خصوصیت (فصل) ذکر کیږي چې دغه شی د خپلې کورنۍ له نورو غړیو رابیل کړای شي. که د لباس د کورنۍ مدخلونه( کمیس، پرتوګ، پطلون…) یو کس ته وسپارل شي نو د (پرتوګ) په تعریف کې به د هغسې اشتباه امکان کم شي چې مخکې ورته اشاره وشوه.

 له لویه سره د ډکشنري لیکلو سبک موجز وي، یعنې تر وسه وسه له غیرضروري معلوماتو او د یوې جملې په داخل کې له غیر ضروري کلمې ډډه کېږي. له بلې خوا پکار ده چې یو لاسی او منسجم سبک وي او لوستونکي ته دا احساس ورکړي چې له واحد متن سره مخامخ دی. د کلمو په استعمال کې دقت، د جملو په بیان کې وضوح او د متن رواني د ډکشنري لپاره نور ضروري سبکي عناصر دي. شاید وویل شي چې بله هره علمي لیکنه باید همدا خصوصیات ولري. دا خبره سمه ده مګر د ډکشنري لپاره کامیاب لیکنی سبک ځکه ډیر اهمیت لري او په تاکید ارزي، چې د نورو اکثرو کتابونو برخلاف بیا بیا ورته مراجعه کیږي او مراجعه کوونکی ورڅخه د ژبې د بې عیبه او معتبر متن توقع لري.

 د کلمو د تعریف د اندازې په باره کې باید یو واضح معیار ولرو. که یو مفهوم په لس، پنځلس کلمو کې تعریفیږي، دا غیرمعمولي اوږدوالی نه دی خو که که مثلا د (زرګري) په باره کې په سلګونو کلمې معلومات راځي، دا رنګه معلومات معمولا د ډکشنري له اصلي مقصد سره سمون نه خوري. د ډکشنري کتونکی اصلا یو بل ځای په مطالعه بوخت وي او هلته چې په یوه لغت پوه نه شي، ډکشنري راواړوي. دی دلته د ډیر وخت تېرولو لپاره نه راځي.

د اضافي او قیدي حروفو یا ځینو نورو ژبنیو توکو په باره کې د ډیرې شرحې اړتیا ځکه شته چې له ژبې سره اړوند مهم معلومات دي. د پښتو متن په هر مخ کې ممکن څو ځله (چې) راشي، نو د چې په اړه ډیرې خبرې خود لازمې دي.

د اعلیحضرت محمد نادرشاه په وخت کې افغانستان په دویم ځل د اساسي قانون څښتن شو. دغه اساسي قانون ( اصولنامه) بلل کیده، حال دا چې د اعلیحضرت امان الله خان په وخت کې زموږ اساسي قانون (نظامنامه ) یادیده. اصولنامه تر ۱۳۴۳ پورې نافذه وه او په ذکرشوي کال د افغانستان دریم  اساسي قانون  د خپل اوسني نوم څښتن شو. اوس که ( اصولنامه) د یوه لغت په توګه رااخلو، نو وایو به چې په افغانستان کې له دومره تر دومره کاله پورې اساسي قانون ته اصولنامه ویل کېدل. دا تاریخي معلومات د ډکشنري له حدودو وتلي نه دي خو د تشریحي قاموس د زرګري معلومات یا نور ډیر معلومات دغه خصوصیت نلري او معلومات یې، که چیرې سم وي، نو دایرة المعارف ته پکارېدای شي.

د کلمو د شرحې په وخت له تاریخي عنصره هغه وخت استفاده پکار ده چې د کلمې په معنا کې مرسته وکړي. د (زرګري) د کلمې شرحې د هغې د لغت له معرفي کولو سره مرسته نه کوله.

په یوه ډکشنري کې د مدخل لپاره د  کلمې انتخاب، د هغې د املا لپاره یو معیار، د هغې سم تلفظ، د هغې ګرامري مقام او بالاخره د هغې معنا راځي. د کلمې د ګرامري ډول تعین د هغې دقیقې معنا ته په رسېدو کې مرسته کوي. له بلې خوا د ژبې د ګرامر په باره کې  واضح او جامع تصور له قاموس لیکونکي سره د کلمو په انتخاب کې او د هغو لپاره د ځای په انتخاب کې لوی لاس کولای شي.

 د پښتوـ پښتو تشریحي قاموس په سریزه کې پوهنیار شیریندل ګردیوال کښلي دي چې:«… موږ زیار ویوست چې دغه قاموس نسبتا بشپړ او په عملي اصولو برابر شي…»

 زما په خیال دغه ډکشنري د نسبي تکمیل په مقصد کې کامیابه نه ده. مثلا، د ( لاس) په ترکیبونو کې یې (لاس پورې کول) رااخیستي دي خو ( لاس په لاس کول)، ( لاس اخیستل)، (په لاس ورکول)، (له لاسه ورکول) یا ( لاس کول) پکې نشته. موږ د کابو هر مخ په لوستو سره داسې لغتونه پیدا کولای شو چې هېر شوي دي. مثلا بې پامه شته، بې پاسه نشته؛ تعویذ شته، تعویذګر نشته؛تودښت شته، تودېدا نشته او پښتون شته، پښتو شته، پښتو څانګه شته خو پښتنه نشته.

 په دې باره کې باید یو معیار موجود وي چې په ډکشنري کې څه شی د رااخیستلو دي او څه شی نه دی؟ مثلا ایا ( پښتو څانګه) یو ترکیب دی او د بېلې کلمې حیثیت لري؟ که منظور دا وي چې له اضافي عبارته د دال په غورځولو سره ترکیب او مستقله کلمه جوړیږي، نو مثلا ( بغلان ولایت) هم باید د یوې مستقلې کلمې په حیث په قاموس کې ځای شوی وای، حال دا چې (بغلان ) شته او ( بغلان ولایت) نشته. دغه راز که (پښتو څانګه) مدخل کېږي، نو ولې ( فزیک څانګه) ، ( کیمیا څانګه) او په لسګونو نورې څانګې نه مدخل کېږي؟

  په پیښور کې مې له استاد قلندر مومند څخه په هغو کلونو کې چې د دریاب ډکشنري په تدوین بوخت و، دا خبره څو ځله اورېدلې ده چې سم ګرامر به هغه وخت ولرلای شو چې سمه ډکشنري ولرو. خو زه اوس فکر کوم چې که د ژبې د ګرامر په باره کې واضح تصور موجود نه وي، د سمې ډکشنري لیکل ممکن نه دي.

 په پښتوـ پښتو تشریحي قاموس کې خورا ډېر قیدونه او فعلونه شاید په دې وجه له شاملېدو پاتې شوي چې په جوړښت کې یې دوې یا زیاتې کلمې شاملې دي او مولفانو ته فیصله مشکله وه چې نوې مستقلې کلمې یې وګڼي، که یې ونه ګڼي؟ لکه: (له لاسه)، (له سترګو)، ( په خاطر)، ( په لار راوستل)،( لاره وړل)، ( په ډاګه کول)، (شپه روڼول)، (ورځ ګوډول)، (ورځ اړول) (زړه غږول)،(زړه ماتول)، ( زړه ته پریوتل)، ( زړه ته اچول)، ( په زړه لرل)…

  په دې جمله کې (له) او (لاسه) بېلې کلمې دي:« له لاسه مې پیاله ولوېده.» خو په دې بل مثال کې بیا دغه دواړه کلمې په شریکه یوه نوې او درېیمه معنا جوړوي:« پیاله مې له لاسه ماته کړه.» یعنې قصدا مې ماته کړه. د قصدا معنا نه له ( له) سره تعلق لري او نه له ( لاس) سره، بلکې د دوی له یو ځای کېدو نوې قیدي معنا جوړه شوې ده .دغه راز په دې بل مثال کې (له لاسه) یو بېل قیدي عبارت دی چې د (علت) او (سبب) معنا ښندي:« پیاله زما له لاسه ماته شوه.» د ( له لاسه) دا وروستي دوه ډولونه باید په ډکشنري کې مدخل شوي وای، ځکه مستقلې ترکیبي معناوې لري، یعنې له یو ځای کېدو څخه یې داسې دریېمه معنا راوځي چې تر یو ځای کېدو له مخه په دغو کلمو کې نه وه. مثلا (لاس) او (قصد) یا ( لاس) او (علت) د معنا په لحاظ مستقیمه رابطه سره نه لري.

  په پښتوـ پښتو تشریحي قاموس کې ( په دې څېر) کلمه مدخل شوې او ( په دې شان) او ( په دې ډول) معنا ورته راوړل شوې ده. زه په دې باره کې واضح نظر نلرم چې ( په دې څېر) او داسې نورې ترکیبي کلمې دې د اصلي مدخل کلمې وي که د فرعي مدخل، خو معرفي یې لازمه ده، ځکه ( په دې څېر) ترکیبي خاصیت او مستقل وجود لري. که زه ووایم:« دا نجلۍ زرګره ده.» دلته د ( دا نجلۍ ) اسمي عبارت ترکیبي خاصیت نلري، یعنې که د دغه عبارت فرعي عنصر یعنې (دا) وباسو، بیا هم مطلب ادا کېږي خو ( په دې څېر) کې ( دې) د ضمیر نه بلکې له دوو نورو کلمو سره په شریکه  ډیر ځله قیدي نقش تر سره کوي:« ده واسطه پیدا کړه او په دې څېر مقرر شو.»

 اشاري ضمیرونه کله یوازې راځي او خپل اصلي نقش تر سره کوي، کله بیا له اسم سره راشي او د اشاري صفت نقش ادا کړي( دا نجلۍ وایي…) او په ځینو نورو ځایونو کې له نورو ژبنیو توکو سره په شریکه د قید نقش په غاړه اخلي: په دې وجه، په دې خاطر، په دا رنګ، په دې ډول، له دې سره سره، په دا منځ کې، دا ځل او ګڼ نور مثالونه. « دا ځل به کندز ته نه ځو.» د ( دا ځل ) په عبارت کې ( ځل ) اصلي کلمه ده. موږ که ( ځل ) وباسو، جمله بې معنا کېږي او که (دا) هم وباسو، جمله نیمګړې کېږي. مطلب دا چې (دا ځل) یو مستقل لغت دی او نوې معنا زېږوي او پکار ده چې مدخل شي.

 پښتوـ پښتو تشریحي قاموس ( په دې څېر) را اخیستی دی خو ګڼ نور دغه ډول ترکیبونه یې هېر کړي دي. د تشریحي قاموس مولفانو ( په دې شان) او ( په دې ډول ) قیدي عبارتونه هم هېر کړي دي، حال دا چې د ( په دې څېر) په معنا کولو کې شاملې کلمې دي.

د دغسې ترکیبي کلمو د نه راوړلو یوه وجه شاید دا هم وي چې مولفانو ته  به فیصله سخته وي چې د ډکشنري په کوم ځای کې یې شاملې کړي. ایا (له سترګو) د لام په ردیف کې راوړي که د سین په ردیف کې؟ زما په خیال بهتره ده چې د هر عبارت اصلي کلمه وپیژنو او هماغلته یې معرفي کړو. مثلا ( له سترګو) باید د سین په ردیف کې وي. البته، دا استدلال هم کېدای شي چې که څوک د (له سترګو) په معنا نه پوهېږي نو هغه بیا په دې هم نه پوهېږي چې (له) پکې اصلي کلمه ده، که (سترګو)؟ نو په همدې وجه بهتره ده چې د لام په ردیف کې راشي.

 موږ د اشاري ضمیرونو د ترکیبونو غوندې نور موردونه هم لرو چې پکار ده له ژبپوهانو سره له مشورې وروسته یې په نوې ډکشنري کې د شاملېدا د ځای ( اصلي که فرعي مدخل په بڼه ) په باره کې واحده لاره خپله شي.

 پښتوـ پښتو تشریحي قاموس د کلمو د ګرامري مقام په ټاکلو کې هم ستونزې لري. مثلا( بعضي) یې قید بللی دی، حال دا چې قید نه دی او ډیر وخت د مبهم صفت نقش تر سره کوي. مثال: بعضي خلک وایي چې د قاف غر نشته. په (بعضي) پسې د (بعید) لغت راغلی دی چې قید بلل شوی دی، حال دا چې په اصل کې صفت دی. دغسې تیروتنې زیاتې دي. دغه راز تشریحي قاموس( په دې څېر) قید بللی دی ، حال دا چې کله د قیدي او کله د اسمي عبارت نقش تر سره کوي. د اسمي عبارت په نقش کې:« په دې څېر کتاب تر اوسه نه دی لیکل شوی.» او د قیدي عبارت په نقش کې:« کتاب په دې څېر مه لیکه.»

 په یوه عمومي ډکشنري کې مهم سوال دا دی چې کومې کلمې شاملې شي؟ د دې پوښتنې تر ټولو دقیق ځواب دا دی چې کومه کلمه ډیره استعمالېږي، هغه د اولیت او لا زیاتې توضیح حقداره ده.

په انګلیسي ډکشنریو کې د take او make غوندې لغتونه چې په ژبه کې زیات راځي، تر اکثرو نورو کلمو زیات توضیح کېږي. په پښتو کې مثلا د ( کول) فعل او ترکیبونه یې خورا ډیر استعمالېږي. په یوه کامیابه ډکشنري کې باید دغه فعل او ترکیبونه یې تر اکثرو نورو کلمو ډیر ځای ونیسي. لار کول (لار موندل)، بوټي کول (بوټي ټولول)، شپه کول (شپه تېرول)، پور کول (پور اخیستل) او نور ګڼ ترکیبونه شته چې (کول) پکې بېلې معناوې لري او توضیح یې پکار ده.

 د ډیرو عامو کلمو په اړه موږ ممکن درې ستونزې ولرو: یو دا چې دډکشنریو په باره کې یو پخوانی تصور راسره دی چې مشکلو لغتونو ته باید ډیر اهمیت ورکړو.

 بله دا چې د ډیر عمومیت په وجه مو شاید توجه جلب نه کړي.( د کوڅې سر) د کوڅې ابتدا ده خو د (لارې سر) په لاره باندې هر ځای ته ویلای شو. د (سر) دا وروستۍ معنا د دې کلمې په نورو ترکیبونو کې نشته او په ډکشنري کې ( د لارې سر) ترکیب د معرفي کېدو جوګه دی، مګر د ډیر عمومیت په وجه مو شاید ورپام نه شي.

دریم دا چې ګڼې عامې کلمې زموږ په چاپ شویو ډکشنریو کې ځکه نه دي راغلي چې د مدخل وړ لغت په اړه دقیق تعریف راسره نشته. هغه کلمه چې له نورو بېله حقیقي یا مجازي معنا ولري، د مدخل کېدو جوګه ده. (خټین) او (دیوال) دوې بېلې کلمې دي او مدخل کېږي خو (خټین دیوال) د مدخل کېدو وړ نه دی، ځکه په (خټین) او (دیوال) کې یې معنا شته خو د ( اور) او ( ګاډي) له یو ځای کېدو چې کومه مشترکه معنا راوځي هغه په ( اور) او ( ګاډي ) کې نشته او بېخي بېل مفهوم جوړوي، ځکه خو ( اورګاډی) په قاموس کې را اخلو.

د کلمې اصطلاحي او مجازي معنا چې په ژبه کې عامه شي، په ډکشنري کې د معرفي کېدو جوګه ده، خو د شاعر اختراع کړی مجاز (چې معمولا د تشبیه او استعارې په جامه کې وي) ځکه په ډکشنري کې نه مدخل کېږي، چې ټولنه له کلمې هغه معنا نه اخلي چې شاعر په خپل کلام کې راوړې ده. شاعر معشوقه سروه بولي مګر خلک دا کلمه په دې معنا نه استعمالوي، خک یوازې یوې ونې ته سروه وایي. که د شاعر مجاز په عامه ژبه کې شامل او د عادي کلمو غوندې استفاده ورڅخه وشي، هاله بیا په ډکشنري کې د معرفي کېدو وړ دی. د دروغو عاشق ته په عامه پښتو کې (د پیو مجنون) هم وایو چې له شاعرانه تشبیه او تلمیح را اخیستل شوی ترکیب ښکاري خو څرنګه چې عامې ژبې منلی دی، نو د (مجنون) تر مدخل لاندې فرعي مدخل جوړولای شي.

په ځینو کلمو باندې د ژبې او جملې بنیاد ولاړ وي، لکه د ربط توري، اضافي تورې او فعلونه. په تشریحي قاموس کې له دغسې کلمو بې شرحې تېرېدل خو په (دیالټیک)  باندې یو مخ ډکول، بې انصافي ده. ما د پښتو د ربط د ځینو وییکو په اړه غور کړی دی او رامعلومه شوې ده چې زموږ په ټولو ډکشنریو کې د دغو توریو په باره کې توضیحات نیمګړي دي.

  پښتوـ پښتو تشریحي قاموس ته له سرسري کتنې وروسته زه دې نتیجې ته رسېدلی یم چې په زرګونو لغتونه پکې داسې دي چې نه راوړلو یې خاصه ستونزه نه جوړوله خو په زرګونو مدخلونه پکې داسې دي چې نشتوالی یې ژبه نیمګړې کوي. په دې ډ کشنري کې داسې لغتونه په کافي اندازه پیدا کولای شو چې په پښتو کې ورته شاهد نه پیدا کېږي، نو هغه لغت چې هیڅوخت یې نه استعمالوو، ولې ورباندې ډکشنري درنه کړو؟ په هغو لغتونو کې چې باید خامخا مدخل شي، هغه کلمې هم شاملې وي چې د ډکشنري د نورو مدخلونوپه توضیح کې ورڅخه استفاده کیږي. په تشریحي قاموس کې دغه اصل ته سم پام نه دی شوی.

 د قاموس مولف که یوازې د پښتو د موجودو ډکشنریو له یو ځای کولو نوی کتاب جوړوي، بې فایدې کار کوي، ځکه د هغوی تېروتنې به یو ځل بیا تکرار شي او له هغوی پاتې لغتونه به یو ځل بیا پاتې شي. که فارسي یا اردو یا عربي قاموسونه مخ ته ږدي او له هغو څخه لغتونه را اخلي، ممکن ډیرې تېروتنې وکړې، لکه د مسلول په رااخیستلو کې.د څنګلوریو ژبو ګڼ لغتونه موږ ته اشنا ښکاري او دې ته مو شاید په اسانه پام نه شي چې په پښتو کې یا نه استعمالېږي او یا په بله معنا راځي.

 که د قاموس مولفان ځان مکلف ګڼي چې پښتو ټول آثار ولولي، نه ورته دومره وخت مومي او نه ټول آثار داسې کسانو لیکلي دي چې ژبه دې یې په دقت او مسولیت سره کارولې وي. په کتابونو کې انتخاب پکار دی خو لا مهمه دا ده چې په مطبوعاتو کې عامه ژبه ورپورې هېره نه شي. له بلې خوا پښتو لویه ژبه ده او ګڼې کلمې یې لا ثبت شوې نه دي. دریم دا چې په نیولوګیزم کې ډیر کار شوی دی. هغه نوي جوړ شوي لغتونه چې یو څه منل شوې دي، باید راواخیستل شي. د پوهاند ډاکتر زیار ګڼ لغتونه اوس څه نا څه عام دي او په را اخیستلو کې یې باید خپل شخصي ذوق معیار ونه ګرځوو. ځینې کسان ممکن استدلال وکړي چې د نیولوګیزم لغتونه لا ډیر تازه دي او چې د خلکو د ذوق او زمانې له غلبیله تېر شي او وخت ورباندې وا وړي، بیا دې په ډکشنري کې راشي. دغو دوستانو ته زما ځواب دا دی چې د نیولوګیزم نیم عام لغتونه که په راتلونکو کلونو کې عام نه شول او خلکو خوښ نه کړل، په راتلونکو قاموسونو کې به یې بیرته وباسو، ځکه نن که شهکاره ډکشنري هم ولیکو، لس کاله پس به زړه او بیا کتنې ته محتاجه ښکاري.

  پښتو په تیرو پنځلس کلونو کې له کمپیوټره رانیولې تر انتخاباتو پورې په مختلفو ساحو کې نوې کلمې خپلې کړې دي چې په نوې ډکشنري کې استفاده ورڅه پکار ده. موږ چې (کمپوز) او (کمپوزګر) او (کمپوزول) وایو او لیکو یې، نو ولې یې په ډکشنري کې شامل نه کړو؟ پایلوبه، شپږیزه، ټولګه، لیدلوری او ګڼ نور لغتونه چې دیرش کاله پخوا نه وو یا نه استعمالېدل، اوس عام دي.

 د تشریحي قاموس د تدوین له زمانې راهیسې په پښتو ژبه کې د شاملو لغتونو او اصطلاحاتو په باره کې مختلفې لیکنې شوې دي. په دې موده کې  تر بل هر وخت ډیرې ډکشنري تالیف شوې او په ځینو مونوګرافونو کې په اصطلاحاتو باندې کار وشو. له دغو تالیفاتو د نوې ډکشنري مولفان ښه استفاده کولای شي. البته، دا استفاده باید په احتیاط سره وشي او د نورو تیروتنې تکرار نه شي.ځکه د علومو اکاډیمي له ډکشنري څخه د یوې معتبرې او معیاري زیرمې توقع کېږي.

 طبعا دا ممکنه نه ده چې بېخي بې اشتباه ډکشنري دې ولرو، د لغت او معنا په پېچلي کار کې تېروتنې خامخا پیښېږي خو اشتباه باید دومره ډیره نه وي لکه په پښتوــ پښتو تشریحي قاموس کې چې ورسره مخامخ یو.

 پوهاند ډاکتر زیار (د خوشال ادبي پښتو) په نوم تالیف کې د خوشحال خټک د شاعري په ژبني اړخ مفصلې خبرې کړې دي. اوس که له دغو خبرو بې انتقادي نظره استفاده کوو، اشتباه به کوو. پوهاند ډاکتر زیار د خوشحال په یو شعر کې د ( خیال کول) معنا داسې کړې ده:« پر یو څه خیال کول( پر یو څه جاجل او اندل یا سوچل، د یو څه په اندېښنه کې ول):

 اې چې خیال کړې پر دنیا

دنیا څه ده بې وفا» [ خوشال ادبي پښتو، ۳۰۰ مخ]

 حال دا چې په پاسني بیت کې خیال کول، د فخرکولو مشهوره معنا لري. له خیال کولو څخه د ( خیالي) او( خیالیګر) صفتونه هم جوړ شوي دي.

دغه راز ډاکتر صاحب زیار ته  د خوشحال په لاندې شعر کې د وروستي بیت ( په نورو  شپه او په خوشحال رڼا )د خپګان په وجه شپه ویښه تېرول ورښکاره شوې دي،[ خوشال ادبي پښتو ۱۶۴ مخ] حال دا چې د شاعر مقصد د خپل ذهن او فکر رڼایي ده:

 خدای یو هسې فکر راکړ

چې یې ملک راته رڼا کړ

چې په ملک په ملکوت دي

پرې خبر یې زړه زما کړ

په اعلی په اسفل واړه

راښکاره یې هر اشیا کړ

که په نورو توره شپه ده

په خوشال یې سپین سبا کړ

د دغو دوو مثالونو له راوړلو مې منظور دا دی چې د نوې ډکشنري مولفان باید په نورو کتابونو کې راغلې معناوې له ځیرنې وروسته په احتیاط سره راواخلي.

او بالاخره د نوې ډکشنري د کامیابي لپاره پکار ده چې د مختلفو کسانو تجربې واورېدل شي. دا هم کېدونې ده چې علومو اکاډيمي یو سمینار ولري او د صاحب نظرو رایې راټولې کړي.

په تیرو کلونو کې ځینو دانشمندانو د خپلې مینې په اساس ډیر مهم کارونه وکړل. دوی د اکاډیمي غړي نه دي خو تجربه یې ډیره باارزښته ده. له دوی سره رابطه پکار ده. ځینو کسانو اختصاصي قاموسونه تدوین کړل او ځینو نورو دوه ژبي قاموسونه تالیف کړي دي. د دوی له تجربو ډیره استفاده کېدلای شي. دغه راز ځینې افغانان د ژوند په خاصو څانګو کې مهارت لري او له اصطلاحاتو سره یې بلد دي، مثلا ځینو کسانو نه یوازې کرکټ زده دی، بلکې د کرکټ د پښتو اصطلاحاتو په انتخاب کې یې فعال نقش لرلای دی. له دغسې کسانو سره مشورې په ګټه دي.

 له بلې خوا له هغو لیکوالو سره رابطه ګټوره ده چې په اوسنیو مسایلو لیکنې کوي. دوی په دې باره کې ښه مشوره راکولای شي چې کوم فارسي، اردو او عربي اصطلاحات او کلمې په پښتو کې استعمالیږي اواستعمالیدای شي.مثلا یوه لیکوال ته شاید په دې باره کې قضاوت اسانه وي چې ( بې ضرري) لغت په پښتو کې راځي که ( بې طرفي)؟ په تشریحي قاموس کې بې ضرري شته خو بې طرفي نشته.

پخوا چې انټرنیټ نه و، رابطې مشکلې وې، اوس رابطې اسانه شوې دي. له بلې خوا په تېرو څلویښت کلونو کې د غیرعادي حالاتو په وجه ګڼ شمیر افغان پوهان او زموږ د ژبې او فرهنګ مینه وال په نورو هیوادونو کې میشت شوي دي نو که له هغوی سره رابطه ټینګه شي، ډیره ګټه به مو کړې وي.

 نن سبا د پخوا وختونو برخلاف اکثره کاري استعدادونه د حکومت له ادارو بهر کار کوي.

 څرنګه چې د یوې نسبتا جامع او دقیقې ډکشنري لیکل، نهایت مهمه چاره ده  او د ملي فرهنګ او علم لپاره یې ارزښت خورا زیات دی، نو پکار ده چې له ټولو با صلاحیته کسانو سره رابطه ټینګه شي. له حکومتي ادارو بهر اکثرو پوهانو او لیکوالو یوازې د مینې په حکم  د ژبې خدمت کړی دی. د دوی د مینې درناوی پکار دی او په دوی باید باور ولرو چې که د نوي قاموس د پروژې اداره چیان ورباندې د همکاري اواز وکړي، دوی به نه ونه وایي.

ډکشنري یو عادي کتاب نه دی چې صرف یو ځل یې لولو. دې کتاب ته هر لوستونکی ممکن په سلګونو او زرګونو ځله مراجعه وکړي. دغه راز سمه او جامع ډکشنري د ژبې د معیاري کېدو بنیادي شرط دی.

  د ډکشنري مولفان که د خپل کار صرف څو پاڼې هم د ایمیلونو له لارې د پښتو لغت مینه والو او پوهانو ته واستوي او د هغوی نظر وغواړي، ممکن ډیرو نویو ټکو ته یې پام شي.

 د ډکشنري مولفان معمولا د لغتونو د استخراج لپاره آثار لولي. په آثارو کې انتخاب پکار دی. خصوصا داستاني آثار مهم دي، ځکه ژبه له خپلو باریکیو سره په داستاني آثارو کې زیاته استعمالیږي. د لویو او واقعي لیکوالو آثار ډیر مهم دي. زما په خیال واقعي لیکوال د مترادفو کلمو تر منځ د پټ توپیر په برخه کې ډیر حساس وي. دغو پټو توپیرونو ته پام ډکشنري غني کولای شي.ضمني معناوو ته توجه د ډکنشري اعتبار زیاتوي او له بشپړولو سره یې مرسته کوي.

 په وروستیو کلونو کې ګڼو محصلانو په اصطلاحاتو باندې کار کړی دی. مونوګرافونه هم د نوې ډکشنري په تدوین کې مرسته کولای شي.

 له بلې خوا ژوندۍ ژبه په مطبوعاتو کې وي. رسنۍ باید هېرې نه شي.

د تشریحي قاموس د تدوین په وخت په افغانستان کې کمپیوټر دود نه و، خو اوس عام دی. د کمپیوټر په مرسته د ډکشنري تدوین او د لغتونو شرحه اسانه کیږي. اوس د لغت د معناوو پلټونکی کولای شي چې د کتاب په سلګونو مخونو کې د یوه لغت د استعمال مختلفې بڼې په څو دقیقو کې تر نظر تېرې کړې او د لغت نویو ترکیبونو او معناګانو ته یې پام شي. مثلا که  (وریښم) پلټو نو وریښمین ټوکر، د وریښمو لاره، د وریښمو چینجی ، اومه وریښم، وریښم مجله او نور اړوند لغتونه به هم په اسانه ومومو او په دې ډول د لغت د نه رااخیستلو امکان کمېږي. لازمه ده چې زموږ د نوې ډکشنري د تدوین په وخت د پخواني طرز فیش لیکنې ځای کمپیوټر ونیسي.

 څو ویشت کاله پخوا مې د دفتر او کوټې ملګری یو داسې څوک و چې د انګلیسي- پښتو ډکشنري د تالیف تکل یې کړی و. چې ماښام به له کاره راغی، تر نیمو شپو به د ډکشنري په کار بوخت و. د جمعو په ورځو یې هم بل کار نه و. زه چې به  د جمعې په ورځ په دفتر کې نوکریوال وم او ماښام به راغلم، له ده به مې د غرمنۍ پوښتنه کوله او ډیر ځله مې یادیږي چې ده به د پاڼو له منځه سر رااوچت کړ، راته وبه یې ویل: ولا ډوډۍ خو مې بېخي هېره وه!

   د عصمت الله څاروان ستړیا ته چې به مې وکتل، خوا به مې ورته بده شوه او وبه مې غوښتل چې د ډکشنري په کار کې مرسته ورسره وکړم خو مرسته مې تر یو، یونیم ساعته نه اوږدېده، ځکه ډیر یې ستړی کولم. د ډکشنري د مولفانو په کار باندې نیوکه اسانه ده، ولې د ډکشنري برابرول نهایت سخته دي. په تشریحي قاموس باندې له انتقاده منظور دا نه دی چې د مولفانو په زحمتونو یې سترګې پټې کړو، منظور دا دی چې یوه نسبتا جامع او معتبر پښتوـ پښتو تشریحي قاموس ته سخته اړتیا ده.

  د میزان دیارلسمه،۱۳۹۶

1 COMMENT

  1. ماشاالله ډېره ښکلې ، معقوله لیکنه ده . زما ډېره خوښه شوه.
    که داسې یو مهم اثر لیکل کیږي ښه به دا وې چې د انترنت له لارې د ځینو کلیمو او لغاتونو په باب هم معلومات راټول او ولس سره شریک کړل شي.
    زما په نظر خونه د ایراني پارسي هغه لهجه ده چې « خانه » یعنې کوټې ته وایی ، همداراز ځينې ورونه سیوري ته هم سایه او ونې ته درخته وایی ، که فرضا د داسې کلیمو د استعمال ضرورت هم وی ، باید ولیکل شي چې اصلا دا کلیمه له کومه راغلې ده.
    د خبریال اصلي معنی ژورنالست دی چې راز راز خبرونه او معلومات راټولوي او د رسنیو له لارې یې هېوادوالو ته وړاندې کوي.
    خو زمونږ په ټولنه کې هغه چاته هم خبریال وایو ، چې په هره خبره کې خبره لټوي ، ځان له نورو لوړ او پوه ګڼې او یا هم په نورو پسې انتقادی یا توهین آمیزه خبرې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب